" په هېواد او پښتونخوا کې د ګوَري ژبې د لیکني نظام د ګرافیمي توپیرونو څېړنه" علمي- څېړنیز کنفرانس

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۴۳
څېړندوی شریف الله سانېن

د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز د وروڼو قومونو د ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړندوی شریف الله سانېن "په هېواد او پښتونخوا کې د ګوَري ژبې د لیکني نظام د ګرافیمي توپیرونو څېړنه" تر سرلیک لاندې علمي- څېړنیز کنفرانس د علومو اکاډمۍ د څېړونکو په حضور کې وړاندې کړ.

د دې علمي- څېړنیز کنفرانس په پیل کې سریزه، د څېړنې اهمیت او مبرمیت، د څېړنې موخه او د څېړنې میتود وړاندې شول.

په دې علمي- څېړنیز کنفرانس کې د هېواد او پښتونخوا د ګوَري ژبې د لیکني نظام پر ګرافیمي توپیرونو بحث او خبرې وشوې چې د دواړو خواوو د لیکني نظام ګرافیمي توپیرونه او ځانګړنې په کې روښانه او څرګند شول.

د دغه علمي- څېړنیز کنفرانس په بحث کې لومړی د ګوَري ژبې د لیکني نظام په بهیر کې په هېواد او پښتونخوا کې د دې ژبې د جوړو شوو الفباوو پر لنډه کتنه او پېژندنه بحث وشو او د دې ژبې بېلابېلې الفباوې چې په بېلابېلو وختونو کې جوړې شوې وې، له خپلو ځانګړنو، مثبت او منفي اړخونو سره روښانه شوې. ورپسې د څېړنیزې موضوع له موخې سره سم په هېواد او پښتونخوا کې د ګوَري ژبې د لیکني نظام پر ګرافیمي توپیرونو له بېلګو سره په پوره وضاحت سره بحث وشو او د دواړو خواوو د لیکني نظام ګرافیمي توپیرونه په کې روښانه او څرګند شول. د کنفرانس په بحث کې په هېواد او پښتونخوا کې د ګوَري ژبې د لیکني نظام د ګرافیمي توپیرونو د څېړنې د پایلې په توګه نوموړي مهم اړخونه او څرګندونې په دې توګه وړاندې کړل:

د ګوري ژبې د لیکني نظام په موخه په هېواد او پښتونخوا کې په بېلابېلو وختونو کې بېلابېلې الفباوې جوړې شوې دي چې له دغو الفباوو څخه یې دوه په هېواد او درې په پښتونخوا کې جوړې شوې دي. دغه الفباوې چې په بېلابېلو وختونو کې جوړې شوې، د علمي اصولو او معیارونو له مخې د دې ژبې د رسمي الفبا پرته نورې جوړې شوې الفباوې ستونزې او نیمګړتیاوې لري چې د هرې الفبا ستونزې او نیمګړتیاوې بیان او څرګندې شوې دي، خو دا چې د دې ژبې هرې الفبا د خپلې ژبې د لیکنې لړۍ تر دې دمه جاري ساتلې ده، پر همدې اساس د دې ژبې هره یوه الفبا پر خپل وخت د ارزښت او اهمیت وړ ده.

د هېواد او پښتونخوا د ګوَري ژبې له اوسني دودو لیکني نظامونو څخه د هېواد لیکنی نظام د علمي اصولو او د یوه ښه لیکني نظام د معیارونو له مخې ډېر علمي، معیاري او تر ډېره له ستونزو او نیمګړتیاوو څخه خالي دی چې د علمي او معیاري الفبا یا لیکني سیسټم د اصولو او ځانګړنو په نظر کې نیولو سره د امکان تر بریده د هر فونیم لپاره ځانګړی ګرافیم لري چې د هر ګرافیم بڼه یې هم د علمي اصولو او د غږ له ځانګړنو سره برابره ده، خو د پښتونخوا لیکنی نظام بیا د هېواد د لیکني نظام په پرتله له یوې خوا په ځینو معمولو ګرافیمونو کې ستونزې او نیمګړتیاوې لري او له بلې خوا فونیمیکي بڼه هم نه لري.

د افغانستان د علومو اکاډمي له خوا په جوړه شوې الفباء کې د ګوَري ژبې په دود لیکني نظام کې د (ٿ/ӫ)، (ڇ/ĉ)، (ڄ/ɉ)، (ڙ/ẑ)، (ݜ/ṡ)، (ݩ/ŋ)، (ۉ/o)، (ۆ/u)، (ېٚ/ê)، (ێ/ay) او (ۍ/əy) ګرافیمونه (توري) په هر لحاظ د خپل غږ لپاره سم او مناسب دي، خو د پښتونخوا په دود لیکني نظام کې د همدغو غږونو له ګرافیمونو څخه یې د (o)، (u)، (ê)، (ay) او (əy) غږونه ځانګړې ګرافیمونه نه لري او ځينو ته یې د (ڄ)، (ݮ)، (ݫ)، (ݭ)، (ݪ) او (ں) په بڼو ګرافیمونه وضع کړي چې د غږ د ځانګړنو او علمي اصولو پر اساس سم او مناسب ګرافیمونه نه دي او خپلې ستونزې او نیمګړتیاوي لري.

د پښتونخوا په دود لیکني نظام کې پر ځانګړو تورو سربېره د (تهـ، پهـ، ٹهـ، چهـ، ڄهـ، څهـ او کهـ) په بڼو مرکب توري هم موجود دي او په الفبا کې یې د نورو تورو ترڅنګ راغلي دي چې په حقیقت کې د هر مرکب توري بڼه د دوو ځانګړو غږونو د ګرافیمونو یا تورو ښکارندوی ده چې هر ګرافیم یې د خپل غږ انځور وړاندي کوي چې د پښتونخوا په لیکني نظام کې پر نورو ګرافیمي توپیرونو او ستونزو سربېره د مرکبو تورو ستونزه او نیمګړتیا هم موجوده ده، خو د علومو اکاډمي له خوا د حوړې شوې الفبا په لیکني نظام کې مرکب توري نشته.

په پای کې یې له معمول سره سم د څېړنې پایله، وړاندیزونه او مأخذونه وړاندې شول او د څېړونکو، پوهانو او استادانو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونه ورکړای شول.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳۴
Background image

نقش ریاضیات فازی در تصمیم‌گیری‌های اقتصادی

(کنفرانس علمی – تحقیقی) (کنفرانس علمی – تحقیقی) محترم محقق خورشید انور "نیازی" عضو علمی انستیتوت ریاضی و فزیک مرکز علوم ریاضی، فزیک و تخنیک مربوط معاونیت بخش علوم طبیعی – تخنیکی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴
Background image

مجلهٔ افغانستان به چاپ رسید

مجلهٔ افغانستان که تحت اثر مرکز علوم اجتماعی، معاونیت علوم بشری در اکادمی علوم افغانستان فعالیت می‌کند، یک نشریهٔ علمی و فصلی است که مقالات علمی – تحقیقی را به زبان انگلیسی در عرصه‌های. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۰:۱
Background image

شمارۀ 164 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان اقبال چاپ یافت

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله­ های علمی_تحقیقی در بخش­های تاریخ ادبیات، زبان­شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه­ های ادبیات­شناسی به نشر می­رسد. . .

BACK TO NEWS