په پښتو لنډیو کې د پښتني کلتور انعکاس
لیکوال : څېړنوال دکتور رفیع الله نیازی
لنډیز
لنډۍ د پښتو ژبې د ولسي ادب یو منظوم ژانر دی، چې د تاریخ په اوږدو کې بېلابېلو وګړو ويلې دي او د پښتني ټولنې د ټولنیز ژوندانه هره برخه پکې منعکس شوې، خو ار ويونکي يې نه دي څرګند او کلتور د ېوې ټولنې د وګړو د نږدې ټولو کړو ټولګه ګڼل کېږي. له يوه اړخه کلتور يو پراخ بحث دی او له بل اړخه پښتني کلتور د پښتنو د قبیلوي جوړښت له امله د نړۍ د نورو ولسونو د کلتورونو په پرتله ډېر غني دی، نو په پښتو لنډيو کې به د ټول پښتني کلتور د انعکاس څېړل ډېر ګران وي، موږ به په دې ليکنه کې په پښتو لنډيو کې د پښتني کلتور ځينې برخې وڅېړو.