د پښتو ادب په وده او پرمختیا کې د خلیج مېشتو پښتنو ونډه
« علمي - څیړنیزه مقاله »
لیکوال: څېړنیار حمایت الله ښاد
لنډيز
ادبي ټولنې او فرهنګي شخصیتونه د پښتو ادب په وده او پرمختیا کې پراخه او ځلېدونکې ونډه لري. کله چې په خليجي هېوادونو کې د تورو زرو(تېلو) زېرمې راپیدا شوې، نو د شلمې میلادي پېړۍ په اوومه او اتمه لسیزه کې د پښتونخوا له بېلابېلو سیمو ډله ډله پښتانه ورغلل. د پښتنو په دغه لوی کاروان کې پر ډاکترانو، انجنیرانو، سوداګرو، کارګرو سربېره ځینې شاعران، لیکوالان، پښتو پال او فرهنګپال هم شامل وو. تنکیو پښتنو د کړاو د ډکو شپو او ورځو په تېرولو سره د خلیجي هېوادونو په آبادۍ کې پراخه برخه واخیسته. همدغو سختو ورځو شپو ډېر پښتانه د سوداګرۍ او کاروبار په چل پوه کړل او د خپلو فابریکو، دوکانونو، موټرو، جایدادونو او شتمنیو څښتنان یې کړل. د همدغو پښتنو په لړ کې ځینې شاعران، لیکوالان او فرهنګي شخصیتونه د دې ځواک پیدا کوي چې په پرديو هېوادونو کې پښتانه د ادب په ټغر سره راټول کړي او ادبي ټولنې رامنځ ته کړي.
په خلیج کې د ادبي ټولنو په جوړېدو سره له هر پښتون سره د پښتو پالنې روحیه پیدا کېږي او د ادبي ناستو، غونډو، مشاعرو او بانډارونو له لارې پښتو ادب ته کار کوي. هلته پښتو زرغونېږي، وده کوه او بالاخره دومره پراخېږي چې د پښتونخوا د پښتو ادب په ځلېدا کې هم پوره پوره ونډه اخلي.
په دې لیکنه کې به د پښتونخوا په پښتو ادب کې د خلیج مېشتو پښتنو ونډه تر یوه بریده روښانه شي.