«د اورمړي ژبې لیک، لوست او ګرامر» علمي- څېړنيز اثر چاپ شو

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۴ - ۹:۸
 اورمړي ژبې لیک، لوست او ګرامر

دا اثر څېړنپوه دکتور خليل الله اورمړ ليکلی او د څېړنوال رفيع الله نيازي په سمون او اهتمام په ۳۸۱ مخونو کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست له لوري چاپ شو.

دا اثر درې برخې لري چې په هره برخه کې شامل موضوعات يې په لاندې ډول دي:

لومړۍ برخه- اورمړيان او د هغوی تاريخ

په دې برخه کې اورمړيان او د هغوی تاريخ، د اورمړ د تسميې وجه، د اورمړيانو په اړه د مؤرخينو نظريې او د اورمړي ژبې د فونيمونو ليکنه او د څېړنې د سرچينو ډول څېړل شوي دي.

دويمه برخه- د اورمړي ژبې تشريحي ګرامر

په دې برخه کې په ارياني ژبو کې د اورمړي ژبې دريځ، غږپوهنه، ګرافيم، د فونيم او ګرافيم ترمنځ توپير، املاء او د ارياني ژبو لپاره د عربي او فونيميکي الفبا، په پښتو، اورمړي او دري ژبو کې حرکتونه، ممدوده الف، واو، هـ، ياګانې، دوه برخيز توري، هجا، نيمواک غږونه، صرف، نوم، ستاينوم، نومځري، اعداد، د فعل صرف، اشخاص، مختاړي، د فعل د تصريف سيستم، د فعل وجه، تېرمهال، التزامي او تمنايي وجه، مجهول جهت، لازمي او متعدي فعل، معين فعل، قيد، عبارت، تړوييکي، اوستربل، سربل او ادات څېړل شوي دي.

درېيمه برخه- د اورمړي ژبې تاريخي ګرامر

په دې برخه کې د واولونو د تحول او تکامل تاريخي بهير، د واولونو تاريخي پرتلنه، کانسونينټونه، د کانسونينټونو تاريخي لړۍ، د لرغونې آريايي او اورمړي پرتليز لنډيز، په اورمړي ژبه کې د لرغونو ګروپي کانسونينټونو تکامل، صرف، نوم، د اعدادو تاريخي بهير، په اورمړي ژبه کې د اصلي اعدادو تکامل، نومځري، د فعل صرف، د فعل اشخاص، فعلي مختاړي، د فعل د تصريف سيستم، د فعل وجه، التزامي، امري او تمنايي وجه، مجهول جهت، لازمي او متعدي فعل، معين فعل، قيد، تړ وييکي، اوستربل او سربل څېړل شوي دي.

د دې اثر د محتوياتو لومړني مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او ترلاسه کولی شئ:

https://asa.gov.af/.../%D8%AF%20%D8%A7%D9%88%D8%B1%D9%85...

د کتاب مينه وال کولای شي دا اثر د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو له رياست څخه په مناسب قېمت تر لاسه کړي.

د اړيکې شمېره: 0708164740 / 0789177584 / ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۱۳
Background image

شماره جدید مجله علمی- تحقیقی «تحقیقات کوشانی» (شماره مسلسل 36) چاپ شد

مجله تحقیقات کوشانی مجله علمی – تحقیقی مرکز بین المللی تحقیقات کوشانی مربوط معاونیت بخش علوم بشری اکادمی علوم افغانستان می باشد که در سال 1357ﮪ.ش از سوی این مرکز تأسیس گردیده است. اکنون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۴۲
Background image

مجلهٔ افغانستان به چاپ رسید

مجلهٔ افغانستان که تحت اثر مرکز علوم اجتماعی، معاونیت علوم بشری در اکادمی علوم افغانستان فعالیت می‌کند، یک نشریهٔ علمی و فصلی است که مقالات علمی - تحقیقی را به زبان انگلیسی در عرصه‌های. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۵۸
Background image

بررسی خصوصیات فونیتیکی لهجۀ قیپچاق زبان اوزبیکی افغانستان

روز یکشنبه به تاریخ ۴ اسد ۱۴۰۵ هـ ش عضو علمی مرکز زبان و ادبیات محقق امان‌الله ضیایی در معاونیت علوم بشری کنفرانس علمی – تحقیقی تحت عنوان «بررسی خصوصیات فونیتیکی لهجۀ قیپچاق زبان. . .

BACK TO NEWS