علمي پروژېنور دلته
«د نورستان په فولکلوریکو او شفاهي ادبیاتو کې د ښځې دریځ» پروژې دفاعيه غونډه
کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز علمي غړې څېړنوالې عاطفې نورستانۍ «د نورستان په فولکلوریکو او شفاهي ادبیاتو کې د ښځې دریځ» په نوم علمي- څېړنیزه پروژه د ۱۳۹۹هـ. ش کال د لړم میاشتې په۳مه نېټه د شنبې پر ورځ دفاع کړه. د دې پروژې لارښود استاد څېړنپوه نصرالله ناصر او تقریظ ورکوونکي يې څېړنپوه دکتور سید محی الدین هاشمي، څېړنپوه علي محمد منګل، پوهاند پښتون آقا شېرزاد او څېړنپوه محمد نبي صلاحي وو.