په «چونغر» کې د طبیعت انځور

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۲۳ - ۱۴:۳

لیکوال: پوهنمل ګل رحمن رحماني

لنډیز

سلیمان لایق په پښتو شاعرۍ کې د خپل هېواد د طبیعت انځورونې یو ماهر شاعر بللی شو، نوموړی توانېدلی چې د خپلو ژورو عیني او ذهني مشاهدو پر بنسټ د طبیعت ژبه زده کړي او بیا په خپل شاعرانه کمال او جوهر کې تلپاتې رنګ ورکړي. که څه هم د نوموړي په شاعرۍ کې د طبیعت انځورونه خورا زیات دي، خو تر ټولو مهم یې د چونغر طبیعي سیمې انځور دی. لایق صاحب په  چونغر کې چې د بغلان ولایت د پلخمري اړونده ښکلې سیمه ده خپلې تجربې او لیدنې د یوه شاعر له زاویې نه انځور کړې دي، په دې مقاله کې د نوموړي د چونغر ترانې اثر او سندرې په سوو واټونو کې شعري ټولګې څخه چونغر ته اوسنۍ او پخوانۍ بېلابېلې ترانې غوره شوې، خو ډېر تمرکز په شپږمه ترانه شوی دی چې د مهال له اړخه منځنۍ ترانه ده او شاعر  لومړی ځل د چونغر ښکلې او ښېرازې لمنې ته پناه ور وړې ده. د چونغر د انځورونو ژبه ساده او رومانټیکه ده چې په انځور جوړونه کې یې د ولسي پوهې او فرهنګ خواږه ور زیات کړي دي. د چونغر د ۳۲ ترانو له منځه لومړۍ برخه یې خورا طبیعي او له طبیعت سره له پخلاینې ډکې دي، خو په منځنیو او وروستیو کې بیا د شاعر عقیده او شکایتونه هم شامل شوي دي.

Documents

په «چونغر» کې د طبیعت انځور.pdf