له علومو اکاډمۍ نه د ننګرهار پوهنتون استادانو او محصلینو لیدنه (علمي سیر)

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۱
له علومو اکاډمۍ نه د ننګرهار پوهنتون استادانو او محصلینو لیدنه (علمي سیر)

نن دوه‌نۍ (دوشنبه) د ۱۴۰۵ ل کال د تلې (میزان) میاشت ۲۷مه د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو ژبې او ادبیاتو څانګې استادانو، هر یو؛ محترم پوهندوی میرویس خالقیار، محترم پوهنیار حفیظ الله باغبان او محترم پوهندوی محمد عثمان څولیزي د یادې څانګې له یو شمېر هڅاندو محصلینو سره یوځای د افغانستان د علومو اکاډمي له مرکزي کتابتون او اتنوګرافیک څېړنیز موزیم څخه لیدنه وکړه.

د دې علمي سفر په لومړۍ برخه کې، یاد علمي پلاوي د علومو اکاډمۍ له بډایه او تخصصي کتابتون څخه لیدنه وکړه، چې هلته ورته د ژبو او ادبیاتو په برخه کې د نادرو اثارو، خطي نسخو او معاصرو څېړنیزو مجلو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شول او محصلینو ته لارښوونه وشوه چې څنګه کولای شي د خپلو مونوګرافونو او راتلونکو علمي مقالو لپاره له دغو مأخذونو څخه ګټه پورته کړي.

 په دویم پړاو کې استاذانو او محصلینو د اتنوګرافیک څېړنیز موزیم بېلابېلې برخې وکتلې، چې د افغانستان د اصیل کلتور، ژبني تنوع، تاریخي اثارو او له ادبیاتو سره د مادي کلتور پر تړاو پکې له لرغونو آثارو څخه لیدنه وکړه.

د دې کلتوري او علمي سفر په لړ کې د علومو اکاډمۍ د مسوولینو له خوا راغلو استاذانو ته یو شمېر ارزښتمن کتابونه او علمي اثار هم ډالۍ شول.

دا لیدنه د محصلینو د فکري او څېړنیزې کچې د لوړولو لپاره خورا ګټوره وه او په پای کې د ننګرهار پوهنتون استادانو د علومو اکاډمۍ د مسوولینو له تود هرکلي او علمي ډالیو څخه ځانګړې مننه وکړه او د دواړو علمي بنسټونو ترمنځ یې پر دوامداره کلتوري او علمي همکاریو ټینګار وکړ.

د افغانستان د علومو اکاډمي واټس اپ چینل له لاندې لینک څخه تعقیبولئ شئ....

https://whatsapp.com/channel/0029VbCQAO7DTkK4eJX7DB1L

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۲۳
Background image

شمارۀ 167 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به زیور چاپ آراسته شد

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله¬های علمی_تحقیقی در بخش¬های تاریخ ادبیات، زبان¬شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه¬های ادبیات¬شناسی به نشر می¬رسد.. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۰:۶
Background image

شمارۀ ۷۸مجلۀ علمی – تحقیقی طبیعت به چاپ رسید

مجله طبیعت، تنها مجله علمی ـ تحقیقی معاونیت علوم طبیعی ـ تخنیکی اکادمی علوم افغانستان است، از سال ۱۳۶۸ هـ.ش. تاکنون به‌گونه منظم و ربع‌وار نشر شده و در طول بیش از سه دهه، زمینه برای نشر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۲۵
Background image

بررسی، تحلیل و ارزیابی خشکسالی حوزه های آبی آمو، شمال و هریرود – مرغاب

محترم معاون سرمحقق رفیع الله نصرتی آمر انستیتوت هایدرومیتیورلوژی مرکز علوم زمین به تاریخ 2 / 6 / 1405 هـ.ش. از رسالۀ پروژۀ علمی - تحقیقی خویش تحت عنوان« بررسی، تحلیل و ارزیابی خشکسالی. . .

BACK TO NEWS