د کمال خان بند او د افغانستان په راتلونکي اقتصاد کې يې ونډه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۸
د کمال خان بند او د افغانستان په راتلونکي اقتصاد کې يې ونډه

د افغانستان د علومو اکاډمي د سیمه‌ییزو مطالعاتو مرکز په ۲۶/۱۲/۱۳۹۹ نېټه «د کمال خان بند او د افغانستان په راتلونکي اقتصاد کې یې ونډه» تر سرلیک لاندې تحلیلي ناسته رابللې وه.

ناسته د پوهنتون استاد ښاغلي شعیب رحیم په پیلیزه وینا پرانیستل شوه چې د بندونو جوړول او ساتل یې، په تېره د کمال خان په څېر بند جوړول، ډېر مهم او خورا ارزښتمن بحث وباله او يې ويل چې د کمال خان بند په اړینه کچه نه دی نمانځل شوی.

ده زياته کړه، بندونه اوبه زېرمه کوي او د کرنیزې پراختیا او تمدن لامل ګرځي. پخواني تمدنونه هم د اوبو ترڅنګ اباد شوي دي، د بېلګې په توګه د نیل سیند تمدن او نور. د اوبو بندونه د اقتصادي فرصتونو لامل کېږي؛ د دې ترڅنګ د کلیوالي سیمو د پراختیا لامل هم ګرځي؛ ځکه ډېری خلک به د ښارونو پرځای په کلیو کې پاتې شي.

د هغه په وينا، اوبه د طبیعي منابعو تر بحث لاندې او دا ډول طبیعي او ملي شتمني د رحمت او زحمت تر عنوانونو لاندې څېړل کېږي. یعنې دا ډول منابعو ته هم د رحمت او هم د زحمت په سترګه کتل کېږي. په ځینو سیمو لکه افریقا د سرو زرو او نورو کاني زېرمو په سیمو کې جګړې کېږي. دغه راز د ننګرهار په شیرزادو کې د تالکو شتون د جګړې لامل شوی دی. زموږ ستراتیژیک موقعیت، اوبه، طبیعي زېرمې او نوره شتمني د جګړې لامل دی.

د رحیم په خبره، له پاکستان سره زموږ مشکل د اوبو پر سر دی، که هند په پاکستان اوبه بندې کړي، د پاکستان کرنه سقوط کوي. همدارنګه که افغانستان په ایران اوبه بندې کړي، ستونزې به ورته وزېږوي او دا مسایل د تأمل وړ موضوعات دي.

نوموړي وویل چې د کمال خان بند په څېر موضوعاتو باندې باید علمي- څېړنیز بحثونه وشي. که دا مسایل له علمي اړخه تحلیل نه شي، نو د سلګونه کلونو په تېرېدو به دا ډول بندونه پرمخ ولاړ نه شي. دا د افغانستان د بقا جګړه ده. په پوهنتونونو کې د محصلینو او فارغینو لپاره د دا ډول ذهنیت ایجادول په کار دي. د دې چارې لپاره علمي ژبه (انګریزي) مهمه ده. ځکه کولی شو نړۍ ته خپل پیغام ورسوو.

هغه زیاته کړه، چې دا ډول مسایل باید د نړیوالو حقوقو په چوکاټ کې تر بحث لاندې ونیول شي. د ډیورنډ کرښه، اوبه او نور مسایل باید د نړیوالو قواننینو په رڼا کې وڅېړل شي، ځکه دا مسایل حقوقي اړخ لري او باید پرې خبر شو. د اوبو مسایل باید له سیاسي اړخه هم وڅېړل شي.

د ده په ټکو، په ایتوپیا کې د رینیسنس (renaissance) بند جوړولو پر وړاندې مصر سیاسي او امنیتي ستونزې ایجادولې چې د نیل سیند لپاره ګواښ ګڼل کېده. د دې احتمال شته چې په راتلونکي کې به موږ هم له دغه ډول مسایلو سره مخامخ کېږو. د دا ډول مسایلو ټول سیاسي، حقوقي او اقتصادي اړخونه باید وڅېړل شي او له پوهنتونو سره باید څېړنیز پروګرامونه ترسره شي.

رحیم وویل، څېړونکي او بحث‌کوونکي دي چې دولت ته فکر ورکوي. په نړیواله کچه د موضوعاتو په حساسي کېدو سره باید په علمي بحثونو باندې تمرکز ډېر کړو.

ښاغلي شعیب رحیم د خپلې وینا په پای کې وړاندیز وکړ چې د طبیعي زېرمو او د دغو زېرمو نړیوال حقوقي وضعیت په اړه باید متخصصین وروزل شي او زیاته یې کړه چې د فکر تولید ترڅنګ باید په اړوندو برخو کې پالیسۍ جوړې شي.

د غونډې دوهم ویناوال ښاغلي محمد داود محمدي، چې د طرزي څېړنیز بنسټ مرستیال دی؛ وویل چې زموږ څېړنیز بنسټ (طرزي څېړنیز بنسټ) د امو سیند پر حقوقي قراردادونو او پر امو حوزه باندې د اوبیز سیاست اړوند دوه څېړنې ترسره کړي دي چې په نږدې راتلونکي کې به خپاره شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې په نړیوال سیاست کې د اوبو پر اهمیت بحث وکړ او د اوبو کیفیت او د کمیت اندازې ته یې اشاره وکړه او ویې ویل چې په نړیواله کچه یې د جګړو اندېښنې زېږولې دي.

د ده په وینا، په افغانستان کې اوبه له خورا لوی ارزښت څخه برخمنې او د بشریت د ژوند بقا لپاره مهمه ماده ده. اوبه په کرنه، صنعت او نورو برخو کې خورا ډېر اهمیت لري. په ښاري سیمو کې د اوبو کیفیت ښه‌کولو ته ډېره اړتیا لیدل کېږي چې د اوبیز کیفیت بحث راپورته کوي.

د هغه په خبره، اوبه د امنیت لپاره مهم فکټور او تهدید دی، د نفوسو ډېرېدل د اوبو د کمښت لامل ګرځي او جګړې رامنځته کوي. د اقتصادي پرمختګ لپاره اوبه خورا ارزښتمن فکټور دی. پر دې سربېره، اوبه باید د ملي حاکمیت موضوع وګرځول شي. یعنې هر هېواد باید خپلې اوبه په خپله کنټرول کړي.

نوموړي زیاته کړه چې اوبه د تمدن زېږنده ده او د اوبو کنټرول پرمهال له سیمې تېرېدونکې اوبه د ستونزو د جوړېدو لامل ګرځي چې په یو اړخیز ډول کنټرول یې ستونزې زېږوي.

ده وویل چې‎ په ۱۳۸۶ز. کال کې د امیر تیمور له لوري د نیمروز په نیولو سره د کمال خان بند ویجاړ شو؛ په دې معنا چې د هغه مهال راهیسي اوبه په افغانستان کې ځانګړی اهمیت لري. پردې سربېره، له ۹۰یمو کلونو راهیسي د افغانستان د اوبو کنګلي زېرمې ویلي شوي. هغه مهال د دې سیمې نفوس ۱۰ میلیونه و، خو اوس نفوس ډېر شوی او د ډېرېدو په حال کې دی. همدارنګه، د اوبو سطحه مخ په ټيټېدو ده او کیفیت یې هم په خرابېدو دی.

د هغه په خبره، د سړې جګړې پر مهال افغانستان په شمالي برخه کې د اوبو له ‌امله متضرر شوی او د اوبو په اړوند قراردادونو کې، په ځانګړي ډول د امو سیند اړوند مسایلو کې په حاشیه کې پاتې شوی دی.

محمدي وویل چې له ۲۰۰۱ز. را پدېخوا که څه هم بیارغاونیز بهیر و، خو بیا هم د اوبو په برخه کې کافي کار ونه شو او برېښناکوټونه جوړ نه شول.

ده وویل، د افغانستان جګړه د اوبو جګړه ده؛ له ایران سره د اوبو جګړه ده او له پاکستان سره د ځمکنۍ ستونزې سربېره اوبه هم د جګړې لوی فکټور دی. زموږ اوبه بې‌ګټې زموږ له خاورې بهر ته وځي. ګاونډیان مو له اوبیزو زېرمو ناوړه ګټه اخلي، خو موږ کولی شو چې اوبه د ګاونډیانو سره د خبرو اترو پرمهال د معاملې د چيک په توګه وکاروو.

ده يادونه وکړه چې په اوبيزو منابعو کنټرول د جګړې لامل ګرځي. د اوسني حکومت لپاره اوبه مهمه موضوع ده او د اوبو ملت‌پالنه رامنځته شوې ده چې باید په مقابل کې یې همکاري ترلاسه شي. همدارنګه، د اوبو په اړه عامه‌پوهاوی زیات شوی دی او د هېواد په بېلابېلو برخو کې ان د کوچنیو برېښناکوټونو د جوړېدو غوښتنې ډېرې شوې دي.

د هغه په وینا، له ایران څخه د کمال خان بند په اړه د معلوماتو غوښتلو لپاره له تېرو دوو اونیو راهیسي یو پلاوی کابل ته راغلی دی. همدارنګه ایرانیان مجبور شوي چې د شهید محمد موسی شفیق د وخت تړون په اړه له سره بحث وکړي.

ده زياته کړه، اوبه باید سیاسي (politicize) او د بحث موضوع شي. د نفوسو په ډېرېدو او د اوبیزې سطحې په ټيټیدو سره اوبه باید امنیتي (securitize) او د امنیتي ګواښ په توګه رابرسېره شي. کله چې کومه موضوع د ملي امنیت موضوع ګرځي، بیا نو کوم بل نړیوال لوری په دې اړه څه نه شي کولی. همدې لپاره اړینه ده چې اوبه د ملي امنیت موضوع وګرځي.

د ده په خبره، کمال خان بند د نیمروز خلکو ته اقتصادي ارزښت لري. حکومت د اوبو تنظیم لپاره یوه اداره رامنځته کړې چې د اوبو کنټرول لپاره د ادارې ترڅنګ اراده هم لري، خو مهمه دا ده چې ولس یې ترڅنګ ودرېږي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل د اوبو لپاره نړیوال قوانین شته چې مهم یې د ګټو شریکولو (benefit sharing) تړون دی.

ده همدا راز د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې څه اړتیا ده باید دا ډول مسایل رسنیز شي؛ وویل: دا ډول بحثونه د ولس راتلونکي پورې تړلي چې باید بحث پرې وشي. موږ ۴۰ کاله په جګړه کې یو، په هغو مسایلو باندې بحث نه کېږي چې لامل یې همدا اوبه دي او ترڅنګ یې بسپنه‌ورکونکي بسپنه نه ورکوي، نو باید تر بحث لاندې ونیول شي.

د ناستې وروستی ویناوال انجنیر محمد عارف میرخېل و او د کمال خان بند په اړه یې وویل چې ایران له پخوا راهیسي د دغه بند اړوند مسایلو او بحثونو د کمزوري‌ کولو کوښښونه کړي او سیمه‌ییز خلک او لوبغاړي یې تطمیع کړي دي.

نوموړي وویل چې ایرانیانو پر ګولډ سمیټ باندې هم اغېز درلود و او نوموړي سربېره پر دې چې په دې برخه کې د ایران پلوی و، د افغانستان لپاره په لږ حق باندې قایل شوی و.

نوموړي د اقلیم بدلون ته اشاره وکړه چې اقلیم د تغییر په حال کې دی او ایکولیجیکي اغېز مخ پر پراخېدو دی چې دا چاره ستونزې زېږوي.

ده یادونه وکړه چې په ۱۹۸۰ز. کال کې د کردانو کارګر ګوند (PKK) په سر د ترکیې او سوریې په شخړه کې اوبه د تهدید په توګه وکارول شوې.

همدارنګه نوموړي زیاته کړه چې په سیاسي اړخ کې «د اوبو حکمراني» یوه مقوله ده چې نه یواځې حکومت بلکې ټول ولس یې باید ترڅنګ ودرېږي. په اوبو کې نړیوال پرنسیپ دا دی چې د اوبو هر څڅېدونکی څاڅکی باید په هماغه ساحه کې مدیریت شي. حکومت باید د تخصصي مرجع په توګه ورسره کومک وکړي.

میرخېل همدار راز یادونه وکړه چې دا چاره ټولیز پوهاوي ته اړتیا لري او زیاته یې کړه چې په اوبو کې درې فکټورونه مهم دي: لومړی د سړي‌سر اوبه؛ دوهم د سړي‌سر د اوبو زېرمې دي چې په ۹۰یمو لسیزو کې د ۱۷۰ په شاوخوا کې او له نن څخه لس کاله وړاندې د ۶۷ په شاوخوا کې او اوس مهال د ۴۷ په شاوخوا کې دي چې ګواښوونکی حالت دی.‎ دریم فکټور بیا د اوبیزو زېرمو ملي ظرفیت دی چې باید و ارزول شي.

د ده په وینا، دا درې واړه فکټورونه تراوسه مخ په ځوړ روان دي او لنډمهاله خوښي په کار نه ده. د شمال حوزه له ستونزو خالي او په نورو ټولو حوزو کې راسره ګاونډیان ستونزې جوړوي.

ده همدارنګه تر ځمکې لاندې اوبو د ګواښ په اړه یادونه وکړه چې لمریزو ښیښو دا وضعیت لاپسې وخیم کړی دی او دا چاره به په راتلونکي کې ښایي د ایران او متحده ایالاتو په څېر د ځمکې کښېناستو لامل وګرځي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې باید په اړوند پروژو او کاني موادو کې خلکو ته حق ورکړل شي، میرخېل وویل: په قوانینو او پالیسیو کې وګړو ته د حق ورکولو بحثونه باید د عدالت له مخې په پام کې ونیول شي.

دغه راز نوموړي د غونډې په پای کې ځیني مشخص وړاندیزونه هم درلودل او هغه دا چې:

۱. د اوبو لپاره باید یوه روښانه پالیسي ولرو.

۲. د دغو پالیسیو الزامي تطبیق لپاره باید هر اړخیز قوانین ولرو او په تفکري ډول باید اوبو ته له سیاسي، د ژوند د بقا سرچینې، حقوقي او نورو اړخونو وکتل شي.

۳. اوبو ته باید د پروژو له اړخه ونه ګورو، لکه کمال خان بند یا نور؛ اوبه د ژوند اساسي برخه ده او باید په اساسي ډول ورته وکتل شي. په دې برخه کې باید څېړنې زیاتې شي ترڅو په بحثونو او تعاملاتو کې د مهم فکټور په توګه وګڼل شي.

د ده په وینا، د افغانستان علومو اکاډمي د دا ‌ډول څېړنو لپاره تر ټولو ښه مرجع ده.

د بحث په پای کې د ګډونوالو له لوري نورې پوښتنې هم وشوې چې د ویناوالو له لوري ورته ځوابونه ورکړل شول.

#کمال_خان

#داوبومدیریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۶:۳۴
Background image

د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د شکایتونو اورېدلو وزارت د قانون د تشریح او تطبیق په اړه لویه غونډه ترسره شوه

نن د چهارشنبې ورځ د ۱۴۰۳ لمریز کال د لړم/عقرب د میاشتې ۳۰مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د علامه احمد علي کهزاد د سیمینارونو او کنفرانسونو په تالار کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۲:۱۴
Background image

د تڼیو د ګړدود تحلیلي څېړنه

"د علمي-څېړنېزي پروژې دفاع" د افغانستان د علومو اکاډمي، د بشري علومو معاونيت اړوند د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټیټیوټ علمي غړي ښاغلي نوماند څېړندوی احمد الله وصال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۰:۴۷
Background image

په افغانستان کې پر لرغونو آریک ژبو د شویو کارونو څېړنه

"د علمي-څېړنېزي پروژې دفاع" د افغانستان د علومو اکاډمي، د بشري علومو معاونيت اړوند د ژبو او ادبیاتو مرکز د لرغونو ژبو انسټیټیوټ علمي غړي نوماند څېړندوی محمد اتل انګار د نوماندۍ دورې د. . .

BACK TO NEWS