جایگاه میراث علمی برهان‌الدین مرغینانی در معارف اسلامی معاصر

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۸
جایگاه میراث علمی برهان‌الدین مرغینانی در معارف اسلامی معاصر

د افغانستان د علومو اکاډمي ۱۴ کسیز هیأت د ازبېکستان جمهوریت په رسمي بلنه یاد هېواد ته سفر وکړ.

د افغانستان د علومو اکاډمي د ژباړې د مرکز رئیس ښاغلي شیخ الحدیث محمد عزیز الله مظهري په مشرۍ د اسلامي علومو معاونیت ۱۴ تنه علمي غړو د (جایگاه میراث علمی برهان‌الدین مرغینانی در معارف اسلامی معاصر) تر سرلیک لاندې نړیوال علمي او فرهنګي کنفرانس کې ګډون وکړ.

د کنفرانس په لومړي سر کې د ازبېکستان د نړۍوالې اسلام‌پېژندنې اکاډمۍ رئیس محترم مظفر کاملوف د افغانستان اسلامي امارت د علومو اکاډمۍ پلاوي ته د ښه راغلاست وړاندې کولو تر څنګ هر اړخیزه وینا وکړه.

ورپسې په تاشکند کې د افغانستان اسلامي امارت فوق‌العاده او مُختار سفیر، محترم شیخ عبدالغفار تیروي صاحب، مفصله او پُرمحتوا وینا وکړه. هغه په خپلو خبرو کې د دواړو هیوادونو پر ګډو ټکو او ښو اړیکو رڼا واچوله او د اړیکو پر پراختیا او دوام یې ټینګار وکړ.

وروسته د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي مشر او د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژباړې او تدقیق مرکز رئیس شیخ الحدیث محترم عزیزالله مظهري صاحب خپله عالمانه وینا وکړه او د خپلې وینا په ترڅ کې یې د سیمې د سترو علماوو او پوهانو لکه امام بُخاري، امام ترمذي، امام ابو منصور ماتریدي، حکیم ترمذي، علامه مرغیناني او …یادونه په درنښت وکړه.

شیخ صاحب د خپلو خبرو په جریان کې یوه مهمه نکته هم مطرح کړه او زیاته یې کړه چې؛ له ابن ماجه پرته د صحاح‌سته ټول محدثین د امام بخاري په شمول د قتیبة بن سعید بغلاني شاګردان دي، نوموړي همدا رنګه د خپل متصل فقهي سند یادونه هم وکړه، چې له ده څخه تر علامه مرغیناني، له علامه مرغیناني څخه تر امام ابو حنیفه نعمان بن ثابت الکوفي، له امام ابو حنیفه څخه تر جلیل‌القدر صحابي حضرت عبدالله بن مسعود رضي‌الله عنه (صاحب الوسادة والنعلین)، او له حضرت عبدالله بن مسعود رضي‌الله عنه څخه تر خاتم النبیین، رسول امین حضرت محمد مصطفی صلی‌الله علیه وسلم پورې رسېږي. دا موضوع د حاضرینو، په ځانګړي ډول د علماوو او څېړونکو، له تود هرکلي او پاملرنې سره مخ شوه.

د ازبېکستان د نړۍوالې اسلام‌پېژندنې اکاډمۍ رئیس ښاغلي کاملوف د محترم مظهري صاحب د فقهي سند د وړاندې کولو ستاینه وکړه او ویې ویل چې؛ په لومړی ځل یې له یوه عالم څخه په شفاهي ډول فقهي سند واورېد او غوښتنه یې وکړه چې دغه سند دې، په لیکلې بڼه د ازبېکستاني څېړونکو په واک کې ورکړي، په همدې ډول د کنفرانس په پای کې هم ګڼو څېړونکو او د علمي مرکزونو مسئولینو له شیخ صاحب څخه د فقهي سند د اجازې غوښتنه وکړه، شیخ صاحب ژمنه وکړه چې خپل سند به په لیکلې بڼه ورسره شریک کړي.

د یاد کنفرانس په اجنډا کې د ۲۲ نیول شویو علمي مقالو څخه یې ۱۷ مقالې وړاندې شوې، چې له ډلې یې ۱۱ مقالې د افغانستان اسلامي امارت د علومو اکاډمۍ د علماوو او څېړونکو اړوند وې.

پاتې دې نه وي، چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پلاوي د څېړونکو علمي مقالې د حاضرینو او د بېلابېلو ادارو د مسئولینو له تود هرکلي سره مخ شوې، هغوی ژمنه وکړه چې دغه مقالې به ازبکي ژبې ته وژباړي؛ په ځانګړي ډول د علومو اکاډمۍ د اسلامي بانکوالۍ او معاصرو مسایلو د څېړنیز مرکز د رئیس څېړنوال مفتي عبدالحق حقاني مقاله چې د څو تنو څېړونکو د ځانګړې پاملرنې وړ وګرځېده او له نوموړي څخه یې اجازه وغوښته څو په نږدې وخت کې یې وژباړي او په نړۍوال ژورنال کې یې خپره کړي.

په پای کې د یاد هېواد د اکاډمۍ مسؤلینو ته د افغانستان د علومو اکاډمۍ چاپ شوي اثار هم ډالۍ شول.

د افغانستان د علومو اکاډمي یاد پلاوي د کنفرانس تر څنګ د دې هېواد د مشهورو علماوو له (امام محمد بن اسماعیل، امام برهان الدین مرغیناني، امام ابو منصور ماتریدي او ګڼو نورو رحمهم الله)زیارتونو څخه لیدنې هم تر سره کړې.

په پای کې، په یاد هېواد کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت په رسمي بلنه، په ازبېکستان کې د لیدنې او د نظر د تبادلې په پروګرام کې ګډون وکړ او د سفارت له بېلابېلو څانګو څخه یې لیدنه هم وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۴۶
Background image

په ټولنه کې د حنفي فقه مقام او ارزښت

نن یکشنبه/ یوه نۍ د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک په ۲۶مه نېټه چې د ۱۴۰۴ ل کال د کب/ حوت میاشتې له ۲۴مې نېټې سره سمون خوري د علومو اکاډمي د سیمینارونو او کنفرانسونو په عمومي تالار کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۱۶
Background image

د آریانا مجلې نوې ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۲۶
Background image

د تحقیقات کوشاني علمي-څېړنیزې مجلې نوې ګڼه (پرله پسې ۳۵مه) چاپ شوه!

تحقیقات کوشاني؛ د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو اړوند کوشاني څېړنو نړیوال مرکز هغه علمي- څېړنیزه مجله ده چې په ۱۳۵۷لمریز کال کې د نوموړي مرکز له لوري تأسیس شوې ده؛ او اوس مهال. . .

BACK TO NEWS