د حماس او اسراییلو وروستۍ جګړه؛ لاملونه او پر منځني ختیځ یې اغیزې

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۵ - ۱۱:۲۸
ښاغلي څېړندوی عبدالصبور مبارز

"علمي ـ څېړنیز کنفرانس"
د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د منځني ختيځ د سیمې څېړونکي ښاغلي څېړندوی عبدالصبور مبارز ( د حماس او اسراییلو وروستۍ جګړه؛ لاملونه او پر منځني ختيځ یې اغیزې) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.

 څېړونکي په دې کنفرانس کې د اسراییلو او حماس په وروستۍ جګړه کې د حماس د ناڅاپي حملې پر تکتيکونو، د جګړې پر ډول او لاملونو، پر منځني ختیځ د دې جګړې سیاسي، امنيتي او اقتصادي اغیزو، په دغه سیمه کې د لویو قدرتونو پر اوسنیو او راتلونکو سیالیو، د جګړې په اړه د عربانو پر دریځونو او له اسراییلو سره یې د نارملایزېشن پر تړونونو او د دې جګړې پر راتلونکي تفصیلي بحث وکړ.

په پای کې د ګډونوالو د پوښتنو په ځوابولو سره کنفرانس پای ته ورسېد او د ټاکل شوي کمېسیون له لوري مثبت ارزیابي شو.