د ۱۴۰۵ل. کال په لومړيو دوو ربعو کې افغانستان ته د وارد شوو ډېزلو د کیفیت ارزونه

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۱:۳۵
د ۱۴۰۵ل. کال په لومړيو دوو ربعو کې افغانستان ته د وارد شوو ډېزلو د کیفیت ارزونه

«علمي – څېړنیز سیمینار»

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت اړوند د کيميا، بيولوژي او کرنې علومو مرکز علمي غړي، ښاغلي څېړندوی عمران لايق (د ۱۴۰۵ل. کال په لومړیو دوو ربعو کې افغانستان ته د وارد شوو ډېزلو د کیفیت ارزونه) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز سیمینار د کيميا، بيولوژي او کرنې علومو په مرکز کې د څېړونکو او استادانو په حضور کې وړاندې کړ.

د څېړنې اساسي موخې د وارداتي ډېزلو د کیفیت د اوسني وضعیت معلومول، د داخلي معیار سره د نمونو د مطابقت کچه ټاکل، د نړیوالو معیارونو سره د افغانستان معیار د حدودو پرتله کول او د لابراتواري ازموینو د نیمګړتیاوو تشخیص وې.

په څېړنه کې د افغانستان د درې مهمو وارداتي بندرونو، اسلام قلعه، آقینې او حیرتان له لارې د ۱۴۰۵ل. کال په اوله او دویمه ربع کې د وارد شوو ډېزلو کیفیت د افغانستان د معیار (ا.م ۱۴۰۴:۱۰۷۱) او نړیوالو معیارونو (EN 590،ASTM D975  او GOST 32511) له مخې ارزول شوی دی.

څېړنه د کمي ـ تحلیلي مېتود پر بنسټ ترسره شوې ده. د درې واړو بندرونو د ډېزلو ۳۰۰ لابراتواري راپورونه، چې د هر بندر ۱۰۰ راپورونه په کې شامل دي، د ارزونې لپاره کارول شوي دي. راټول شوي معلومات د مهمو فزیکي او کیمیاوي پارامترونو له مخې تنظیم او تحلیل شوي او د اوسط، معیاري انحراف، لږ تر لږه حد، ډېر تر ډېره حد او د معیار مطابقواو غیرمطابقو نمونو شمېر محاسبه شوی دی.

د څېړنې پایلو وښوده، چې په ټاکل شوو نمونو کې د سلفر اوسط په اسلام‌ قلعه کې  mg/kg1505.50، په آقینه کې  mg/kg1450 او په حیرتان کې  mg/kg 141.74 دی. د افغانستان معیار کې د سلفر له ټاکل شوي حد (2000 mg/kg)  څخه په اسلام قلعه کې 3 او په آقینه کې 10 نمونې لوړې وې، خو د حیرتان ټولې نمونې د دې حد مطابقې وې. په حیرتان کې لوړه اندازه 340 ppm وه، چې د معیار له اعظمي حد څخه ډېره ټیټه ده. د سلفر له نظره د حیرتان څخه وارد شوو ډېزلو نسبت نورو بندرونو ته خورا ښه کیفیت درلود.همدارنګه، د %50 تقطیر په برخه کې په اسلام قلعه کې 19، په آقینه کې 6 نمونې غیرمطابقې وې او په حیرتان کې ټولې نمونې مطابقې وې. د %90 تقطیر په برخه کې په ترتیب سره 6، 11 او 5 نمونې له معیار څخه بهر وې. په سرپټي لوښي کې د اور اخیستنې ټکي (نقطه جرقه) له مخې په اسلام قلعه کې 1، په آقینه کې 9 نمونې مغایرې وې او په حیرتان کې ټولې نمونې د معیار مطابقې وې.

د ډېزلو اوسنیو نړیوالو معیارونو سره د پرتلې له مخې، د افغانستان د ډېزلو په معیار کې د سلفر اعظمي حد (2000 mg/kg) دی چې د EN 590 او GOST K5 د  mg/kg  10 او د ASTM D975 S15  د  mg/kg 15 په پرتله خورا ډېر لوړ دی. همدارنګه، د کثافت او لزجيت حدود په ځینو نړیوالو معیارونو کې له ټاکل شوو حدودو څخه پراخ دي. په مقابل کې، د سیتان عدد، د جرقې نقطه ، د کاربن پاتې شونو او د اوبو محتوا په برخو کې د افغانستان معیار له ځینو نړیوالو معیارونو سره برابر یا نسبتاً سخت حدود لري.

څېړنې دا هم څرګنده کړه چې د سیتان عدد، غوړولو وړتیا، د اوبو محتوا، ټوله میخانیکي ککړتیا او د اکسیدېشن ثبات په څېر مهم پارامترونه په ټاکل شوو لابراتواري راپورونو کې نه دي ازمیښت شوي. له همدې امله، د ډېزلو د کیفیت د بشپړې ارزونې لپاره د ازموینو د پوښښ زیاتول، د داخلي معیار بیاکتنه، د سلفر د مجاز حد تدریجي راکمول او د بندرونو د لابراتوارونو تخنیکي پیاوړتیا اړینه ده.

د یاد سیمینار په وروستۍ برخه کې د علومو اکاډمي علمي غړو او استادانو د موضوع اړوند خپل نظریات او پوښتنې مطرح کړې، چې د ښاغلي څېړندوی عمران لايق لخوا ورته د قناعت وړ ځوابونه ورکړل شول. په پای کې دغه علمي - څېړنيز سیمینار د ارزونې کميسيون له لوري د رايو په اتفاق سره مثبت و ارزول شو او څېړونکي ته يې د لا نورو علمي برياوو او خدمتونو هيله وکړه.

د افغانستان د علومو اکاډمي واټس اپ چینل له لاندې لینک څخه تعقیبولئ شئ....

https://whatsapp.com/channel/0029VbCQAO7DTkK4eJX7DB1L

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۲۳
Background image

شمارۀ 167 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به زیور چاپ آراسته شد

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله¬های علمی_تحقیقی در بخش¬های تاریخ ادبیات، زبان¬شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه¬های ادبیات¬شناسی به نشر می¬رسد.. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۰:۶
Background image

شمارۀ ۷۸مجلۀ علمی – تحقیقی طبیعت به چاپ رسید

مجله طبیعت، تنها مجله علمی ـ تحقیقی معاونیت علوم طبیعی ـ تخنیکی اکادمی علوم افغانستان است، از سال ۱۳۶۸ هـ.ش. تاکنون به‌گونه منظم و ربع‌وار نشر شده و در طول بیش از سه دهه، زمینه برای نشر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۲۵
Background image

بررسی، تحلیل و ارزیابی خشکسالی حوزه های آبی آمو، شمال و هریرود – مرغاب

محترم معاون سرمحقق رفیع الله نصرتی آمر انستیتوت هایدرومیتیورلوژی مرکز علوم زمین به تاریخ 2 / 6 / 1405 هـ.ش. از رسالۀ پروژۀ علمی - تحقیقی خویش تحت عنوان« بررسی، تحلیل و ارزیابی خشکسالی. . .

BACK TO NEWS