د مندیګک د تاریخي ساحو او هرپه او موهنجودارو تمدنو پرتلیزه څېړنه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۴ - ۹:۲۲

د علمي پروژې پیژندنه: د څېړنوال فرهاد احمدي ترنظر لاندې څېړنه.

- د پروژې عنوان: د مندیګک د تاریخي ساحو او هرپه او موهنجودارو تمدنو پرتلیزه څېړنه.

۲- د اجراء موده: شپږ کاله له ۱۳۹۵/۱۲/۱ څخه تر ۱۴۰۱/۱۲/۱ .

۳- د څیړنې موخه: د مندیګک د تاریخي ساحو او د هرپه او موهنجودارو د تمدونونو ترمنځ د اختلافي څیزونو او فرهنګي یو ځای والو پیدا کول.

۴- د موضوع مبرمیت: د مندیګک د تاریخي ساحو او د هرپه او موهنجودارو د تمدنونو پرتلییزې څیړنې ته ضرورت او د لرغون پېژندنې مطالعي د تمدن په پېژندنه کې د تاریخ څخه په مخکې دوره کې له یو ځانګړي اهمیت او مبرمیت څخه برخمنې دي.

۵- د څیړنې د مسایلو طرحه:

  • د مندیګک تاریخي ساحه چیرته موقعیت لري او په کومه تاریخي دوره پورې اړه لري؟
  • د هرپه او موهنجودارو تاریخي تمدنونه په کوم ځاې کې موقعیت لري او په کومو تاریخي دورو پورې اړه لري؟
  • د مندیګک د تاریخي ساحو او د هرپه او موهنجودارو د تمدنونو ترمنځ مشابهتونه، اختلافونه او مشترکې ساختماني نقطې څه دي؟
  • د مندیګک د تاریخي ساحو او د هرپه او موهنجودارو د تمدنونو ترمنځ مشابهتونه، اختلافونه او مشترکې ساختماني نقطې څه دي او د څه په هکله موجودې دي؟

۶- منتظره پایلی (عملي او نظري): د دې اثر په مکمل کیدو سره برسره پر دې  چې د مندیګک د تاریخي ساحو او د هرپه او موهنجودارو د تمدنو په هکله به ګټور معلومات ترلاسه شي همدارنګه د یو ښه څېړنیز علمي اثر په توګه په د دې ریشتې مینه والو او فرهنګپالانو ته پاتې شي.