د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي رئيس څېړنپوه دکتور عبد الظاهر شکيب د پښتونخوا د نوميالي شاعر او ليکوال ښاغلي ممتاز اورکزے سره وکتل

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۵ - ۱۰:۱۸
د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي رئيس څېړنپوه دکتور عبد الظاهر شکيب د پښتونخوا د نوميالي شاعر او ليکوال ښاغلي ممتاز اورکزے سره وکتل

په دې کتنه کې دکتور شکيب علومو اکاډمي ته په راتګ د ښاغلي اورکزي مننه وکړه او ددې تر څنګ يې د ادب او فرهنګ په اړه ګټورې خبرې وکړې ، ښاغلي اورکزي د علومو اکاډمي او په افغانستان کې د پښتو ژبې، ادب او فرهنګ په اړه د شوو کارونو ستاينه وکړه، او په دې اړه يې خپله خوښي څرګنده کړه. د ليدنې په پاې کې د علومو اکاډمي رئيس د اکاډمي اړوند چاپ شوي آثار هم ښاغلي اورکزي ته ډالۍ کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۰:۴۸
Background image

د بریکس اقتصادي اهمیت او پر افغانستان يې ستراتیژیکې اغېزې

د افغانستان د علومو اکاډمي، د بشري علومو معاونیت د ټولنیزو علومو مرکز د اقتصاد انسټیټوټ علمي غړي څېړندوی ضياءالحق ځلاند (د بریکس اقتصادي اهمیت او پر افغانستان يې ستراتیژیکې اغېزې) تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۴۹
Background image

«په افغانستان کې پایښت لرونکی پرمختګ؛ ستونزې او فرصتونه» تر سرلیک لاندې د عملي-څېړنیز سیمینار د مقالو ټولګه چاپ شوه

په دې علمي اثر کې د افغانستان د پرمختیايي بهیر مهم اړخونه په ژوره علمي-څېړنیزه توګه ارزول شوي دي. د څېړنیزو مقالو په دې ټوګه کې په افغانستان کې د پایښت لرونکي پرمختګ پر وړاندې شته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۸
Background image

د کتاب د درنښت په مناسبت د علومو اکاډمي په خپلو ټولو چاپ کړو کتابونو کې د یوې اونۍلپاره (۴۰٪) تخفیف اعلان کړی

د افغانستان د علومو اکاډمي په خپلو ټولو چاپ کړو کتابونو کې (۴۰٪) تخفیف د یوی اونۍ لپاره اعلانوي. د افغانستان د علومو اکاډمۍ په هېواد کې د یوازینۍ معتبرې څېړنیزې ادارې په توګه د هېواد په. . .

BACK TO NEWS