د پښتو او دري ژبنۍ تاریخي اړیکې او توپیرونه

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۵:۴۰
ښاغلي څېړنوال دکتور رفیع الله نیازي

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي میاشتې په ۶مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د علامه احمدعلي کهزاد د سیمینارونو او کنفرانسونو په تالار کې د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټیټوټ د ژبپوهنې ډیپارټمنټ علمي غړي ښاغلي څېړنوال دکتور رفیع الله نیازي څېړنپوهۍ رتبې ته د لوړاوي په موخه د څېړونکو او استاذانو په حضور کې «د پښتو او دري ژبنۍ تاریخي اړیکې او توپیرونه» تر سرليک لاندې له خپلې علمي - څېړنیزې پروژې څخه دفاع وکړه.

یاده دفاعي غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د څېړونکي ژوند لیک، د لارښود استاد نظر او تقریظونه ولوستل شول، وروسته څېړونکي ته وخت ورکړل شو چې له علمي- څېړنیزې پروژې څخه دفاع وکړي. څېړونکي په ټاکلې موده کې په بریاليتوب سره دفاع وکړه، د حاضرینو پوښتنو ته یې قانع کوونکي ځوابونه ورکړل چې په پای کې د نوموړي دفاع د ټاکل شوي کمیسیون د ټولو غړو د رایو په اتفاق سره تأیید شوه.

په دې پروژه کې لاندې موضوعات څېړل شوي دي:

لومړی څپرکی:د موضوع شالید (Literature review) دی. په دې برخه کې د موضوع په اړه د مخکې شویو څېړنو تشریحي او کره کتنیزه ارزونه شوې او د دې موضوع اهمیت، مبرمیت، له پخوانيو څېړنو سره يې توپيرونه په ګوته شوي دي.

دویم څپرکی: په اندو-اروپايي کورنۍ کې د پښتو او دري ژبې تاریخي دریځ. دا موضوعات پکې څېړل شوي دي:

(د پښتو ژبې پېژندنه، د پښتو ژبې د ویونکو پخوانۍ او اوسنۍ جغرافیه، د دري ژبې پېژندنه، د دري ژبې د ویونکو پخوانۍ او اوسنۍ جغرافیه، ګډه مورینه اریايي ژبه او د ژبو وېش، په اندو-اروپايي کورنۍ کې د پښتو ژبې تاریخي دریځ ، په اندو-اروپايي کورنۍ کې د دري ژبې تاریخي دریځ، د جغرافيې، ژبکورنۍ او ژبڅانګې له مخې د پښتو او دري ژبو پرتلنه)

درېيم څپرکی: د پښتو او دري ژبې د تاریخي تحول او تکامل پرتلیزه څېړنه. دا موضوعات پکې څېړل شوې دي:(د پښتو ژبې تاریخي تحول او تکامل، د دري ژبې تاریخي تحول او تکامل ( معاصره، کلاسیکه، منځنۍ او لرغونې پارسي ). د تاریخي تحول او تکامل له مخې د پښتو او دري ژبو پرتلنه.

څلورم څپرکی: د پښتو او دري ژبنۍ اړيکې. دا موضوعات پکې څېړل شوي دي:

( لومړی- غږ پوهه ( Phonology) ، زنځیري او نازنځیري واحدونه (خج، زیروبمي، آهنګ، بېلتون او پیوستون)، څپه یا هجا (Syllable )، لوېدن(حذف او ادغام) (Omission)، اوړون (قلب) ، همرنګي ( پرمختګې، پرشاتګې، بشپړه، نابشپړه ....)، ویناییز یا ګړهاري غړي : ساییز غړي، غږن تارونه، ویند غړي، الف- د پښتو ژبې اواز پوهنه او ځانګړنې يې(Phonemics)۱. خپلواک (Vowel)، ۲. بېواک (Consonant) ،۳. نیمواک (Simi vowel)،۴. غبرګغږونه (Diphthongs)،۵. بېواک مرکب غږونه ( یل، منځ، پای) (Cluster)،الفبا (Alphabets) ب- د دري ژبې اوازپوهنه او ځانګړنې يې(Phonemics)۱. خپلواک (Vowel)، ۲. بېواک (Consonant) ،۳. نیمواک (Simi vowel)،۴. غبرګغږونه (Diphthongs)،۵. بېواک مرکب غږونه ( یل، منځ، پای) (Cluster)،الفبا (Alphabets

د پښتو او دري د فونولوژيکي ځانګړنو پرتلنه.

دویم : ګړپوهه –صرف (Morphology) ،الف : خپلواک مورفیمونه (Free Morphemes)، نوم- اسم (noun). په پښتو او دري کې د خپلواکو مورفیمونو ګرامري ځانګړنې ، د نوم ګرداني اړخونه ( جنس، عدد، حالت )۱. څیز نوم او ډولونه يې ( ذات، معنا، خاص، عام، جنس، جمع او صوت نوم)، ۲. ستاینوم (صفت) او ډولونه يې (عادي صفت او پرتلیز صفت ) ،د ستاینوم (صفت) او ستایلي (موصوف) سمون ۳. شمېر نوم (عدد) او ډولونه يې (Numeral Nouns) ، د شمېرنوم او شمېرلي ګرداني سمون۴،. ضمیرونه او ډولونه يې ( شخصي، ملکي، اشاري، استفهامي،پلوي، مبهم، انعکاسي، اداتي او اشتراکي)،فعل او ډولونه يې (Verbs) ،د فعل ګرداني اړخونه (شخص، عدد، جنس) ، مرستیال (کومکي) فعل او ډولونه يې،مصدر، جوړښت او دنده يې (Infinitive) ،د فعل اوړونونه (په تېر، اوس او راتلونکې مهال کې ) ، امر فعل، ب : ناخپلواک مورفیمونه (Bond Morphemes)، په پښتو او دري کې د ناخپلواکو مورفیمونو ګرامري ځانګړنې وییکي (ادوات) (Particles)،سربلونه او اوستربلونه ( Preposition، Post Position)، تاړي(مختاړي، منځتاړي او وروستاړي) (Affixes) د پښتو او دري د مورفولوژيکي ځانګړنو پرتلنه.

درېیم : نحوه ( Syntax )، په پښتو او دري کې د نحوې ګرامري ځانګړنې: ترکیب (عبارت) (Phrase) ، فقره او ډولونه يې (Clause)، جمله (Sentence)، د جملې د جوړښت رغنده توکي (خپلواک، مرستیال، بشپړوونکي) ، د جملې ډولونه، د مبتدا او خبر سمون او مطابقت، بېلتون او پیوستون، اصطلاحات (Expirations)، ایډیمونه ( Idioms)) د پښتو او دري د نحوي ځانګړنو پرتلنه.

پنځم څپرکی : پر پښتو او دري د نورو ژبو اغېزې او لاملونه يې.دا موضوعات پکې څېړل شوي دي:

(پر پښتو او دري د اوېستا، سنسکرېت، عربي او ترکي ژبو اغېزې، د پښتو او دري یو پر بل متقابلې اغېزې، په پښتو او دري کې د اوېستا، سنسکرېت، عربي او ترکي ژبو ګډې کارېدونکې کلمې، په پښتو او دري کې د ورځنیو خبرو اترو ګډې کارېدونکې کلمې: د انسانانو، خپلوانو، د بدن د غړیو، د څارویو، د خوراک څښاک د څېزونو، د مېوو، د الوتونکو مرغانو، د ناروغیو، د سبو او ترکاریو، د مېرمنو د جامو او ګاڼو،د کسبګرو د وسایلو،د کور د وسایلو، د لوبو،د ودانیو د بېلابېلو برخو او ځینو نورو څېزونو نومونه)

دا علمي – څړنیزه رساله د پایلې، وړاندیزونو او مأخذونو په راوړلو سره پای ته رسېدلې ده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۲:۵۲
Background image

بررسی اثرات تغییرات اقلیمی بر تأمین منابع آب در افغانستان

محترم معاون سرمحقق رفیع الله نصرتی آمر انستیتوت هایدرومیتیورلوژی مرکز علوم زمین، معاونیت بخش علوم طبیعی - تخنیکی کنفرانس علمی – تحقیقی خویش را تحت عنوان:« بررسی اثرات تغییرات اقلیمی بر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۸
Background image

شمارۀ 88 مجلۀ علمی – تحقیقی تبیان به زیور چاپ آراسته شده

تبیان مجله ای است که از بخش علوم اسلامی اکادمی علوم به نشر می رسد، حاوی موضوعات عقیده، تفسیر و علوم القرآن، حدیث و علوم حدیث، سیرت، فقه، اصول فقه، تاریخ اسلام و ثقافت اسلامی می باشد،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۷
Background image

بررسی اثرات تغییرات اقلیمی بر تأمین منابع آب در افغانستان

به سلسله ارایه کنفرانس های نوبتی محترم معاون سرمحقق رفیع الله نصرتی آمر انستیتوت هایدرومیتیورلوژی مرکز علوم زمین، معاونیت بخش علوم طبیعی - تخنیکی کنفرانس علمی – تحقیقی خویش را تحت عنوان. . .

BACK TO NEWS