د قران کریم نومونه او صفتونه ( ښوونیز – روزنیز نقش او آثار) کتاب چاپ شو

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۳ - ۱۵:۲۲
د قران کریم نومونه او صفتونه ( ښوونیز – روزنیز نقش او آثار)

د قران کریم نومونه او صفتونه د مولوی محمد ناصر حلیمی (۹۱۳) مخیز علمي او څېړنیز اثر دی چې د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له خوا چاپ شو.

په دې کتاب کې له (۱۳۱) ماخذونو څخه په ګټه اخستنه، د بشري ستونزو حل ته د بشري او طبیعي منابعو انکشاف له لارې د قراني او نبوي لارښوونو پر بنسټ د الهي او بشري حقونو د ادا پر محور تحلیلی څیړنه شوی ده. د علم او ایمان تر منځ د عاطفې او د عقل تر منځ د پخلاینې او متوازنې ودې، برنامه محور، علمي او خوندور ادبي انځورونه لري چې د ژوندانه د ګنو ډګرونو په پرمختګ او پر شا تګ کې د طبیعي، اعتقادي او عبادي علومو تر منځ د تاثیر، تاثر او ارزښت په تړاو پر قرآني آیاتونو ګټور استدلال شوی دی، د ګڼو علومو متخصصینو او مینه والو ته د الهي وحې په رڼا کې د معاصر ښوونيز او روزنیز جریان د پېژندنې، ارزونې او کار اخیستنې لپاره غوره ډالۍ ده.

د دې علمي – څېړنيز اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2022-12/%D8%AF%20%D9%82%D8%B1%D8%A2%D9%86%20%DA%A9%D8%B1%DB%8C%D9%85%20%D9%86%D9%88%D9%85%D9%88%D9%86%D9%87%20%D8%A7%D9%88%20%D8%B5%D9%81%D8%AA%D9%88%D9%86%D9%87.pdf

يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي له اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۲:۵۲
Background image

په معاصر دوران کې د سندهـ د پښتنو فرهنګي هڅې

د پښتو څېړنو بین المللي مرکز غړي څېړنوال رحمت الله هوتک (په معاصر دوران کې د سندهـ د پښتنو فرهنګي هڅې) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیزه پروژه دفاع کړه. څېړونکي په لومړي سر کې د موضوع پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۹:۴
Background image

د افغانستان د علومو اکاډمي د اتنوګرافي موزیم څخه د شیخ ذاید پوهنتون د محصلینو لیدنه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اتنوګرافي له څېړنیز موزیم څخه د شیخ ذاید پوهنتون د محصلینو د ۱۴۰۳ هجري- لمریز کال د چنګاښ په ۳۱مه نېټه لیدنه وکړه. د اتنوګرافي څېړنیز موزیم د قومونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۱۲:۷
Background image

د علومو اکاډمي او د ترکیې هېواد نجم الدین اربکان پوهنتون ترمنځ آنلاین غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمي او د ترکیې هېواد د نجم الدین اربکان پوهنتون ترمنځ آنلاین غونډه وشوه. د غونډې په پیل کې د نجم الدین اربکان پوهنتون د بهرنیو اړیکو مسؤول ښاغلي پروفیسور فطرت. . .

BACK TO NEWS