د فابل (Fable) پېژندنه او په ادبیاتو کې یې ونډه
لیکوال : څېړنپوه محمد نبي صلاحي
لنډیز
فابلونه هغه کیسې دي چې په رمزي طنز او حکایتي طرز د حیواناتو په ژبه د پند او نصیحت په منظور ویل شوې او لیکل شوې وي. دا ډول کیسې، څه د ژباړې له لارې پښتو ادبیاتو ته راترجمه شوې او څه هم د پښتنو لیکوالو او شاعرانو خپل تخلیق باله شي. له دې امله د دغو کیسو څېړنه، یواځې په یوې مقالې لیکلو سره نه شي خلاصه کېدلای، بلکې باید ځوان څېړونکي د فابل کیسو په اړه ګڼ شمېر مونوګرافونه او آثار ولیکي او دا موضوع، باید زموږ د راتلونکو څېړنو په سرکې وي.