د پانګونې په جذب کې د افغانستان اسلامي امارت پالیسي

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۹:۱۴
مولوی صاحب عبدالسلام حنفی

نن د څلورنۍ(چهارشنبې) ورځ د ۱۴۴۷هـ ق کال د جمادی الأولی په ۳مه نېټه چې د ۱۴۰۴ ل کال د لړم/عقرب میاشتې له ۲۸مې نېټې سره سمون خوري د علامه احمد علي کهزاد د غونډو په تالار کې د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د سیمه‌ییزو مطالعاتو مرکز په نوښت (د پانګونې په جذب کې د افغانستان اسلامي امارت پالیسي) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنيز سیمینار د اسلامي امارت مسؤلینو، د علومو اکاډمۍ څېړونکو، علماء کرامو او د پوهنتون د استاذانو په حضور کې ترسره شو.
سیمینار د ښاغلي قاري مدثر محراب‌زده لخوا د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې د علومو اکاډمۍ د طبیعي – تخنیکي علومو معاون شیخ مولوي امیرجان ثاقب درنو میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سیمینار ګډونوالو ته عالمانه او پرانېستې وینا وکړه، ښاغلي ثاقب وویل: اقتصادي پرمختګ د یو هېواد هغه اړینه او مهمه موضوع ده چې د ولس پرمختیا ورپورې تړلې ده، افغانستان که څه هم له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دی خو د ارزښتناکې جغرافیې، طبیعي زیرمو او بشري ځواک له مخې له معاصرې نړۍ سره د پانګونې، د تولید د توان، د بازار اعتماد، د حکومتونو د شفافیت او د اقتصادي چاپیریال د خونديتوب په اساس د سیالۍ ظرفیت لرونکی هېواد دی. کوم هېوادونه چې د اقتصادي پانګونې په برخه کې د باور وړ فضا رامنځته کوي، نن د پرمختګ ودې او اقتصادي ثبات په قطار کې ولاړ دي، چې لله الحمد اسلامي امارت په دې برخه کې ډېر کارونه ترسره کړي او کوي یې..
ورپسې د ریاست الوزراء د دفتر عمومي ریاست مرستیال محترم قاري عبد الستار سعید د رئیس الوزراء پیغام د سیمینار ګډونوالو ته واورو.
وروسته د ریاست الوزارء اداري مرستیال مولوي عبد السلام حنفي وینا وکړه او زیاته یې کړه چې الله تعالی مسلمانان د هر ډول چمتو والي لپاره هڅولي او دا توصیه یې کړې ده چې تاسې له سستۍ څخه کار مه اخلئ، په دې معنی چې د ټکنالوژۍ، اقتصاد، فرهنګ او د هر ډول علم او پیاوړتیا په برخه کې خپل ځان بسیا کړئ. مونږ باید په هره برخه کې چمتوالی ولرو ترڅو د اسلامي نظام، خپل ځان او عزت څخه دفاع وکړو. اسلامي امارت تل د پانګونې د جذب په برخه کې د پانګوالو کلک ملاتړ کړی دی او په دې برخه کې یې د بهرنیو او کورنیو پانګوالو لپاره روښانه پالیسي جوړه کړې ده. د کورنیو تولیداتو اهمیت د اقتصادي ودې، کارموندنې، ځان‌بساینې او د کورنیو استعدادونو د غوړېدا لپاره ډېر لوړ او بنسټیز دی.
ورپسې د اقتصاد وزیر محترم الحاج قاري دین محمد حنیف وینا وکړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان په وروستیو کلونو کې د امنیت د ټینګېدو، مالي شفافیت، اداري اصلاحاتو او د پروژو د اغېزمن مدیریت له امله د اقتصادي ودې او بهرني پانګونې د جذب نوي پړاو ته داخل شوی دی. د بهرنیو شرکتونو د پانګونې کچه له پنځو میلیاردو ډالرو پورته شوې او دا پانګونې په کرنه، کانونو، انرژۍ، اوبو مدیریت، ترانزېټ، ګمرکونو، هوايي خدمتونو او صنعتي پارکونو کې عملي کېږي، چې دا د پانګه‌والو د زیاتېدونکي باور څرګندونه کوي.
په سمینار کې له اتلسو مقالو څخه چې د لوستلو لپاره په نظر کې نیول شوې وې، ۶ علمي – تحقیقي مقالې د پوهانو له لوري ولوستل شوې. په مقالو کې د اسلامي امارت د پانګونې د پالیسیو بېلابېل اړخونه تشریح او وڅېړل شول. د بهرنیو پانګونو ګټې او ستونزې و ارزول شوې، چې بهرنۍ پانګونې د کارموندنې زیاتوالی، د ټکنالوژۍ انتقال، د صادراتو پراختیا، د زیربناوو جوړول او د دولت د عوایدو لوړوالی رامنځته کوي؛ خو که سم مدیریت او څارنه پرې و نه شي، د طبیعي سرچینو د ناسمو کارونو، د ګټو له هېواده د وتلو، د کورنیو صنعتي شرکتونو د سیالۍ د وړتیا کمېدو، د اقتصادي خپلواکۍ د کمېدو، د چاپېریال د ککړتیا او ورته نورو ستونزو لامل کېدای شي.
د سمینار ګډونوالو د مقالو د وړاندیزونو له مخې لاندې پرېکړه ‌لیک تصویب کړ:
1.    په هېواد کې هغه وخت بهرنۍ پانګونې ته اجازه ورکړل شي چې د اسلامي شریعت، ملي ګټو او د سرچینو، په ځانګړي ډول د معادن او اوبو، د معقولې او مطلوبې استفادې اصول په پام کې ونیول شي.
2.    اسلامي امارت دې د کورنیو او بهرنیو پانګونو د زیات جذب لپاره د پانګه‌والو حقوق تضمین کړي، زیربناوې (برېښنا، ترانسپورټ، مخابرات) برابرې کړي، او خصوصي سکتور دې په کوچنیو او منځنیو کاروبارونو، کرنه، کوچنیو صنعتونو، معادن، انرژي او د ځوانانو د مهارتونو لوړولو کې پانګونه وکړي..
3.    د مالیې، صنعت او سوداګرۍ او بهرنیو چارو وزارتونو ته وړاندیز کېږي چې د خامو وارداتي موادو مالیه راټیټه کړي، د پانګونې د جواز د اخیستلو او تمدید بهیر لا اسان کړي او له بهرنیو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې وساتي او د کورنیو او بهرنیو پانګونو د جذب شرایط برابر کړي.
4.    د پانګونې د پراختیا او د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره د حمایوي پالیسیو پلي کول خورا مهم دي؛ نو اړتیا ده چې صنعتي پارکونه په مرکز او ولایتونو کې پراخ شي ترڅو د بازار له نوساناتو سره مقابله ممکنه شي.
5.    بهرني هېوادونه او خصوصي شرکتونه دې په افغانستان کې د کرنې، ترانزیتي، ترانسپورتي او انرژۍ په زیربناوو کې پانګونې ته وهڅول شي.
6.    د پانګونې قانون دې د اسلامي امارت د پالیسیو او نړیوالو معیارونو مطابق جوړ او پرته له استثناء تطبیق شي.
7.    د چاپېریال ککړتیا چې نن سبا د ډېرو هېوادونو یوه جدي ستونزه ده، باید په هر سکتور کې د پانګونې پر مهال ساتنه او پایدار پرمختګ په لومړیتوب کې وي.
8.    هڅه دې وشي چې پانګونه یوازې په یو هېواد پورې محدوده نه شي، بلکې د دولتونو او خصوصي سکتورونو سره ګډې پانګونې لپاره څو اړخیز انتخابونه موجود وي.
9.    په بهرنیو پانګونو کې دې هڅه وشي چې د شرکتونو د مدیریت مهارتونه او نوې ټکنالوژۍ هېواد ته انتقال او د دولتي او خصوصي شرکتونو له خوا ترې استفاده وشي.
10.    په ټولو پانګونو کې د بیکارۍ ستونزې د حل لپاره د کارموندنې پالیسي اړینه ده؛ نو هڅه دې وشي چې په ټولو داخلي او بهرنیو پانګونو کې د ځايي کاري ځواک څخه ډېره استفاده وشي.
11.    د داخلي او بهرنیو پانګه‌والو د تعهداتو د عملي کېدو دوامداره څارنه د اسلامي امارت له لوري ضروري او لازمي ده.
12.    د عامه هوساینې پاملرنه د اسلامي شریعت او نافذو قوانینو مطابق ترسره شي.
13.    د پرېکړه‌لیک کاپۍ دې اړوندو ادارو ته واستول شي.
14.    د اکاډمۍ له لوري دې وړاندې شوې مقالې په یوه ټولګه کې چاپ او خپرې شي.
سیمینار د ښاغلي څېړنپوه سید حبیب شاکر په ارزونه او د علومو اکاډمي د دعوت او ارشاد مدرس مولوي الله نور منهاج په دعائیې سره پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۲:۵۲
Background image

بررسی اثرات تغییرات اقلیمی بر تأمین منابع آب در افغانستان

محترم معاون سرمحقق رفیع الله نصرتی آمر انستیتوت هایدرومیتیورلوژی مرکز علوم زمین، معاونیت بخش علوم طبیعی - تخنیکی کنفرانس علمی – تحقیقی خویش را تحت عنوان:« بررسی اثرات تغییرات اقلیمی بر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۸
Background image

شمارۀ 88 مجلۀ علمی – تحقیقی تبیان به زیور چاپ آراسته شده

تبیان مجله ای است که از بخش علوم اسلامی اکادمی علوم به نشر می رسد، حاوی موضوعات عقیده، تفسیر و علوم القرآن، حدیث و علوم حدیث، سیرت، فقه، اصول فقه، تاریخ اسلام و ثقافت اسلامی می باشد،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۷
Background image

بررسی اثرات تغییرات اقلیمی بر تأمین منابع آب در افغانستان

به سلسله ارایه کنفرانس های نوبتی محترم معاون سرمحقق رفیع الله نصرتی آمر انستیتوت هایدرومیتیورلوژی مرکز علوم زمین، معاونیت بخش علوم طبیعی - تخنیکی کنفرانس علمی – تحقیقی خویش را تحت عنوان. . .

BACK TO NEWS