د افغانستان علومو اکاډمي ته د ننګرهار پوهنتون د محصلینو راتګ (علمي سیر)

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۳
د افغانستان علومو اکاډمي ته د ننګرهار پوهنتون د محصلینو راتګ (علمي سیر)

نن یوه‌نۍ (یکشنبه) د ۱۴۰۵ ل کال د لړم (عقرب) میاشتې پر ۱۰مه، (۲۰ / ۵ / ۱۴۴۸ هـ) نېټه د ننګرهار پوهنتون د بشري علومو پوهنځي د انګلیسي ژبې او ادبیاتو څانګې ۳۵ تنو محصلینو د یاد پوهنتون د استاد پوهندوی مبارز زيرمند په مشرۍ او د دعوت او ارشاد د استازي قاري صاحب زاهد الله په ملتیا، د افغانستان د علومو اکاډمي له مرکزي کتابتون او اتنوګرافیک څېړنیز موزیم څخه لیدنه وکړه.

د دې علمي سفر په لومړي پړاو کې یې د افغانستان د علومو اکاډمي له بډایه او تخصصي کتابتون څخه لیدنه وکړه، چې هلته ورته د نادرو آثارو، خطي نسخو، ژباړو او علمي -څېړنیزو مجلو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شول او محصلینو ته لارښوونه وشوه چې څنګه کولای شي د خپلو اکاډمیکو څېړنو، پروژو، کنفرانسونو او مونوګرافونو برخه کې له دغو مأخذونو څخه ګټه پورته کړي.

په دویم پړاو کې، استادانو او محصلینو د اتنوګرافیک څېړنیز موزیم بېلابېلې برخې وکتلې، چې د افغانستان د اصیل کلتور، کلتوري تنوع، تاریخي آثارو او د ادبیاتو سره د مادي کلتور پر تړاو ورته معلومات ورکړ شول.

دا لیدنه د انګلیسي څانګې د محصلینو د فکري او څېړنیزې کچې د لوړولو لپاره خورا ګټوره وه او په پای کې د ننګرهار پوهنتون پلاوي د علومو اکاډمۍ د مسوولینو له تود هرکلي څخه ځانګړې مننه وکړه او د دواړو علمي بنسټونو ترمنځ یې پر دوامداره کلتوري او علمي همکاریو ټینګار وکړ.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۲۳
Background image

شمارۀ 167 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به زیور چاپ آراسته شد

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله¬های علمی_تحقیقی در بخش¬های تاریخ ادبیات، زبان¬شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه¬های ادبیات¬شناسی به نشر می¬رسد.. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۰:۶
Background image

شمارۀ ۷۸مجلۀ علمی – تحقیقی طبیعت به چاپ رسید

مجله طبیعت، تنها مجله علمی ـ تحقیقی معاونیت علوم طبیعی ـ تخنیکی اکادمی علوم افغانستان است، از سال ۱۳۶۸ هـ.ش. تاکنون به‌گونه منظم و ربع‌وار نشر شده و در طول بیش از سه دهه، زمینه برای نشر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۲۵
Background image

بررسی، تحلیل و ارزیابی خشکسالی حوزه های آبی آمو، شمال و هریرود – مرغاب

محترم معاون سرمحقق رفیع الله نصرتی آمر انستیتوت هایدرومیتیورلوژی مرکز علوم زمین به تاریخ 2 / 6 / 1405 هـ.ش. از رسالۀ پروژۀ علمی - تحقیقی خویش تحت عنوان« بررسی، تحلیل و ارزیابی خشکسالی. . .

BACK TO NEWS