کنفرانسونو د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه علمي ــ څېړنیز کنفرانس د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه علمي ــ څېړنیز کنفرانس جوړ شو د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو معاونیت له لوري د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه علمي ــ څېړنی

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۰ - ۱۳:۸
کنفرانسونو   د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه علمي ــ څېړنیز کنفرانس د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه علمي ــ څېړنیز کنفرانس جوړ شو  د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو معاونیت له لوري د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه علمي ــ څېړنی

ن چهار شنبه د افغانستان دعلومو اکاډمي د کنفرانسونو په تالار کې د UNDP، اقتصاد وزارت او اجرائیه ریاست استازو لخوا د( اهداف انکشاف پایدار افغانستان«۲۰۱۵- ۲۰۳۰») پرزینټيشن وړاندې شو.
په پیل کې د علومو اکاډمۍ علمي منشي ډاکټر احمدشاه عمر وردګ راغلیو استازو ته ښه راغلاست ووایو او زیاته یې کړه دا یوه مهمه برنامه ده، چې د افغانستان لپاره ډېره اړینه ده، ځکه دا یوه جامع او هر اړخیزه برنامه ده او هيله یې وکړه چې د علومو اکاډمۍ استادان وکولی شي ددې برنامې په اړه ښې طرحې ډیزاین کړي، د اقتصاد وزارت او نورو ورته ادارو ته یې وسپاري.
په اقتصاد وزارت کې دUNDP استازي حفیظ الله حسیب لخوا پرزینټیشن وړاندې کړو.
هغه د خبرو په پیل کې د علومو اکاډمۍ له پوهانو څخه هیله او غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې پاملرنه او کار وکړي. نوموړي همدارنګه د پرزینټیشن په وړاندې کولو کې وویل: نړۍ له ۲۰۰۰م کال مخکې له ډېرو ستونزو او ګواښونو سره مخ وه چې په ترڅ کې یې د نړۍ هېوادونو د ځان لپاره اته( فقر او لوږه، د جندر برابري، دمېندو روغتیا، چاپیریال ساتنه، نړیواله همکاري، د امنیت ټینګښت، له ساري ناروغیو سره مقابله او د ماشومانو د مړینې راټیټول وو) وټاکل، چې موږ هم(افغانستان) په ۲۰۰۴کال کې په دې برخه کې ورګډ شو، چې له دې موخو څخه یې ۶۸٪ته موږ رسېدلي یو، وروسته بیا نړیوالو له (۲۰۱۵- ۲۰۳۰)م ۱۷عمومي موخې او ۱۶۹کلي موخې یا ټارګیټ او ۲۳۲ انکشافي څانګې وټاکلې. د پایداره انکشافي موخو عمده تمرکز په سیستم جوړونه دی.
نوموړي همدا راز زیاته کړه زموږ راتګ علومو اکاډمۍ ته ددې لپاره وو، چې تاسو سره دا موضوع شریکه کړو تر څو په دې برخه کې کار وشي .
د غونډې په پای کې د پرزینټیشن په اړه د ګډونوالو پوښتونو ته ځوابونه وویل شول او همدارنګه د پریزینټیشن په اړه د ځینو استادانو لخوا نظریات هم ورکړل شو.