«د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو خطي نسخو تحلیلي څېړنه» اثر چاپ شو

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۶ - ۹:۴۷
«د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو خطي نسخو تحلیلي څېړنه» اثر چاپ شو

دغه اثر څېړنیار شریف الله دوست لیکلی چې د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست له خوا په (۱۶+ ۴۳۸= ۴۵۴) وزيري سايز مخونو کې چاپ شوی دی.

د دې اثر په څلورو فصلونو کې شاوخوا ۲۸۰ پښتو خطي نسخې معرفي شوې دي. یادې نسخې په دوو برخو کې تحلیل شوې دی. لومړۍ برخه زړې خطي نسخې دي چې له یوولسمې هجري پېړۍ څخه تر څوارلسمۍ هجري پېړۍ رارسیږي، دوهمه برخه یې له څوارلسمي هجري پېړۍ څخه تر ۱۳۸۰هـ. ش کلونو پورې خطي نسخې رانغاړي.

په یادو نسخو کې یو شمېر یې چاپ شوي، یو تعداد ارزښتناکې نسخې لا هم د چاپ لارې څاري.

دا نسخې هره یوه یې تر پنځلسو ځانګړنو پورې په بېل بېل ډول پېژندل شوې دي، نسخې د افغانستان د علومو اکاډمي په کتابتون کې خوندي دي.

د دې علمي اثر د محتوياتو لومړني مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او ترلاسه کولی شئ:

https://asa.gov.af/.../%D8%AF%20%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7...

یادونه:

د کتاب مينه وال کولای شي دا اثر د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو له رياست څخه يې په مناسبه بيه واخلي.

د اړيکې شمېره: 0202201279

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۲:۱۶
Background image

د آریانا مجلې د ۱۴۰۴ کال ۲ ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۴:۲۹
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۴ ل کال د لیندۍ میاشتې پر ۱۸ مه نېټه ترسره کړه.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۴۶
Background image

د تفکر جریدې د ۱۴۰۴ لمریز کال څلور ګڼې چاپ او خپرې شوې!

د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د ورونو قومونو د ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ د علمي- څېړنیز، ادبي، فولکلوري او فرهنګي خپرنیز ارګان په توګه د تفکر جریده چاپ او خپروي.

BACK TO NEWS