په کوشاني دوره کې د هندي او یوناني ادیانو څېړنه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۱ - ۱۰:۲
بررسی جایگاه ادیان هندی و یونانی در دوره کوشانی

د څېړنوال علی احمد جعفری تر کار لاندې څېړنیزې پروژې لنډه پېژندنه

۱- د پروژې سرلیک

په کوشاني دوره کې د هندي او یوناني ادیانو څېړنه

د څپرکو شمېر: ۵

۲- د اجرا موده: شپږ کاله (۱۳۹۹/۶/۱۶  تر  ۱۶ / ۶ / ۱۴۰۵ )

۳- د څېړنې موخه

تر اوس مهاله د دې موضوع په اړوند هېڅ کومه ورته څېړنه نه تر سره شوې او دا موضوع په خپل ذات کې نوې څېړنه ګڼل کېدای شي.

۴- د موضوع مبرمیت

د کوشاني سترواکۍ پر مهال ډېرې ټینګې فرهنګي او عقیدتي اړیکې موجودې وې نو ځکه د کوشانیانو او د دې خاورې د پخوانیو خلکو په عقیدو کې، یوناني ارباب الانواع او هندي ادیانو خورا ژور ځای نیولی وو او دغو عقیدو د سیاسي، فرهنګي او ټولنیزو تحولاتو سره سره آن تر ۷-۸ پېړیو پورې دوام درلودلی دی.

که چېرې د کوشاني دورې هنر او فرهنګ په فلسفي لحاظ مطالعه شي او تر څېړنې لاندې ونیول شي نو څرګنده به شي چې د کوشاني دورې د فرهنګي چاپېریال اصلي بنسټ هندویزم او بودیزم عقاید او یوناني ارباب الانواع دي چې په هر اړخیزه مطالعه او څېړنه یې کولای شو د لرغونې آریانا فرهنګي اصالت ثابت کړو.

نو د دې موضوع اړه علمې څېړنه په تاریخي او فرهنګي لحاظ یوه ډېره مهمه اړتیا ده.

۵- د څېړنې پوښنتې

- یوناني ارباب الانواع او د بودایي آیین بېلابېلو فرقو په کوشاني دوره کې څه رول درلودلی دی؟

-  یوناني او هندي هنري اثارو د کوشاني دورې په عبادت ځایونو کې څه ډول څرګند شوي دي؟

- په کوشاني دوره کې کوم دین بنسټیز رول لوبولی دی؟

- یوناني او هندي پدیدو د کوشاني دورې په فرهنګ څه اغېز درلود؟

۶- د څېړنې پایلې

د دې څېړنې په تر سره کولو، د هندې او یوناني ادیانو او کوشاني دورې د مذهبي او فرهنګي اړیکو څرنګوالي په اړه به ډېر مهم تاریخي او علمي معلومات تر لاسه شي.

۷- د پروژې د کار شوې برخې سلنه

دا علمي- څېړنېزه پروژه ٪۱۱ کار شوې او همدا راز څېړنه دوام لري.

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۰:۱۹
Background image

د ماشومانو ادبیات او د هغوی د روزنې لارې چارې/ ادبیات کودک و شیوه‌های تربیتی آن

د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د ۱۴۴۷هـ.‌ق کال د شعبان المعظم پر ۲۲مه چې د ۱۴۰۴هـ.‌ش کال د سلواغې له ۲۱مې سره سمون لري، د سه‌شنبې/ درې‎نۍ پر ورځ د ماشوم ادبیاتو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

د سيمه ييزو مطالعاتو ژورنال ۱۴۰۴ ل، د درېيمې ربعې ۳ مه، پرله پسې ۷۸ مه ګڼه چاپ شوه!

سيمه ييزو مطالعاتو ژورنال د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز علمي– څېړنيز ژورنال دی چې په ۱۳۸۵ ل. کې يې خپرېدل پيل شول، په ياد ژورنال کې د سيمې د هېوادونو پر سياسي،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۲:۲۷
Background image

د طبیعت مجلې ۷۶ ګڼه چاپ شوه!

طبیعت مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي–تخنیکي علومو د معاونیت یوازینۍ علمي–څېړنیزه مجله ده، چې د ۱۳۶۸ هـ.ش. کال راهیسې یې خپرونې پیل کړې دي. دغه مجله په منظم ډول هر درې میاشتې یو. . .

BACK TO NEWS