د لغمان ولایت مرکز مهترلام اړوند د بېلابېلو کلیو په کرنیزو ځمکو کې د سلفر د کچې څېړل

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۱:۱۸
څېړنوال خلیل الرحمن بارکزي

د افغانستان د علومو اکاډمي، د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت، د کرنې انسټيټوټ علمي غړي څېړنوال خلیل الرحمن بارکزي له خوا د (د لغمان ولایت مرکز مهترلام اړوند د بېلابېلو کلیو په کرنیزو ځمکو کې د سلفر د کچې څېړل) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.

ښاغلي بارکزي وويل چې: سلفر یو له څلورو ضروري عناصرو څخه دی او د نباتاتو لپاره د نایتروجن (N)، فاسفورس (P) او پوتاشیم (K) څخه وروسته څلورم ضروري عنصر ګڼل کېږي همدارنګه د نباتاتو د عادي ودې لپاره د فاسفورس په اندازه اړین عنصر دی. نباتات خپل سلفر اکثراً د سلفیت (SO4-2) په ډول جذبوي. همدارنګه نباتات لږ سلفر د سلفایت (SO2-2) په ډول هم اخلي. دا چې سلفر د نباتاتو د ودې، حاصل او د کیفیت لپاره ډېر اړین عنصر دی د افغانستان علومو اکاډمۍ د کرنې انستیتوت د کنفرانسونو په کلني پلان کې یاده موضوع شامله کړه او د کنفرانس په بڼه یې ماته د څېړلو لپاره راوسپارله تر څو په اړه یې څېړنه تر سره کړم.

د دې څېړنې لپاره د لغمان ولایت د مرکز اړوند ۳۰ کلیو څخه د زیګزاګ په بڼه د خاورو نمونې راټولې شوي او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خاورې پوهنې په لابراتوار کې تجزیه شوي دي. د څېړنې د لاسته راغلو ارقامو څخه څرګندېږي چې د لغمان د مرکز په خاورو کې د ګلکاریو په کلي کې د فاسفورس کچه PPm 4.06 تر ټولو کمه ده او د شمنګل په کلي کې تر ټولو ډېره PPm 19.63 ده.

په څېړنه کې څرګنده شوې چې په یاده سیمه کې له 30 کلیو څخه په 18 کلیو کې چې 60 سلنه کېږي د سلفر کچه له سټنډرډ 8 PPM څخه کمه ده.

په پای کې ښاغلي بارکزي د څېړونکو او استادانو پوښتنو ته ځوابونه وویل او یاد کنفرانس د ارزونې کمیسیون لخوا مثبت وارزول شو.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۴
Background image

بررسی امراض معنوی از دیدگاه عرفان

محترم معاون سرمحقق محمد نذیر محمدی، عضو علمی انستیتوت عقیده و تصوف، پروژهٔ علمی–تحقیقی خویش را تحت عنوان «بررسی امراض معنوی از دیدگاه عرفان» با موفقیت در تالار سیمنارها و کنفرانس‌های. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۴:۳۹
Background image

بررسی وضعیت یخچالها در کشور

محترم معاون سرمحقق عبدالوهاب همدرد آمردیپارتمنت جغرافیۀ طبیعی انستیتوت هایدرومیتیورلوژی مرکز علوم زمین، معاونیت بخش علوم طبیعی - تخنیکی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی – تحقیقی خویش. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بررسی و اهمیت غذایی نبات تف ( Teff) برای تغذیه حیوانات

(امروز یکشنبه مؤرخ 27 ثور 1405 هـ ش ) معاون سرمحقق محمد طاهر رسولی عضو علمی مرکز کیمیا، بیولوژی و زراعت ، معاونیت بخش علوم طبیعی – تخنیکی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی ـ تحقیقی. . .

BACK TO NEWS