استاد رښتين؛ د ادبي راپورتاژ ليکنې سرلارى

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۹ - ۱۵:۱۵

لیکوال : څېړنوال محمد اصف احمدزی

لنډیز

د پښتو نثري ادب په ګلبن کې ادبي راپورتاژ په زړه پورې ادبي نوعه ده چې د يوه جريان، پېښې او سفر واقعات په کې داسې بيانيږي چې د ليکوال خپل احساسات او عواطف هم په کې دخيل وي. دا ادبي ډول په پښتو ادب کې له پخوا څخه پالل شوی او تراوسه پورې په کې ګڼ شمېر ادبي راپورتاژونه ليکل شوي دي. يو له دغو ليکوالو څخه پوهاند صديق الله رښتين دی. ده چې کوم سفرونه کړي او يا هم د فرهنګ او ادب اړوند کوم مهم واقعات پرې تېر شوي، هغه يې د راپورتاژونو په بڼه له موږ سره شريک کړي دي. په دې سره يې نه يواځې د وخت له پېښو موږ خبر کړي يو، بلکې په دې ډول ليکنو سره يې د پښتو نثري زېرمه هم غني کړې ده.

Documents

استاد رښتين؛ د ادبي راپورتاژ ليکنې سرلارى.pdf