د افغانستان علومو اکاډمي د وړ او مستعدو کادرونو د جذب لپاره یو شمېر کادري بستونه د آزادې سیالۍ په موخه اعلان ته سپاري

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱ - ۱۵:۲۱
د افغانستان علومو اکاډمي د وړ او مستعدو کادرونو د جذب لپاره یو شمېر کادري بستونه د آزادې سیالۍ په موخه اعلان ته سپاري

Publish Date

Closing Date

Location

کابل

پر شرایطو برابر نوماندان کولی شي د افغانستان د علومو اکاډمي د ‌بشري سرچینو آمریت ته مراجعه وکړي.

وړ نوماندان دې خپل غوښتنلیکونه تر ۱۹/۵/۱۴۰۲ نېټې پورې د علومو اکاډمي د بشري سرچینو آمریت ته وسپاري.

یادونه: د ماسټرۍ او دکتورا لرونکو نوماندانو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

د داخلې اړتیاوې:

غوښتنلیک ورکوونکی که د لیسانس سند ولري، عمر یې باید له ۲۸ کلونو څخه زیات نه وي.

غوښتنلیک ورکوونکی که د ماسټرۍ او دکتورا سند ولري، عمر یې باید له ۳۵ کلونو څخه زیات نه وي.

د یونیسکو له رسمي ژبو څخه به پر یوې بشپړ تسلط لري.

د تحصیلي دورې لږ تر لږه (۸۵٪) د نومرو اوسط به لري.

د مرکزي دفتر پته:

کابل، شهرنو، د علومو اکاډمي مرکزي دفتر، د شهرنو د تېلو ټانک ته مخامخ.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره په لاندې شمېره اړیکه ونیسئ: (0202201227)

 

Documents

د بشري علومو بستونه
د طبیعي او تخنيکي علومو بستونه

Related VacanciesShow all

Back to vacancies