د میګالوبلاستیک کمخونۍ د عمده لاملونو، تشخیصیه او درملیزو میتودونو بررسي «علمي- تحقیقي کنفرانس»

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۵ - ۹:۳۵
د میګالوبلاستیک کمخونۍ د عمده لاملونو، تشخیصیه او درملیزو میتودونو بررسي

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبي علومو مرکز علمي غړي څېړنوال داکتر عبدالرحیم وردک «د میګالوبلاستیک کمخونۍ د عمده لاملونو، تشخیصیه او درملیزو میتودونو بررسي» په نوم علمي- څېړنیزه کنفرانس د ۱۳۹۹هـ. ش کال د لیندۍ میاشتې په ۲۴ مه نېټه د دوشنبې پر ورځ وړاندې کړ.

ښاغلي وردګ د یادې موضوع په اړه وویل:

د کمخونیو له ډلې څخه میګالوبلاستیک کمخوني یوه معموله کم خوني ده چې هر کال په نړیواله کچه په تېره بیا په وروسته پاتې هېوادونو کې د لوړې کچې معلولیتونو، معیوبیتونو او مړینې لامل کېږي چې ماشومان او د باردارۍ د دوران میندې یې ډېری قربانیان ګڼل کېږي. د دې لپاره چې د نومورې کمخوني عمده لاملونه، نوي تشخیصيه او درملیز میتودونه او د مخنیوي ښې لارې چارې په ګوته شي، اړینه ده چې نوموړې موضوع وڅېړل شي.

د نوموړې په وینا، میګالوبلاستیک کمخوني د هیماتوپوییتیک حجرو د DNA د سنتیز د خرابوالي له تشوش څخه عبارت ده چې نه یواځې دا حجرې بلکې ټولې تکثرې حجرې اغېزمنوي. یا په بل عبارت، میګالو بلاستیک کمخوني د تشوشاتو یو ګروپ دی چې د هډوکو په مغز کې د سرو انکشافي حجرو د ځانګړې مورفولوژي په واسطه پېژندل کیږي، د میګالوبلاستیک کمخونۍ د رامنځته کېدو تر ټولو عمده او معمول لاملونه د بي ۱۲ ویتامین او فولیک اسید له کموالي یا ناکافي والي څخه عبارت دي، سره د دې چې هر هغه لامل چې د DNA سنتیز مختل کړي، د نوموړې کمخونۍ د لامل په توګه پېژندل کیږي.

نوموړي د کلینيکي بڼې په هکله وویل، د نوموړې کمخوني عمومي کلینیکي لوحه د کمخونۍ له کلینیکي لوحې سره ورته ده او کېدلی شي د کمخونۍ د عمومي نښونښانو ترڅنګ په ناروغانو کې د بې اشتهایی، وزن کموالي، اسهال یا قبضیت، زېړي، د پوستکي هايپر فیکمنټیشن، Cheilosis، Glossitis او په وخیمو حالاتو کې د رواني – عصبي نښونښانو لکه ډیپریشن، لیترجي، تخریش، اختلاج، نیوروپتي، پاراستیزیا، د حافظې ضیاع او داسې نورو سبب وګرځي. همدارنګه د ترومبوسایتوپني له کبله د وینې بهېدنې او د لوکوپني له کبله کېدلی شي د انتاناتو په تېره بیا د تنفسي او بولي انتاناتو د رامنځته کېدو لپاره زمینه برابره کړي. په حمل لرونکو ښځو کې کېدلی شي د زایمان او له وخت څخه مخکۍ زېږون او د نیورل تیوب تشوشاتو د رامنځته کېدو سبب وګرځي. دا انیمیا کېدلی شي په دواړو جنسونو کې د شنډتوب یا عقامت لامل شي.

هغه زیاته کړه، د نوموړې کمخونۍ تفریقي تشخیص باید له حادې لوکیمیا، میلودیسپلاستیک سندروم، هایپوتایروییدیزم کمخوني، د جګر د ناروغیو له کبله رامنځته شوې کمخونۍ او یو شمېر نورو حالاتو سره وشي.

په پای کې نوموړي د درملنې په هکله وویل: د عمومي درملنې ترڅنګ د هر یوه ویټامین د کمبود په صورت کې د اړوند ویټامین د کمبود درملنه ترسره شي او د امکان په صورت کې د دغو دواړو یادو ویټامینونو د کمښت یا ناکافي والي لامل له منځه یووړل شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴
Background image

مجلهٔ افغانستان به چاپ رسید

مجلهٔ افغانستان که تحت اثر مرکز علوم اجتماعی، معاونیت علوم بشری در اکادمی علوم افغانستان فعالیت می‌کند، یک نشریهٔ علمی و فصلی است که مقالات علمی – تحقیقی را به زبان انگلیسی در عرصه‌های. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۰:۱
Background image

شمارۀ 164 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان اقبال چاپ یافت

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله­ های علمی_تحقیقی در بخش­های تاریخ ادبیات، زبان­شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه­ های ادبیات­شناسی به نشر می­رسد. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۵:۲
Background image

«تحلیل مقایسوی اصول عقیدتی ماتریدیه، اشعریه و اهل حدیث»

به تاریخ (3 شعبان 1447هـ ق) مطابق (2 دلو 1404هـ ش) معاون سرمحقق اصحاب الدین رحمانی عضو علمي انستیتوت عقیده و تصوف،  مرکز عقیده و ثقافت، معاونیت بخش علوم اسلامی، اکادمی علوم افغانستان از. . .

BACK TO NEWS