"د افغانستان د مهاجرت ادبیات" د علمي – څېړنیز سیمینار د علمي کمېسیون دویمه ناسته ترسره شوه!

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۱ - ۹:۳۵
"د افغانستان د مهاجرت ادبیات" د علمي – څېړنیز سیمینار د علمي کمېسیون دویمه ناسته ترسره شوه!

کابل: "د افغانستان د مهاجرت ادبیات" د علمي – څېړنیز سیمینار د جوړېدو د علمي کمېسیون دویمه ناسته د علومو اکاډمي د بشري علومو د برخې د مرستیال سرمحقق دکتور محمد علم اسحق زي په مشرۍ د سلواغې د میاشتې په 10 مه نېټه د دوشنبې پر ورځ په علومو اکاډمۍ کې جوړه شوه.

د علمي کمیسیون د لومړۍ ناستې د سپارل شویو کارونو جاج واخیستل شو، چې د سیمینار د علمي برخې چارې تقریباً بشپړې شوې وې او تر څنګ یې د سیمینار لپاره پر لیکل شویو او را رسېدلو علمي مقالو بحث وشو.

د ناستې برخه وال:

1 _ څېړنپوه شریف الله شریف.

2 _ څېړنپوه خیر محمد حیدري.

3 _ څېړنپوه دکتور عبدالقیوم مشواڼی.

4 _ څېړنوال محمد متین مؤنس.

5 _ څېړنوال دکتور سید نظیم سیدي.

6 _ څېړنوال دکتور نورالحبیب نثار.

7 _ څېړنوال محمد آصف احمدزی.

8 _ څېړنوال رحیم الله حریفال.

9 _ څېړنوال برهان الدین نظامي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۶:۳۴
Background image

د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د شکایتونو اورېدلو وزارت د قانون د تشریح او تطبیق په اړه لویه غونډه ترسره شوه

نن د چهارشنبې ورځ د ۱۴۰۳ لمریز کال د لړم/عقرب د میاشتې ۳۰مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د علامه احمد علي کهزاد د سیمینارونو او کنفرانسونو په تالار کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۲:۱۴
Background image

د تڼیو د ګړدود تحلیلي څېړنه

"د علمي-څېړنېزي پروژې دفاع" د افغانستان د علومو اکاډمي، د بشري علومو معاونيت اړوند د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټیټیوټ علمي غړي ښاغلي نوماند څېړندوی احمد الله وصال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۰:۴۷
Background image

په افغانستان کې پر لرغونو آریک ژبو د شویو کارونو څېړنه

"د علمي-څېړنېزي پروژې دفاع" د افغانستان د علومو اکاډمي، د بشري علومو معاونيت اړوند د ژبو او ادبیاتو مرکز د لرغونو ژبو انسټیټیوټ علمي غړي نوماند څېړندوی محمد اتل انګار د نوماندۍ دورې د. . .

BACK TO NEWS