مطبوعاتي بلنلیک
د ۱۳۹۹ هـ .ش کال د لړم(عقرب) میاشتې په ۲۱مه نېټه د چهار شنبې پر ورځ د سهار په ۹:۳۰ بجو د افغانستان د علومو اکاډمي د علامه احمد علي کهزاد د کنفرانسونو او سیمینارونو په تالار کې (په هېواد کې له اقلیمي بدلونونو سره د تطابق څرنګوالی او د زیانونو کمښت یې) تر عنوان لاندې علمي – څېړنیز سیمینار ترسره کېږي.
نو ستاسو له تخنیکي همکارانو څخه په درنښت هیله کېږي چې د دې غونډې د خبري پوښښ لپاره تشریف راوړي.