د هېواد په شرایطو کې د تولیدي او توریدي ساختماني عایقونو د ډولونو ارزونه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۰:۵۶
نوماند څیړنیار انجنیر حشمت الله سهیل

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي- تخنیکي علومو معاونیت د ریاضي، فزیک او تخنیک علومو مرکز د ساختماني انسټیټیوټ علمي غړي نوماند څیړنیار انجنیر حشمت الله سهیل "د هېواد په شرایطو کې د تولیدي او توریدي ساختماني عایقونو د ډولونو ارزونه" تر سرلیک لاندې له خپلې علمي ـ څېړنیز پروژې څخه دفاع وکړه.

وړاندي کوونکئ:

ښاغلي سهیل وویل: په ساختماني چارو کې، عایقونه (Insulations) هغه مواد دي چې د حرارت، غږ، او رطوبت د تېرېدو مخه نیسي. د ودانیزو عایقونو مفهوم، که څه هم په عصري بڼه کې یې تخنیکي پرمختګونه نوي دي، خو د تاریخ په اوږدو کې د انسانانو د پناځایونو او ودانیو د تودوخې د مدیریت یوه بنسټیزه اړتیا وه. د لرغونپوهنې شواهد ښیي چې د افغانستان په اوسني جغرافیایي حوزو کې د زرګونو کلونو پخوانیو استوګنځایونو جوړښتونه د طبیعي موادو په مرسته د اقلیمي شرایطو سره د تطابق وړ ډیزاین شوي وو. دودیز عایقونه لکه خټه او بوس، که څه هم ارزانه او د لاسرسي وړ دي، خو د ټیټ حرارتي مقاومت له امله د عصري ودانیو لپاره مناسب نه دي.

افغانستان د منځنۍ آسیا په زړه کې پروت یو وچ او غرنیز هېواد دی چې د څلورو جلا موسمونو لرونکی دی. اقلیم یې قاره ای (continental) دی، پدې معنا چې د ژمی او اوړی د تودوخې ترمنځ یې توپیر خورا ډېر دی. دغه پراخ اقلیمي توپیرونه په څرګنده توګه ښیي چې په افغانستان کې د ودانیو لپاره اغیزمن عایق یو ښکلایي موضوع نه، بلکې یوه اساسي اړتیا ده.

په وروستیو لسیزو کې د نفوس زیاتوالي او ښاري کېدو له امله په افغانستان کې عصري ودانیز سکتور پراخ شوی، خو ډېری ودانۍ د کانکریټ او خښتو له امله د مناسب عایق پرته جوړېږي. دا مواد ژر تودوخه له لاسه ورکوي او ګرمي دننه پریږدي، چې د تودولو او سړولو لپاره ډېر انرژي غواړي.

د مناسب عایقونو کارول کولی شي د ساختمانونو دننه او بهر د تودوخې تبادله په مؤثره توګه کنټرول او د انرژۍ لګښت کم کړي. د عایقونو کارول د ودانیو د عمر د زیاتوالي سبب کېږي چې د رطوبت، تودوخې او غږ د انتقال مخنیوی کوي. د لوړ کیفیت لرونکو عایقونو په کارولو سره نه یوازې د انرژۍ مصرف کمېږي، بلکې د طبیعي سرچینو د ضایع کېدو او د ګازونو د خپرېدو مخه به هم ونیول شي. چې په پایله کې د چاپیریال ساتنې او اقلیم له بدلون سره مبارزې لپاره یو مؤثر ګام وې.

پدي څیړنه کې د ساختماني عایقونو مختلفو ډولونو لکه: حرارتي، صوتي، او د اوبو ضد عایقونه څېړل شوي، ترڅو په پایله کې معلوم شي چې کوم ډول عایقونه د هېواد د اقلیمي شرایطو لپاره غوره دي.

ښاغلي څېړونکې د دفاع په وروستۍ برخه کې د استاذانو او څېړونکو پوښتنو ته ځوابونه وویل او په پای کې د کمیسیون د غړیو لخوا یاده دفاع مثبته وارزول شوه.

Documents

د پروژې سلایډونه

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۰:۵۵
Background image

شمارۀ 163 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به زیور چاپ آراسته شد

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله¬های علمی_تحقیقی در بخش¬های تاریخ ادبیات، زبان¬شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه¬های ادبیات¬شناسی به نشر می¬رسد.. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۱:۳۰
Background image

هستی‌شناسی، معرفت‌شناسی و روش‌های صلح مثبت و منفی

کنفرانس علمی–تحقیقی تحت عنوان «هستی‌شناسی، معرفت‌شناسی و روش‌های صلح مثبت و صلح منفی» در دفتر معاونیت علوم بشری اکادمی علوم برگزار گردید. این نشست علمی، به همت انستیتوت حقوق و علوم. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۵:۳
Background image

معرفی موزیم تحقیقاتی اتنوگرافی

موزیم تحقیقاتی اتنوگرافی اکادمی علوم افغانستان درقصر بنام "شاه بوبوجان" در شهر نو کابل موقعیت دارد. این قصر تاریخی که گویا زنده از تاریخ معاصر دوره زمامداری امیرعبدالرحمن خان میباشد،. . .

BACK TO NEWS