علمي پروژېنور دلته

شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۱ - ۱۰:۷
Background image

د منځنۍ اسیا پر وړاندې د چین او فدراتیفې روسیې د بهرنیو سیاستونو مقایسوي څېړنه او پر منطقه یې اغېزې (۱۹۹۱ – ۲۰۲۰ م)

د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ: لیکوال: څېړندوی عمران زکریا هدف: د دې علمي – څېړنیزې پروژې هدف د منځنۍ اسیا پر وړاندې د چین او روسیې د بهرنیو سیاستونو پرتلیزه څېړنه ده او دا چې په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې به یې پر سیمه او افغانستان اغېزې څه وي، روښانه کول دي.

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۷ - ۱۱:۳
Background image

د سیګموئید د تاویدلو اپیدمیولوژي، کلینیکيتظاهرات او درملنه

د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ: - د اجراء وخت: د 23/2/1393 نېټې څخه تر 23/2/1399 نېټې پوری وه، مګر د ځینو لاملونونو له کبله شاته ولویده او تمدید واخیستله شوه. - د څیړونکي نوم: ( دوکتور محمد حسن ساعی)، رشته ( عمومي جراحي)، علمي رتبه (څیړنوال). - د علمي- څیړنیزی موضوع د اکمال څرنګوالې: په ځانګړي ډول تر سره کیږي. د سیګموئید تاویدل د ژوند یوه تهدید کوونکی بیړنۍ پیښه ده چی د مقدمې جراحي مداخلې غوښتنه کوي او په هغې کې د سیګموئید کولون د خپل او خپل میزو په شا او خوا تاویږي او د یوی تړلي لوپ بندښت (closed-loop obstruction) لامل کیږي چی که چیرته د هغی درملنه ونشي، زیاتره د ژوند د تهدید کوونکو اختلاطاتو، لکه د کولمو اسکیمي، ګانګرین او تثقب او همدارنګه د سپسس او مړینې لامل کیږي.

شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۴ - ۱۴:۲۷
Background image

د علمي - څېړنیزې پروژې سرلیک: د آمو، شمال او هریرود - مرغاب د اوبیزو حوزو د وچکالیو څېړنه، شننه او ارزونه

د علمي _ څېړنیزې پروژې لړۍ: لیکوال: څېړنوال رفیع الله نصرتي د اجراء موده: ۳ / ۶ / ۱۳۹۹ تر ۳ / ۶ / ۱۴۰۵ دغه علمي - څېړنیزه پروژه چې به په ټاکلې موده کې د ځمکنیو د علومو د مرکز د هایدرومیتیورولوژي د انستیتیوت آمر څېړنوال رفیع الله نصرتي په واسطه ترسره شي، شپږ څپرکي لري. څرنګه چې ټولو ته معلومه ده او تاریخ هم دا ثابتوي، افغانستان په تېرو کلونو کې ډېرې وچکالۍ تجربه کړي او ترې سخت زیانمن شوی هم دی. اوس (۲۰۲۱ ز.) کال کې هم له سختې او بې سارې وچکالۍ سره مخ دی. په همدې موخه پر دې موضوع باندې دا څېړنه ترسره کېږي.

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۰ - ۹:۱۳
Background image

د کاردیوجنیک شاک د پېښو، لاملونو، تشخیص او درملنې څېړنه

د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ: څېړونکی: څېړنوال ډاکتر ضیاءالرحمن حقمل لارښود استاد: پوهاند ډاکتر حیات الله حیات د تر سره کېدلو ځای: د افغانستان د علومو اکاډمي او د هېواد معتبر ورغتونونه د ترسره کېدلو نېټه: له ۳۰/ ۲ / ۱۳۹۷ ه ش څخه تر ۳۰ / ۲ / ۱۴۰۳ ه ش پورې

یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۱ - ۱۴:۳۲
Background image

په افغانستان کې د ملکیت حقوق

"د علمي _ څېړنیزې پروژې دفاع" کابل – ۱۴۰۱/۰۳/۰۱ د افغانستان علومو اکاډمۍ د حقوقو او سیاسي علومو انسټیټوټ د خصوصي حقوقو د ډیپارټمنټ آمر، ښاغلي څېړنیار عبدالقهار عزیزي، څېړندوی علمي رتبې ته د ترفیع له‌پاره له خپلې لیکل شوې علمي-څېړنیزې رسالې «په افغانستان کې د ملکیت حقوق» څخه په بریالیتوب سره دفاع وکړه. دا رساله چې د څېړنیار عبدالقهار عزیزي له لوري د څلورو کلونو په ترڅ کې لیکل شوې ده، په کې د ملکیت مختلف ابعاد څېړل شوي دي او د افغانستان قوانینو سربېره په کې د مصر، فرانسې او د ایران له مدني قوانینو؛ مجلةالاحکام؛ فقهي کتابونو او دغه راز بېلابېلو حقوقي کتابونو څخه استفاده شوې ده. د نوموړې رسالې موخه دا ده چې په افغانستان کې د ملکیت اړوند نورمونه وڅېړل شي، نواقص یې روښانه او د شخړو په هواري کې یې رول روښانه شي. د نوموړې رساله ځینې پایلې په لاندې ډول دي:

شنبه ۱۴۰۱/۲/۳۱ - ۱۳:۲۳
Background image

د هند او امریکا ستراتیژیکه ملګرتیا؛ د افغانستان په اړه یې د بهرنیو پالیسیو او اغېزو څېړنه (۲۰۱۶ـ۲۰۲۲ز کال)

د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ: ترسره کونکی: څېړنوال ضیاالحق ضیا د ترسره کېدو نېټه: ۲۵/۱۰/۱۳۹۹ څخه تر ۲۵/۱۰/۱۴۰۵ د څېړنې موخه او مبرمیت: د دې علمي ـ څېړنیزه پروژې موخه د هند او امریکا د ستراتيژیکې ملګرتیا څېړل، په بین المللي اړیکو کې د ستراتیژيکې ملګرتیا پېژندنه او د افغانستان په اړه د هند او امریکا د بهرنیو پالیسیو او ستراتیژیکې ملګرتیا له اغېزو بحث او شننه ترسره کول دي. په بین المللي ډګر کې د امریکا دریځونه، غبرګونونه او ستراتیژیکې ملګرتیاوې پر نورو هېوادونو پراخې اغېزې لري، نو په همدې لړ کې له هند سره د امریکا د ستراتیژيکې ملګرتیا او د افغانستان په اړه یې د بهرنیو پالیسیو او اغېزو څېړل له مبرمیت لرونکو علمي ـ څېړنیزو موضوعاتو څخه بلل کېږي.

پنجشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د مرکزي آسیا په وړاندې د روسیې او امریکا د بهرني سیاست مقایسوي څېړنه او پر افغانستان یې اغیزې (۲۰۱۹-۱۹۹۱ زکال)

د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ: د اجرا موده : له ۰۵/ ۰۶ / ۱۳۹۸ نېټې څخه تر ۰۵/ ۰۶ / ۱۴۰۳ نېټې پورې اجرا کوونکی: رحمت الله همت مظلوم یار د علمي- څېړنیزې پروژې هدف او مبرمیت دا چې مرکزي آسیا د روسیې د نفوذ ساحه ده او امریکا له روسیې سره سیالي لري، نو د مرکزي آسیا پر وړاندې د روسیې او امریکا د بهرنیو سیاستونو له مقایسې سره کولای شو پر افغانستان یې د منفي اغېزو له مخنیوي او مثبتو اغېزو څخه استفادې لپاره مناسبې طرحې وړاندې کړو.

چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۸ - ۱۵:۳۶
Background image

په پښتو ژبه کې نیولوګېزم د ژبپوهنې له نظره

"د علمي _ څېړنیزې پروژې دفاع" کابل _ 1401/2/28 ل د ژبو او ادبیاتو مرکز د لرغونو ژبو د انستیتوت علمي غړي څېړندوی رحیم الله حریفال د څېړنوالۍ علمي رتبې ته د لوړاوي لپاره له لیکل شوې علمي _ څېړنیزې رسالې: (په پښتو ژبه کې نیولوګېزم د ژبپوهنې له نظره) څخه دفاع وکړه, وروسته څېړونکو او استادانو خپل نظریات او پوښتنې مطرح کړې.

یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۱۸ - ۱۰:۳۸
Background image

له امریکا سره د پاکستان اړیکې؛ د سیمې او افغانستان پر سیاسي او اقتصادي حالت یې اغېزې (۱۹۴۷-۱۹۹‍۱زکال).

د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ: له امریکا سره د پاکستان اړیکې؛ د سیمې او افغانستان پر سیاسي او اقتصادي حالت یې اغېزې (۱۹۴۷-۱۹۹‍۱زکال). اجرا کوونکی: څېړندوی جلال الدین نجیم د اجرا موده: له ۲۹/ ۸/ ۱۳۹۸ نېټې څخه تر ۲۸/ ۸/ ۱۴۰۳نېټې پورې. ۳ـ د څېړنې هدف: د امریکا او پاکستان د اړیکو د څرنګوالي په اړه څېړنه کول او پر افغانستان یې د اغېزو روښانه کول د دې پروژې د لیکلو هدف دی. ۴ـ د څېړنې مبرمیت: داچې د سړې جګړې پر مهال د افغانستان او پاکستان اړیکې ښې نه وې، له بلې خوا امریکا د سړې جګړې پرمهال له پاکستان سره غوره اړیکې لرلې او د همدې جګړې په وروستیو کلونوکې یې له یاد هېواد سره د افغانستان د بدلونونو په اړه ګډ دریځونه پرمخ بېول، نو د دې دواړو هېوادونو د اړیکو څېړل او پر افغانستان یې د اغېزو روښانه کول د مبرمیت وړ موضوع ده.

Pagination