په افغانستان کې د جرمونو په زیاتوالي او کموالي کې د رسنيو رول

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۰ - ۱۱:۰

(د علمي - څېړنیزې رسالې دفاع)

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونيت د ټولنيزو علومو مرکز د ژورناليزم انستيتيوت آمر څېړندوی محمد داود ناظم له خپلې علمي څېړنېزې پروژې (په افغانستان کې د جرمونو په زیاتوالي او کموالي کې د رسنيو رول) څخه د ګڼ شمېر محققینو، د پوهنتون استادانو او اهل د مسلک په ګډون په بري سره دفاع وکړه.

دغه پروژه چې په پنځو څپرکو کې رانغاړل شوې، په افغانستان کې د جرمونو په زياتوالي او کموالي کې د رسنيو په رول څېړنه يې بنسټيزه موضوع څرګندوي او د رسنيو له لارې د جرمونو پر وړاندې د مبارزې څرنګوالی او د جرمونو او رسنيو تر منځ اړيکې يې د څېړنې لمنې ور غوړوي چې په مناسبو پايلو او وړانديزونو رسنيو ته په دې برخه کې د مناسبو پروګرامونو د اړتيا او خپرولو تګلاره روښانوي چې په پلي کولو سره به يې ټولنه کې غوره خویونه، فکرونه، چارې او لوړې موخې بنسټيزې او د بدو فکرونو، کړنو او ناسمو تګلارو څخه به را وژغورل شي.