کتابپوهنه او په پښتو کې یې د تاریخي بهیر څېړنه

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳ - ۱۵:۳۰
نوماند څېړنوال دوکتور محمد اسحق خاورین

"د علمي-څېړنېزي پروژې دفاع"

نېټه: ۳/ وږی/۱۴۰۳ل کال

د افغانستان د علومو اکاډمۍ، د بشري علومو معاونيت اړوند د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټیټیوټ د ادبیاتو او متنپوهنې څانګې غړي نوماند څېړنوال دوکتور محمد اسحق خاورین د نوماندۍ دورې د رفع کولو لپاره له خپلې یو کلنې علمي - څېړنیزې پروژې "کتابپوهنه او په پښتو کې یې د تاریخي بهیر څېړنه" څخه د علومو اکاډمي د څېړونکو، استادانو، پوهانو او د دفاع د ارزونې کمیسیون په وړاندې خپله دفاع تر سره کړه.

دا علمي- څېړنيزه رساله په سريزه، پنځو څپرکو، پايلې، وړاندېزونو، او مأخذونو مشتمله ده چې تفصیل یې په دې ډول دی:

په لومړي څپرکي کې په پښتو ادبیاتو کې د اړوندې موضوع شاليد روښانه شوی دی.

په دويم څپرکي کې د «کتاب او کتابپوهنه» تر سرلیک لاندې د کتاب پر تاریخي بهیر، ادبپوهنه او د ادبپوهنې د یوې فرعي څانګې په توګه پر کتابپوهنه تفصيلي بحث شوی دی.

په درېيم څپرکي کې د کتابپوهنې څانګې او ډولونه څېړل شوي دي چې په کې د کتابپوهنې ګڼې څانګې او ډولونه له اړینو بحثونو سره معرفي شوي دي.

په څلورم څپرکي کې د کتابپوهنې (کتابښود) د لیکلو لارې چارې څېړل شوي چې په کې هغه ټول موارد او سرچینې روښانه شوي چې له کتابپوه سره د کتابښود په لیکلو کې مرسته کوي.

په پنځم څپرکی په پښتو ادب کې د کتابپوهنې تاریخي بهیر چې له ۱۸۹۳م کال څخه پیل شوی تر ۲۰۲۴م کال پورې څېړل شوی دی. په دې بهیر کې نه یوازې په پښتو بلکې په انګلیسي، فرانسوي، الماني، روسي، اردو او دري ژبو لیکل شوي هغه ټول کتابښودونه او فهرستونه معرفي شوي دي چې پښتو اثارو ته په کې ځای ورکړل شوی دی.

څېړونکي په پای کې د دې علمي-څېړنيزې پروژې پايله، وړانديزونه، او په رساله کې کارول شوي مأخذونه راوړي دي.

د دې علمي- څېړنيزې پروژې د دفاع په پای کې د څېړونکي له خوا د څېړونکو، ګډونوالو او د کمیسیون د غړیو پوښتنو ته قناعت کوونکي ځوابونه وويل شول.

د غونډې په پای کې د یادې علمي-څېړنيزې پروژې د دفاع د ارزونې کميسيون له لوري د رايو په اتفاق سره دا څېړنیزه پروژه مثبت وارزول شوه او څېړونکی یې له نوماند څېړنوال علمي رتبې څخه د څېړنوال علمي رتبې ته د ترفیع کولو وړ وبلل شو.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۰:۵۵
Background image

شمارۀ 163 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به زیور چاپ آراسته شد

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله¬های علمی_تحقیقی در بخش¬های تاریخ ادبیات، زبان¬شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه¬های ادبیات¬شناسی به نشر می¬رسد.. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۱:۳۰
Background image

هستی‌شناسی، معرفت‌شناسی و روش‌های صلح مثبت و منفی

کنفرانس علمی–تحقیقی تحت عنوان «هستی‌شناسی، معرفت‌شناسی و روش‌های صلح مثبت و صلح منفی» در دفتر معاونیت علوم بشری اکادمی علوم برگزار گردید. این نشست علمی، به همت انستیتوت حقوق و علوم. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۵:۳
Background image

معرفی موزیم تحقیقاتی اتنوگرافی

موزیم تحقیقاتی اتنوگرافی اکادمی علوم افغانستان درقصر بنام "شاه بوبوجان" در شهر نو کابل موقعیت دارد. این قصر تاریخی که گویا زنده از تاریخ معاصر دوره زمامداری امیرعبدالرحمن خان میباشد،. . .

BACK TO NEWS