له پښتو سره د ګوري او ساوي ژبو اړيکې او پرتلنه

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۶ - ۱۱:۳۱
له پښتو سره د ګوري او ساوي ژبو اړيکې او پرتلنه «علمي – تحقیقي پروژه»

د علومو اکاډمي د پښتو څېړنو د بين المللي مرکز علمي غړي څېړنوال عبدالقيوم مشواڼي تر پورته سرلیک لاندې علمي- څېړنیزې پروژې څخه د ۱۳۹۸ هـ. ش کال د کب په ۲۴ مه په بریالیتوب فاع وکړه.
په دې پروژه کې د ګوريانو او ساويانو اتنيک څېړل شوی، ګوري او ساوي ژبې په کې معرفي او په ژبني وېش کې د هغو دريځ ثابت شوی دی. په بله برخه کې ګوري او ساوي ژبې د ګرامري جوړښتونو له مخې له پښتو سره پرتله شوي دي. همدارنګه په دې پروژه کې د ګوري او ساوي ژبو ليکوال او شاعران معرفي او سندرې، نعتونه او متلونه يې ثبت شوي دي.
ښاغلي مشواڼي وويل:
ګوري او پالوري(ساوي) په سيمه ييزه کچه مستقلې ژبې دي او د داردي ژبو په بېلو څانګو پورې اړه لري. ګورباتي، ګواربتي، نرساتي، ګواري، کوهستاني، ګوري، او ناړوجي هغه نومونه دي چې د "ګوري لپاره کارېدلي دي او لا تر اوسه هم کارېږي. دا ژبه د کونړ ولايت د ناړۍ ولسوالۍ د ناړۍ، دوکلام او بريکوټ په کليو او تر فرضي کرښې ور پورې غاړې د چترال ضلعې په ارنوۍ، د دير ضلعې د شو کوهستان په راجکوټ، تل، پاتراک، لاموتۍ او د سوات کوهستان په کالام کې ويل کېږي. د ګوريانو شمېر په افغانستان او پښتونخوا کې په اټکلي ډول تر يو لک کسانو زيات دی.
ساوجي، ساووجي، ساوي، پهالوري، پالوري، پالولا، پهالورا هغه نومونه دي چې د "پالوري pā lori " لپاره کارېدلي دي. ساوي ژبه په علمي کړيو کې زياتره د پهالوري يا پالوري په نامه پېژندل کېږي. ساوي ژبه د کونړ ولايت د ناړۍ ولسوالۍ په "ساو" او د چترال په اشرېت Ashret، لر بيوړي او بر بيوړي په لويو کلو او څو نورو چمګوټو لکه پورګل، ګوماډنډ، ګهاس، د دير کوهستان په کلکوټ او د سوات کوهستان د مدين په بټګرام کې ويل کېږي.
د غږيز نظام او وييپانګې له مخې ګوري او پالوري ژبې سره ډېر مشترکات لري. ګرامري جوړښتونه يې هم تر ډېره سره ورته دي، له داردي ګروپ ژبو پرته د افغانستان د نورو ژبو په پرتله له پښتو سره زیات ورته والی لري.
دغه راز په ټولنيز، فرهنګي، کلتوري او اقتصادي ډګر کې ګوريان او ساويان له پښتنو او د سيمې له نورو قومونو سره کوم ځانګړی توپير نه لري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۰:۵۵
Background image

شمارۀ 163 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به زیور چاپ آراسته شد

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله¬های علمی_تحقیقی در بخش¬های تاریخ ادبیات، زبان¬شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه¬های ادبیات¬شناسی به نشر می¬رسد.. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۱:۳۰
Background image

هستی‌شناسی، معرفت‌شناسی و روش‌های صلح مثبت و منفی

کنفرانس علمی–تحقیقی تحت عنوان «هستی‌شناسی، معرفت‌شناسی و روش‌های صلح مثبت و صلح منفی» در دفتر معاونیت علوم بشری اکادمی علوم برگزار گردید. این نشست علمی، به همت انستیتوت حقوق و علوم. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۵:۳
Background image

معرفی موزیم تحقیقاتی اتنوگرافی

موزیم تحقیقاتی اتنوگرافی اکادمی علوم افغانستان درقصر بنام "شاه بوبوجان" در شهر نو کابل موقعیت دارد. این قصر تاریخی که گویا زنده از تاریخ معاصر دوره زمامداری امیرعبدالرحمن خان میباشد،. . .

BACK TO NEWS