د شینوارو د هسکې مېنې د ځینو ولسي دودونو څېړنه

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۴ - ۹:۵۱
د شینوارو د هسکې مېنې د ځینو ولسي دودونو څېړنه

«علمي- څېړنیز کنفرانس»

کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتوت علمي غړې څېړندویې خاطرې شینوارې د کب په ۲۳مه د شنبې په ورځ «د هسکې مېنې د شینوارو د ځینو ولسي دودونو څېړنه» تر سرليک لاندې خپل علمي- څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.

نوموړې د هسکې مېنې پر پخوانيو، له منځه تلليو او ناوړه ولسي دودونو او د شينوارو په ولسي دودونو کې د نوې ټکنالوژې پر اغېزو بحث وکړ.

هغې وويل، د هسکې مېنې د شینوارو پخوانې ولسي دودونه تر ډېره تر نن ورځې پورې په لږ او ډېر توپیرونو سره په دغه سیمه کې په خپل حال پاتې دي او ځینې ولسي دودونه د سیاسي او اقتصادي لاملونو له مخې له منځه تللي او د نوې ټکنالوژۍ پرمختګونو د دې تر څنګ چې د هسکې مېنې شینوارو ته د ژوند په ډېرو برخو کې نه یواځې اسانتیاووې برابرې کړي، دوی ته یې ډېرې اقتصادي ګټې هم رسولې دي، خو په ځینو مواردو کې دغو ټکنالوژیکي پرمختګونو د ولسي خلکو تر منځ حساسیتونه هم را پارولي دي. نوموړې په دغه برخه بیا ځینې بېلګې هم وړاندې کړې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۴
Background image

بررسی امراض معنوی از دیدگاه عرفان

محترم معاون سرمحقق محمد نذیر محمدی، عضو علمی انستیتوت عقیده و تصوف، پروژهٔ علمی–تحقیقی خویش را تحت عنوان «بررسی امراض معنوی از دیدگاه عرفان» با موفقیت در تالار سیمنارها و کنفرانس‌های. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۴:۳۹
Background image

بررسی وضعیت یخچالها در کشور

محترم معاون سرمحقق عبدالوهاب همدرد آمردیپارتمنت جغرافیۀ طبیعی انستیتوت هایدرومیتیورلوژی مرکز علوم زمین، معاونیت بخش علوم طبیعی - تخنیکی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی – تحقیقی خویش. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بررسی و اهمیت غذایی نبات تف ( Teff) برای تغذیه حیوانات

(امروز یکشنبه مؤرخ 27 ثور 1405 هـ ش ) معاون سرمحقق محمد طاهر رسولی عضو علمی مرکز کیمیا، بیولوژی و زراعت ، معاونیت بخش علوم طبیعی – تخنیکی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی ـ تحقیقی. . .

BACK TO NEWS