د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د شکایتونو اورېدلو وزارت د قانون د تشریح او تطبیق په اړه لویه غونډه ترسره شوه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۶:۳۴

نن د چهارشنبې ورځ د ۱۴۰۳ لمریز کال د لړم/عقرب د میاشتې ۳۰مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د علامه احمد علي کهزاد د سیمینارونو او کنفرانسونو په تالار کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د شکایتونو اورېدلو وزارت د قانون د تشریح او تطبیق په اړه لویه غونډه ترسره شوه، یاده غونډه د محترم قاري صاحب مطیع الله ستاري لخوا د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو پیل شوه. 
د غونډې په پیل کې د علومو اکاډمي د ارشاد او دعوت ریاست رئیس مفتي محمد اکبر مقسط پرانستې وینا وکړه، ورپسې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د پالیسۍ او مسلکي معینیت معین شیخ الحدیث مولوي محمد فقیر محمدي صاحب په اسلام کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په ارزښت او د نوي قانون په اړه خبرې وکړې او د یاد قانون په یو شمېر مادو باندې د ناسمو تعبیرنو پر وړاندې د سم پوهاوي د رامنځته کولو د بحث غوښتنه یې وکړه او زیاته یې کړه چې دین یوازې د یوې ډلې او یو قوم نه دی، بلکې دا د ټولو مسلمانانو دین دی او باید ټول یې به ګډه باندې د ساتنې او تطبیق لپاره کار وکړو. 
ښاغلي شیخ صاحب په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې د هر نظام د تطبیق او ساتنې لپاره خپل قانون او اصول وي چې د هغې پر مټ د نظام ساتنه کېږي، نو د اسلامي نظام د تطبیق او ساتنې لپاره هم باید خپل قوانین او اصول شتون ولري چې د نظام ساتنه پرې وشي او عملي جامه ور واغوستل شي، نو په همدې بنا د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د یو قانون مسوده جوړه کړه او د اميرالمؤمنین حفظه الله حضور ته یې وړاندې کړه چې په یو لړ سلسله مراتبو سره د عدلیې وزارت، د سترې محکمې، د افغاستان د علماء کرامو له شورا، د مرکزي دارالافتاء له خوا له پوره کره کتنې وروسته بیا د امیر المؤمنین په حضور کې ولوستل شوه او د تطبیق وړ وګرځېدله. 
نوموړي ووی چې د دې قانون هره یوه ماده له قرآن، حدیث او فقهي قواعدو څخه اخستل شوې ده، یوه ماده یې هم د شریعت او اسلامي اصولو سره په ټکر کې نه ده. د افغانستان علماء کرام، پوهان او محققین کولی شي چې د دې قانون هره ماده ولولي او مطالعه یې کړې، هره ماده یې چې د شریعت او قانون مخالفه وي خپل نظر پرې وړاندې کړي او د امر بالمعروف وزارت سره یې شریک کړي.
وروسته د افغانستان د علومو اکاډمي د تفسیر او حدیث مرکز رئیس مولوي عرفان الله عرفان د غونډې اختتامیه خبرې وکړې او همداراز د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له راغلي پلاوي څخه یې د راتګ مننه وکړه.
یاده غونډه د علومو اکاډمي د اسلامي بانکدارۍ مرکز د علمي غړي مولوي صاحب نور محمد محبي په دعائیې سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۵۳
Background image

بیعت و مسایل آن از دیدگاه عرفان اسلامی

معاون سر محقق محمد نذیر محمدی آمر دیپارتمنت تصوف مرکز عقیده و ثقافت معاونیت علوم اسلامی اکادمي علوم افغانستان کنفرانس علمی – تحقیقی خویش را تحت عنوان (بیعت و مسایل آن از دیدگاه عرفان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۹
Background image

ژرف‌ساخت و روساخت جمله بر اساس دستور زایا-گشتاری در (داستان‌های کوتاه اکرم عثمان و رهنورد زریاب)

محترم نامزد معاون محقق محمدرضا موسوی عضو علمی انستیتوت زبان و ادبیات دری، مرکز زبان‌ها و ادبیات از پروژه‌ی علمی- تحقیقی خویش تحت عنوان «ژرف‌ساخت و روساخت جمله بر اساس دستور زایا-گشتاری. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۲:۵۲
Background image

بررسی وقوعات خشکسالی در افغانستان (1979 - 2022م.)

محترم معاون سرمحقق رفیع الله نصرتی آمر انستیتوت هایدرومیتیورلوژی مرکز علوم زمین، معاونیت بخش علوم طبیعی - تخنیکی کنفرانس علمی – تحقیقی خویش را تحت عنوان:« بررسی وقوعات خشکسالی در. . .

BACK TO NEWS