خوشحال خان خټک او نوستالژي

نن شنبه د ۱۴۰۴ل کال د غبرګولي میاشتې پر ۲۱ نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د علامه احمدعلي کهزاد د سیمینارونو او کنفرانسونو په تالار کې د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټیټوټ د ادبیاتو او متنپوهنې ډیپارټمنټ علمي غړي څېړندوی احسان الحق کبیر څېړنوالۍ علمي رتبې ته د لوړاوي په موخه د څېړونکو او استادانو په حضور کې د «خوشحال خان خټک او نوستالژي» ترسرلیک لاندې له خپلې علمي- څېړنیزې پروژې څخه دفاع وکړه.
دغه دفاعیه غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د څېړونکي ژوندلیک، د لارښود استاد ګزارش او تقریظونه ولوستل شول، وروسته څېړونکي خپله علمي- څېړنیزه موضوع وړاندې او پر ټاکلي وخت یې له یادې موضوع څخه دفاع وکړه، د حاضرینو پوښتنو ته یې قانع کوونکي ځوابونه وویل او په پای کې دفاع د ټاکل شوي کمیسیون د ټولو غړو د رأیو په اتفاق سره تایید شوه.
دغه علمي- څېړنیزه پروژه سریزه، پنځه څپرکي، پایله، وړاندیزونه او د مأخذونو فهرست لري چې لاندې موضوعات په کې څېړل شوي دي:
لومړی څپرکی د موضوع شالید: په دې څپرکي کې د موضوع په اړه د مخکنیو شویو څېړنو سپړنه او ارزونه شوې او د دې موضوع اهمیت، مبرمیت او له پخوانیو څېړنو سره توپیرونه یې جوت شوي دي.
دویم څپرکی د نوستالژي پېژندنه: په دغه څپرکي د نوستالژي په تیوریکي برخو څېړنې شوي، د همدې کلمې په لغوي او اصطلاحي اړخونو، د نوستالژي د منځته راتګ پر عواملو، ادبیاتو ته د نوستالژي راتګ، د نوستالژي ډولونه، رومانتیزم ادبي مکتب او نوستالژي، خاطره او نوستالژي او فاضله مدینه او نوستالژي موضوعات څېړل شوي.
درېیم څپرکی د پښتو ادبیاتو په کلاسیکه شاعرۍ کې نوستالژي: د پښتو کلاسیکه شاعري، د پښتو ادبیاتو په کلاسیکې شاعرۍ کې د نوستالژي د منځته راتګ څرنګوالی، چې دا برخه بیا د کلاسیکې شاعرۍ بېلابلو شاعرانو په شعرونو کې څېړل شوې؛ لکه عرفاني او تصوفي نوستالژي، د تېر عمر ارمان، د یارانو بېلتون یا د خلکو یاد، د خپلوانو بېلتون، د معشوقې هجران، د وطن یاد، د وخت له حالاتو او فتنو ستړي کېدل، مرګ ته لېوالتیا، د طبیعیت د ښکلا ستاینه، زنداني شاعري او نوستالژیکو ادبي لیکونو کې نوستالژیک احساسات څېړل شوې ده. د دې څپرکي په اوږدو کې د پښتو ادبیاتو د کلاسیکې شاعرۍ په وده او پرمختیا کې د نوستالژۍ ونډه او پر منځپانګه او هنریت یې اغېزې هم شنل شوي دي.
پنځم څپرکی د خوشحال خان خټک په شاعرۍ کې نوستالژي ته ځانګړی شوی چې په دې څپرکي کې د خوشحال خان خټک د وخت سیاسي او اقتصادي حالات، د خوشحال خان خټک د وخت ټولنیز حالات، د خوشحال خان خټک په شاعرۍ کې د نوستالژي د منځته راتګ عوامل، د خوشحال خان خټک په شاعرۍ کې نوستالژي چې دا بیا په څو څنګزنو سرلیکونو کې: د خوشحال خان خټک په شاعرۍ کې له خپل وطن نه د لرېوالي نوستالژي، د خوشحال خان خټک په شاعرۍ کې د ځوانۍ نوستالژي، د خوشحال خان خټک په شاعرۍ کې د پښتنو د تېر برم نوستالژي، د خوشحال خان خټک د خپل تېر برم نوستالژي، د خوشحال خان خټک په شاعرۍ کې د خپل وخت د ځینو مبارزینو نوستالژي، د خوشحال خان خټک په شاعرۍ کې عرفاني نوستالژي، خوشحال خان خټک او ارمانښار(فاضله مدینه)، د خوشحال حبسیه شاعري، د خپلوانو یاد، د یارانو یاد او د خوشحال د مرثیو برخې څېړل شوې دي.
پنځم څپرکی د خوشحال خان خټک د نوستالژيکې شاعرۍ څرنګوالی ته ځانګړی شوی، په دې څپرکي کې د خوشحال خان خټک د نوستالژيکې شاعرۍ ژبنی اړخ، د خوشحال خان خټک په نوستالژیکه شاعرۍ کې د کلمو انتخاب، د خوشحال خان خټک په نوستالژیکه شاعرۍ کې د جملو انتخاب، د خوشحال خان خټک په نوستالژیکه شاعرۍ کې د فصاحت او بلاغت څرنګوالی، د خوشحال خان خټک د نوستالژيکې شاعرۍ ادبي اړخ، د خوشحال خان خټک په نوستالژیکې شاعرۍ کې د فکر څرنګوالی، د خوشحال خان خټک په نوستالژیکې شاعرۍ کې د تخیل څرنګوالی، د خوشحال خان خټک په نوستالژیکې شاعرۍ کې د احساس څرنګوالی، د خوشحال خان خټک په نوستالژیکې شاعرۍ کې د عاطفې څرنګوالی، د خوشحال خان خټک د نوستالژیکې شاعرۍ ټولنیز اړخ او په پای کې د خوشحال خان خټک په شاعرۍ کې د نوستالژي عمومي جاج موضع څېړل شوې ده.
دغه علمي- څېړنیزه رساله په پایله، وړاندیزونو او د مأخذونو په فهرست سره راټوله شوې ده.