دټولنیزو شبکو له لارې د نکاح عقد د حنفي فقه په رڼا کې

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۴۳
څیړندوی اسدالله میاخیل

نن څلورنۍ/چهارشنبه د ۱۴۰۴ل کال د لیندۍ/قوس په ۵مه نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د فقه او قانون مرکز علمي غړي او د ثقافت دیپارتمنت آمر څیړندوی اسدالله میاخیل (دټولنیزو شبکو له لارې د نکاح عقد د حنفي فقه په رڼا کې) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز کنفرانس د استاذانو او څېړونکو په حضور کې وړاندې کړ.

ښاغلي میاخیل صاحب وویل: د نکاح عقد د انسانانو د ژوند له بنسټیزو تړونونو څخه دی، اسلام ورته ډېر اهمیت ورکړی؛ د نکاح عقد او تړون د آدم علیه السلام څخه را وروسته په اسلامي شریعت کې په خدای تعالی د باور او یقین درلودلو تر څنګ یو تر ټولو دوامدار عقد ګڼل کیږي؛ د نکاح پروسه حتی د مرګ څخه وروسته هم دوام مومي، نکاح د انساني نسل د بقاء تر ټولو غوره لار پېژندل شوې. نکاح د یوه نر او ښځې تر منځ هغه شرعي تړون ته ویل کېږي چې په ایجاب او قبول سرته رسیږي؛ دواړه، نر او ښځه د خپلو شرعي حقوقو مستحق پېژندل کېږي.

په تېرو وختونو کې د نکاح عقد تر سره کولو هماغه دودیزه لاره او روش و چې په حضوري شکل به ایجاب او قبول کېده؛ خو له هغه وخته چې پراخې ټولنیزې شبکې په نړۍ کې راپيدا شوې، د انسانانو تر منځ یې په اړیکو کې ډېر تغیرات راوستل، سهولتونه او اسانتیاوې یې رامنځته کړې؛ د ټولنو په تړاوونو کې نوي بدلونونه راغلل، تجارتي او اقتصادي تړونونه د همدغو شبکو په واسطه وشول، د همدغو شبکو له لارې انسانان یو له بل سره آشنا شول، یو بل یې و پېژانده او حتی نړۍ دومره مخکې لاړه چې یو بل سره ګوري او خبرې کوي. یوه پوښتنه راپیدا شوه چې آیا د نکاح عقد او تړون د انټرنیټ، زوم، یا ټولنیزو شبکو له لارې شرعاً صحیح دی او که نه؟

په اوسني وخت کې د ټولنيزو شبکو له لارې د نکاح عقد د حنفي فقه په رڼا کې د کنفرانس لنډیز او خلاصه داسې ذکر کولای شو.

۱- د دیوبند د علماوو فتوی: نکاح نه صحیح کیږي ځکه چې اتحاد د مجلس نشته. باید وکیل و نیول شي. کراچي دارالافتاء، جامعه فاروقیه کراچي:

دانلاین د نکاح عقد درست نه دی؛ ښه لاره يې دا ده چې وکیل و نیول شي.

۲- دارالافتاء جامعه العلوم الاسلامیة علامه محمد یوسف بنوري ټاون کراچي پاکستان:

دویم ځل باید نکاح و تړل شي.

۳- دارالافتاء جامعة الرشید کراچي( نواب الدین) الفتیا آن لاین:

نکاح د ټولنيزو شبکو له لارې نه صحیح کیږي. ځکه د نکاح عقد یو داسې عقد دی چې هغه ډېر زیات دقت ته ضرورت لري، هیڅ نوع تزویر، فریب او چل باید پکې موجود نه وي.

د کنفرانس په اخر کې نتیجه دا شوه چې: د حنفي فقه په رڼا کې د ټولنیزو شبکو له لارې نکاح په هغه وخت کې درست او صحیح ده چې د غایب شخص لپاره د نکاح د عقد په مجلس کې وکیل ونیول شي.

په پای کې یې له معمول سره سم د څېړنې پایله، وړاندیزونه او مأخذونه وړاندې شول او د څېړونکو، پوهانو او استادانو پوښتنو ته مقنع ځوابونه ورکړل شول.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۱:۲۰
Background image

رؤیای چینی و پیامد‌های آن بر افغانستان

کنفرانس علمی - تحقیقی تحت عنوان «رؤیای چینی و پیامدهای آن بر افغانستان» در‌ مرکز مطالعات منطقه‌یی اکادمی علوم افغانستان برگزار گردید. این کنفرانس از سوی محقق کوشا اکبری، عضو علمی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

شیوه های معاصر رشوت و احکام فقهی آن

کنفرانس علمی - تحقیقی تحت عنوان (شیوه های معاصر رشوت و احکام فقهی آن) توسط محترم محقق محمد کریم ادیب عضو مرکز فقه و قانون بخش علوم اسلامی اکادمی علوم افغانستان، در تالار کنفرانس علامه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۳۷
Background image

بررسی مقایسوی ساحات باستانی مندیگک باتمدن هرپه و موهنجودارو

معاون سرمحقق فرهاد احمدی عضو علمی مرکز تحقیقات باستانشناسی معاونیت علوم بشری اکادمی علوم افغانستان به هدف ارتقاع به رتبه علمی سر محقق در حضور محققین و استادان از پروژه علمی- تحقیقی خویش. . .

BACK TO NEWS