د مزار شریف ښار د اوبو د کمښت په اړه څېړنه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۲:۴۵
  د مزار شریف ښار د اوبو د کمښت په اړه څېړنه

د علمي – څېړنیز کنفرانس (

د ۱۴۰۴ لمریز کال د جدي/ مرغومي میاشتې 10مه نېټه

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت په تالار کې د یوې علمي – څېړنیزې غونډې په ترڅ کې د ځمکپوهنې مرکز د هایدرومیتیورولوجي انسټیټوټ د طبیعي جغرافیې ډیپارټمنټ علمي غړي، ښاغلي څېړنوال عبدالرحمن لطیف (د مزار شریف ښار د اوبو د کمښت په اړه څېړنه) تر سرلیک لاندې خپله څېړنه وړاندې کړه.

د هېواد په وچو او نیمه وچو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبه د کرنې او څښاک لپاره ډېر حیاتي ارزښت لري. په بلخ ولایت کې په خاصه توګه د مزارشریف په ښار کې، د دایمي سطحي جریانونو د نشتون له امله، خلک مجبوره شوي دي، چې خپلې ورځنۍ اړتیاوې د ځمکې لاندې اوبو زیرمو څخه تر لاسه کړي. خو په دې وروستیو کلونو کې د نفوسو د زیاتوالي، د عمیقو او نیمه عمیقو څاګانو د کېندنو او د ورښتونو د کموالي له امله په دغه ښار کې د سطحي او ځمکې لاندې اوبو کچه کمه شوې ده، چې له امله یې د ښار اوسېدونکي د اوبو د کمښت سره مخ شوي دي.

د یاد ښار د کلني ورښتونو منځنۍ کچه 190 ملي متره او د تبخیر کچه یې 1390 ملي متره ده، چې تبخیر کچه نسبت ورښت ته  7.32 ځله ډېره ده. همدارنګه په دغه ښار کې د ځمکې لاندې اوبو د اېستنې او تغذیې تر منځ توازن منفي دی.

په یاده څېړنه کې د بلخاب سیند د اوبو  Run off له 2012- 2022 زېږدیز کال پورې تحلیل شوي وو، چې د 2012 نه تر 2022 کال پورې د اوبو په حجم کې ډېر کمښت رامنځته شوی دی.

همداراز د کنفرانس په لړ کې د سطحي او ځمکې لاندې اوبو د کمښت په لاملونو او د یادې ستونزې د لرې کولو په موخه طرحې او یو شمېر موډلونه وړاندې شول ترڅو د یاد ښار د ځمکې لاندې اوبو مصنوعي تغذیې لپاره چارې برابرې شي.

 د کنفرانس په پای کې د استاذانو او څېړونکو پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونو وویل شول او کنفرانس د ارزیابې کمیسیون لخوا مثبت و ارزل شو.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۴
Background image

بررسی امراض معنوی از دیدگاه عرفان

محترم معاون سرمحقق محمد نذیر محمدی، عضو علمی انستیتوت عقیده و تصوف، پروژهٔ علمی–تحقیقی خویش را تحت عنوان «بررسی امراض معنوی از دیدگاه عرفان» با موفقیت در تالار سیمنارها و کنفرانس‌های. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۴:۳۹
Background image

بررسی وضعیت یخچالها در کشور

محترم معاون سرمحقق عبدالوهاب همدرد آمردیپارتمنت جغرافیۀ طبیعی انستیتوت هایدرومیتیورلوژی مرکز علوم زمین، معاونیت بخش علوم طبیعی - تخنیکی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی – تحقیقی خویش. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بررسی و اهمیت غذایی نبات تف ( Teff) برای تغذیه حیوانات

(امروز یکشنبه مؤرخ 27 ثور 1405 هـ ش ) معاون سرمحقق محمد طاهر رسولی عضو علمی مرکز کیمیا، بیولوژی و زراعت ، معاونیت بخش علوم طبیعی – تخنیکی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی ـ تحقیقی. . .

BACK TO NEWS