د ټاکنیزې مناظرې پېژندنه او څېړنه

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۷ - ۱۴:۴۹
د ټاکنیزې مناظرې پېژندنه او څېړنه

«علمي- څېړنیز کنفرانس»

کابل: د ټاکنیزې مناظرې پېژندنې او څېړنې تر عنوان لاندې علمي- څېړنیز کنفرانس د روان ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې میاشتې په ۷مه نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژونالیزم انستیتوت علمي غړي څېړنیار عالم جان ژمن له خوا وړاندې شو.

نوموړی د کنفرانس د وړاندې کولو پرمهال وویل چې په ولسواکو نظامونو کې خلک خپل برخلیک په خپله ټاکي، د واک ورکولو او استازي ټاکلو صلاحیت ولس سره وي. له بلې خوا په داسې نظامونو کې رسنۍ بیا د څلورمې قوې حیثیت لري او همدا رسنۍ دي چې د ملت او دولت ترمنځ ارتباطي پل دی؛ نو اړینه ده چې رسنۍ د معیارونو او اصولو په رڼا کې ټاکنیزې مناظرې ترسره کړي او د نوماندانو له ډلې مناسب کاندید معلوم او ولس ته د پرېکړې کولو چاره اسانه کړي.

ښاغلي ژمن د مناظرې د منل شویو اصولو او قواعدو معرفي کړل او زیاته یې کړه چې د مناظرې کوربه رسنۍ او خبریالان دې په ټاکنیزو مناظرو کې؛ د څنګه او څه ډول په پوښتنو سره د کاندیدانو راتلونکي پلانونه د شعار، ادعا، خیالي چوکاټونو او اندازونو څخه را وباسي او د هغوی پلانونه د تحقق په واقعي پلان بدل کړي.

په دې کنفرانس کې د ټاکنیزې مناظرې پېژندنه، د رسنیزې مناظرې ډولونه، د ټاکنیزې مناظرې منل شوي اصول او قواعد، د ټاکنیزې مناظرې ځانګړتیاوې، د ټاکنیزو مناظرې پروګرام چلوونکي خبریال ځانګړتیاوې، د ټاکنیزې مناظرې ګټې، د مناظرې موخه او په افغانستان کې د ټاکنیزې مناظرې پیلېدل او څرنګوالی یې هر اړخیزې خبرې او بحث وشو.

په پای کې ښاغلي ژمن وویل، د هېواد په رسنیو کې د یوې واقعې او باکیفیته ټاکنیزې مناظرې لپاره دې د جمهوري ریاست کاندیدان په خپله لومړنۍ ټاکنیزه مناظره کې ملت ته خپل پلانونه معرفي کړي او بیا دې کاندیدان د اخلاقي اصولو په اډانه او د یو بل شخصت ته په پوره درناوي د خپلو سیالانو پلانونه دې د حقوقي دلایلو، عیني حقایقو، موجوده شرایطو او امکاناتو په اساس نقد کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۲۰
Background image

اسباب عذاب الهی در قرآن کریم

ښاغلي نوماند څېرنیار محمد بلال عظیمي د تفسیر او حدیث مرکز د تفسیر او علوم القرآن انسټیټوټ د تفسیر دیپارټمنټ علمي غړي نن دیکشنبې په ورځ ۱۴۰۵ کال د وري په ۳۰ مه د تفسیر او حدیث مرکز کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۳۶
Background image

د ژبو ډلبندي او ډولبندي ته کتنه

نن څلورنۍ/ چهارشنبه د ۱۴۰۵ ل کال د وري/ حمل ۲۶مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز، د لرغونو ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال رحیم الله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۷
Background image

د معنا پوهنې او کارونپوهنې (پراګماټیکس) پېژندنه، اړیکې او توپیرونه

د ١٤٠٥ ل. کال د وري په ١٩مه نېټه د څلورنۍ په ورځ د علومو اکاډمي، د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او انسټیټيوټ علمي غړي څېړندوی خالد تکل د څېړنوالۍ علمي رتبې ته د. . .

BACK TO NEWS