د ځمکې د لاندې طبقو استملاک

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۶ - ۱۴:۲۴

« علمي - څیړنیزه مقاله »

لیکوال: څېړندوی عبدالقهار عزیزي

لنډیز

د ځمکې د لاندې طبقو استملاک موضوع د معاصر پرمختګ یوه مهمه او اړینه موضوع ده. دا چې دولت د عامه ولس د رفاه په خاطر صلاحیت لري چې د افرادو ملکیت د عوض په بدل کې د هغوی له تصرف خارج کړي، چې دا تصرف خارجول دوه ډوله دی کلي او قسمي. قسمي استملاک کولای شو چې د ځمکې د لاندې طبقې استملاک له‌پاره وکاروو. د ځمکې لاندې استملاک کېدای شي د برېښنایي مزو، انټرنیټي کیبلونو او میټرو سیسټم او ځمکې لاندې ریل له‌پاره وکارول شي. نړۍ د پرمختګ په حال کې ده، په ځينو هېوادونو کې د ځمکې لاندې ساحې استعمالیږي چې دا استعمال یوازې لاندې ساحې پورې محدود وي او په دې ډول د قسمي استملاک موضوع رامنځته کیږي. د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د ځمکې لاندې ساحې استملاک منل شوی دی. د آیرلینډ حکومت کولی شي چې د قانون په اساس د ځمکې لاندې ساحه او  ارتفاقي حقوق نه یوازې چې محدود کړي، بلکې استملاک یې هم ترسره کولای شي. د افغانستان په مدني قانون کې دا ډول استملاک ته اجازه  ورکړل شوې ده، خو ډول یې نه دی روښانه. اړتیا وه چې په استملاک قانون کې روښانه شوی وای، مګر په استملاک قانون کې یوازې د خطي-امتدادي پروژې د تعریف په برخه کې یې د میټرو پروژې یادونه کړې ده. ددې سربېره په فقه کې هم د استملاک په اړه ډېر کم وضاحت شته. فقه کې استملاک د انفرادي ملکیت په عامه یا ټولیز باندې بدلول یا د ملکیت ختمولو په مفاهیمو سره استعمال شوی دی. دا څېړنه په تحلیلي-مقایسوي بڼه ترسره شوې ده. د افغانستان د قوانینو مواد تحلیل او د نړۍ د نورو هېوادونو له قوانینو او دغه راز فقهې سره پرتله شوي دي.

Documents

د ځمکې د لاندې طبقې استملاک.pdf