د کابل مجلې الفبايي فهرست (۱۳۸۰ – ۱۳۹۹ل) اثر چاپ شو؛

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۶ - ۱۰:۳۰
د کابل مجلې الفبايي فهرست (۱۳۸۰ – ۱۳۹۹ل)

د دغه اثر لیکوال څېړنپوه نصرالله ناصر دی. په دغه اثر کې د کابل مجلې د شلو کالو د مقالو فهرست د لیکوالو د نومونو د الفباء د تورو په ترتیب راغلی دی. ((کابل مجله)) د افغانستان د علومو اکاډمۍ خپرنیز ارګان دی چې د بشري علومو د معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتوت له خوا خپرېږي. په دغه مجله کې د بېلابېلو تکړه او نوموتو لیکوالو او څېړونکو ادبي، ژبنۍ او فولکلوري علمي ـ څېړنیزې مقالې خپرېږي چې د پښتو ژبې او ادب په غنامندۍ کې یې ونډه جوته ده. د کابل مجلې د ځينو کلونو د مقالو الفبايي فهرست که څه هم د کابل مجلې په ځينو ګڼو کې چاپ شوی، خو بیا هم د اهمیت له مخې اړتیا ورته لیدل کېدله چې د کابل مجلې د (۱۳۸۰ – ۱۳۹۹ل) کلونو د ګڼو فهرست دې ترتیب او د ځانګړي اثر په توګه چاپ شي چې دا دی دغه فهرست چاپ شو. دغه اثر به د ژبې او ادب له څېړونکو سره د ژبنيو، ادبي او فولکلوري موضوعاتو په څېړلو کې مرسته او کومک وکړي. تاسې کولی شئ چې یاد اثر د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه یې ترلاسه کړئ.

د دې علمي – څېړنيز اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2022-12/%D8%AF%20%DA%A9%D8%A7%D8%A8%D9%84%20%D9%85%D8%AC%D9%84%DB%90%20%D8%A7%D9%84%D9%81%D8%A8%D8%A7%D9%8A%D9%8A%20%D9%81%D9%87%D8%B1%D8%B3%D8%AA%20%28%DB%B1%DB%B3%DB%B8%DB%B0%20%E2%80%93%20%DB%B1%DB%B3%DB%B9%DB%B9%D9%84%29.pdf

 

يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي له اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳۴
Background image

نقش ریاضیات فازی در تصمیم‌گیری‌های اقتصادی

(کنفرانس علمی – تحقیقی) (کنفرانس علمی – تحقیقی) محترم محقق خورشید انور "نیازی" عضو علمی انستیتوت ریاضی و فزیک مرکز علوم ریاضی، فزیک و تخنیک مربوط معاونیت بخش علوم طبیعی – تخنیکی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴
Background image

مجلهٔ افغانستان به چاپ رسید

مجلهٔ افغانستان که تحت اثر مرکز علوم اجتماعی، معاونیت علوم بشری در اکادمی علوم افغانستان فعالیت می‌کند، یک نشریهٔ علمی و فصلی است که مقالات علمی – تحقیقی را به زبان انگلیسی در عرصه‌های. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۰:۱
Background image

شمارۀ 164 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان اقبال چاپ یافت

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله­ های علمی_تحقیقی در بخش­های تاریخ ادبیات، زبان­شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه­ های ادبیات­شناسی به نشر می­رسد. . .

BACK TO NEWS