علمي پروژېنور دلته
د هند او امریکا ستراتیژیکه ملګرتیا؛ د افغانستان په اړه یې د بهرنیو پالیسیو او اغېزو څېړنه (۲۰۱۶ـ۲۰۲۲ز کال)
د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ: ترسره کونکی: څېړنوال ضیاالحق ضیا د ترسره کېدو نېټه: ۲۵/۱۰/۱۳۹۹ څخه تر ۲۵/۱۰/۱۴۰۵ د څېړنې موخه او مبرمیت: د دې علمي ـ څېړنیزه پروژې موخه د هند او امریکا د ستراتيژیکې ملګرتیا څېړل، په بین المللي اړیکو کې د ستراتیژيکې ملګرتیا پېژندنه او د افغانستان په اړه د هند او امریکا د بهرنیو پالیسیو او ستراتیژیکې ملګرتیا له اغېزو بحث او شننه ترسره کول دي. په بین المللي ډګر کې د امریکا دریځونه، غبرګونونه او ستراتیژیکې ملګرتیاوې پر نورو هېوادونو پراخې اغېزې لري، نو په همدې لړ کې له هند سره د امریکا د ستراتیژيکې ملګرتیا او د افغانستان په اړه یې د بهرنیو پالیسیو او اغېزو څېړل له مبرمیت لرونکو علمي ـ څېړنیزو موضوعاتو څخه بلل کېږي.
د مرکزي آسیا په وړاندې د روسیې او امریکا د بهرني سیاست مقایسوي څېړنه او پر افغانستان یې اغیزې (۲۰۱۹-۱۹۹۱ زکال)
د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ: د اجرا موده : له ۰۵/ ۰۶ / ۱۳۹۸ نېټې څخه تر ۰۵/ ۰۶ / ۱۴۰۳ نېټې پورې اجرا کوونکی: رحمت الله همت مظلوم یار د علمي- څېړنیزې پروژې هدف او مبرمیت دا چې مرکزي آسیا د روسیې د نفوذ ساحه ده او امریکا له روسیې سره سیالي لري، نو د مرکزي آسیا پر وړاندې د روسیې او امریکا د بهرنیو سیاستونو له مقایسې سره کولای شو پر افغانستان یې د منفي اغېزو له مخنیوي او مثبتو اغېزو څخه استفادې لپاره مناسبې طرحې وړاندې کړو.
په پښتو ژبه کې نیولوګېزم د ژبپوهنې له نظره
"د علمي _ څېړنیزې پروژې دفاع" کابل _ 1401/2/28 ل د ژبو او ادبیاتو مرکز د لرغونو ژبو د انستیتوت علمي غړي څېړندوی رحیم الله حریفال د څېړنوالۍ علمي رتبې ته د لوړاوي لپاره له لیکل شوې علمي _ څېړنیزې رسالې: (په پښتو ژبه کې نیولوګېزم د ژبپوهنې له نظره) څخه دفاع وکړه, وروسته څېړونکو او استادانو خپل نظریات او پوښتنې مطرح کړې.
له امریکا سره د پاکستان اړیکې؛ د سیمې او افغانستان پر سیاسي او اقتصادي حالت یې اغېزې (۱۹۴۷-۱۹۹۱زکال).
د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ: له امریکا سره د پاکستان اړیکې؛ د سیمې او افغانستان پر سیاسي او اقتصادي حالت یې اغېزې (۱۹۴۷-۱۹۹۱زکال). اجرا کوونکی: څېړندوی جلال الدین نجیم د اجرا موده: له ۲۹/ ۸/ ۱۳۹۸ نېټې څخه تر ۲۸/ ۸/ ۱۴۰۳نېټې پورې. ۳ـ د څېړنې هدف: د امریکا او پاکستان د اړیکو د څرنګوالي په اړه څېړنه کول او پر افغانستان یې د اغېزو روښانه کول د دې پروژې د لیکلو هدف دی. ۴ـ د څېړنې مبرمیت: داچې د سړې جګړې پر مهال د افغانستان او پاکستان اړیکې ښې نه وې، له بلې خوا امریکا د سړې جګړې پرمهال له پاکستان سره غوره اړیکې لرلې او د همدې جګړې په وروستیو کلونوکې یې له یاد هېواد سره د افغانستان د بدلونونو په اړه ګډ دریځونه پرمخ بېول، نو د دې دواړو هېوادونو د اړیکو څېړل او پر افغانستان یې د اغېزو روښانه کول د مبرمیت وړ موضوع ده.
د امريکا متحده ايالاتو سره د پاکستان اړيکې: سيمې او افغانستان پر سياسي، اقتصادي او ټولنيزو حالاتو يې اغېزې (۱۹۹۱- ۲۰۱۶ز.)
د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ: اجرا کوونکی: څېړندوی عبدالصبور مبارز د اجرا موده: له ۲۵/۱۰/۱۳۹۸ نېټې څخه تر ۲۵/۱۰/۱۴۰۳ نېټې پورې. د څېړنې موخه: د دې څېړنې موخه، په ټاکلي موده کې د امريکا متحده ايالاتو او پاکستان د سياسي، اقتصادي ا و فرهنګي اړيکو څېړل او پر سيمه او افغانستان يې د اغېزو روښانه کول دي. د څېړنې مبرميت: د امريکا متحده ايالات په سيمه کې له پاکستان سره د يو شمېر نورو هېوادونو په پرتله ښې او نږدې اړيکې لرلې دي. دا چې پاکستان د افغانستان ګاونډی هېواد دی او تل د دغه هېواد له سياستونو او پاليسيو اغېزمن شوی، نو د امريکا متحده ايالاتو سره د پاکستان نږدې اړيکې پر افغانستان اغېزې لري، نو د دې اړيکو څېړل او پر افغانستان يې د اغېزو روښانه کول د دې څېړنې مبرميت په ګوته کوي.
د شوروي اتحاد رامنځته کیدل او ړنګېدل، پر سیمه او افغانستان یې اغېزې ( ۱۹۱۷ – ۱۹۹۱ زکال)
د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ: لیکوونکی: څېړندوی عبدالخالق فردوس دا پروژه په پینځو څپرکو کې لیکل کیږي، چې په ترڅ کې یې له یوې خوا د شوروي اتحاد د رامنځته کېدو بهیر روښانه شي او له بلې خوا به د یاد اتحاد د ړنګېدو لاملونه روښانه شي، سربیره پر دې به پر افغانستان او سیمه د یاد اتحاد د رامنځته کیدو او لمنځه تلو اغېزې روښانه شي او همدارنګه د دې پروژې په بشپړولو سره به یو علمي ـ څېړنیز اثر رامنځته شي، چې د بین المللي اړیکو مینه وال او د افغانستان د سیاست او ډيپلوماسي اړوند مراجع به ترې ګټه پورته کړي. د نورو معلوماتو لپاره لاندې لېنک تعقیب کړئ: asa.gov.af/ps/pd
له کوشاني مسکوکاتو سره د یونانو – باختري دورې د مسکوکاتو څېړنه او پرتلنه
د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ: د ترسره کولو موده: ۲۷/ ۶/ ۱۳۹۸ څخه تر ۲۷/ ۶/ ۱۴۰۴ دغه پروژه د لړلیک، سریزې، شپږو څپرکو چې لومړی څپرکی یې (د موضوع شالید)، دوهم څپرکی (د یونانو باختري دورې د مسکوکاتو څېړنه)، درېیم څپرکی (د کوشاني دورې د مسکوکاتو څېړنه)، څلورم څپرکی (د یونانو باختري په مسکوکاتو کې د ارباب الانواع رول)، پنځم څپرکی (د کوشانیانو په سکو کې د دینونو د ارباب الانواع رول او اهمیت) شپږم څپرکی (له یونانو باختري سره د کوشاني دورې د مسکوکاتو پرتلنه)، پایلې، وړاندیزونو او اخځلیکونو درلودونکې ده.
د ګـوَري ژبې مورفولوژي
د دې علمي- څېړنیزې پروژې هدف او مبرمیت د خپل ارزښت او اهمیت له مخې څرګند دی، ځکه ګوَري ژبه زموږ د هېواد له پخوانیو او تاریخي ژبو څخه ده چې پر افغانستان سربېره په پښتونخوا کې هم په زرګونو ويونکي لري. دا چې د هرې ژبې ګرامر د هغې ژبې ستره بنسټيزه برخه ده او د يوې ژبې په پرمختیا او بډاينه کې ستره ونډه لري، نو د دې پروژې هدف هم همدا دی چې له یوې خوا به د دې ژبې د ګرامر دویمه برخه(مورفولوژي) بشپړه شي او له بلې خوا به د دې ژبې د ويونکو او نورو څېړونکو لپاره د ګټې اخيستنې په موخه ستر خدمت وي. په همدې ډول مبرميت یې هم په دې کې دی چې د دې ژبې د ګرامر په برخه کې تر اوسه ډېر لږ کار شوی چې د دې ژبې لپاره کفايت نه کوي او دا چې مورفولوژي د يوې ژبې لپاره د بنسټ حيثيت لري چې ارزښت ته یې په کتو سره په ګوَري ژبه کې تر همدغه سرلیک لاندې کوم ځانګړی کار نه دی ترسره شوی، نو د همدې ځانګړي سرلیک لاندې د دې علمي- څېړنيزې پروژې ترسره کېدل ډېر اړین، لازمي او مبرم وو چې له نېکه مرغه تر کار لاندې ده.
د افغانستان په شمالي ولايتونو کې د اسلامي دورو د آبداتو د معمارۍ او مهندسۍ د هنرونو د ځانګړنو پلټنه
د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ: بررسی ویژه گی های هنر معماری و مهندسی آبدات عصر اسلامی در ولایات شمال افغانستان اجراء کوونکی: د څېړنوال غلام حيدر کشککي د اجراء موده: شپږ کاله، له 6/9/1397 څخه تر 6/9/1403ﮬ. ل پورې دغه علمي-څېړنيزه پروژه د سريزې، پنځو څپرکو، پايلې، وړانديزونو او مأخذونو لرونکې ده.