د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزۍ او ټرانزیټي وضعې څېړنه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۷ - ۸:۴۴
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزۍ او ټرانزیټي وضعې څېړنه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزۍ او ټرانزیټي وضعې څېړنه
"علمي- څېړنيز کنفرانس"
--------------------------------------------------------------------
د علومو اکاډمي- کابل: د علومو اکاډمي د اقتصاد انستيتوت علمي غړي څېړنیار محمد اسماعیل مشواڼي «د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزۍ او ټرانزیټي وضعې څېړنه(۱۳۹۷-۱۳۹۰)»علمي - څېړنيز کنفرانس د کب په ۵ مه وړاندې کړ.
د دغې موضوع په اړه، ده وویل:
په سوداګرۍ کې جغرافیایي موقعیت د پام وړ ارزښت لري؛ په وچه کې راګیر هېوادونه چې له سمندر سره کومه لاره نه لري، اړ دي چې د ترانزیټ او سوداګردۍ لپاره په خپل یوه او یا ډېرو ګاونډیانو تکیه وکړي، خو دا بیا د سوداګرۍ لپاره وخت ګیره او ګرانه تمامېږي؛ د وارداتو لګښتونه زیاتوي او په رقابتي ډګر کې د یوه هېواد صادرات لوبه بایلي.
په وچه کې بند هېواد په توګه او په تاریخي توګه افغانستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې له نړۍ سره ډېر پر پاکستان تکیه کوي، د هېواد نړیواله سوداګري په بنسټیزه توګه د پاکستان له وچو او بحري لارو ترسره کېږي؛ خو له پاکستان سره د ترانزیټ او سوداګرۍ له تړون سره سره هم، افغانستان له ملایمې، باور وړ او اغېزناکې او کار وړ سوداګرۍ څخه محروم پاتې شوی او پاکستان وخت ناوخت افغان سوداګرو ته ستونزې ولاړې کړې دي. له پاکستان سره د افغانستان اړیکې تل ترينګلې پاتې شوې چې دغه وضعیت بیا د هېواد پر سیاسي اقتصاد ژور اغېزه ښندلې ده.
د پاکستاني خنډونو له کبله افغانستان اړ شو چې د سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې پيدا کړي. پایله یې دا شوه چې هندوستان او ایران اقتصادي ګټه وکړه او پاکستان ګټور فرصتونه له لاسه ورکړل.
په تېره یوه نیمه لسیزه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري په یو انتقادي حالت کې ده او دا ستونزمنه ده، چې د سوداګرۍ پر وړاندې پېچلتیاوې او خنډونه له منځه لاړ شي، که څه هم د وخت په تېرېدو سره په پالیسیو کې بدلونونه او پرمختګونه راغلي، خو تر اوسه هم ستونزې له منځه نه دي تللي. د سوداګرۍ بیلانس همېشه د پاکستان په ګټه و او افغانستان یو لګښت کوونکي هېواد او پاکستان ته مجبور هېواد و. د پاکستان له خوا د سوداګرۍ د دوه اړخیزو قوانینو نه عملي کولو سیاسي ستونزې، غیر قانوني سوداګري او قاچاق د سوداګریزو اړیکو د اغېزمنېدو سبب ګرځېدلی او د احصایې ښودنو پر بنسټ د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په تېرو درېیو کلونو کې د پام وړ کمه شوې ده.
نوموړي وړانديز وکړ چې د پاکستان د سياسي فشارونو له کبله چې سوداګري زيانمنه شوې ده، د سوداګرۍ لپاره دې نورې سوداګريزې – ټرانزييټي بديلې لارې چې په ګوته شوي دي، د هغې د پياوړي کولو لپاره دې کوټلي ګامونه واخيستل شي. دغه راز دې افغان سوداګرو ته د هېواد دننه او هېواد څخه بهر د ټرانسپورټ عصري او د ټکنالوجي عصر مطابق اسانتياوې برابرې شي. همدارنګه دې د اسيکوډا سيستم په ګمرکونو کې په سمه توګه عملي شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۴
Background image

بررسی امراض معنوی از دیدگاه عرفان

محترم معاون سرمحقق محمد نذیر محمدی، عضو علمی انستیتوت عقیده و تصوف، پروژهٔ علمی–تحقیقی خویش را تحت عنوان «بررسی امراض معنوی از دیدگاه عرفان» با موفقیت در تالار سیمنارها و کنفرانس‌های. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۴:۳۹
Background image

بررسی وضعیت یخچالها در کشور

محترم معاون سرمحقق عبدالوهاب همدرد آمردیپارتمنت جغرافیۀ طبیعی انستیتوت هایدرومیتیورلوژی مرکز علوم زمین، معاونیت بخش علوم طبیعی - تخنیکی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی – تحقیقی خویش. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بررسی و اهمیت غذایی نبات تف ( Teff) برای تغذیه حیوانات

(امروز یکشنبه مؤرخ 27 ثور 1405 هـ ش ) معاون سرمحقق محمد طاهر رسولی عضو علمی مرکز کیمیا، بیولوژی و زراعت ، معاونیت بخش علوم طبیعی – تخنیکی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی ـ تحقیقی. . .

BACK TO NEWS