د شيدا په شاعرۍ کې د کره کتنې د تيورۍ تومنه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۳ - ۱۴:۲۲
څېړندوی فضل الرحمن عليزي

(علمي – څېړنيز کنفرانس)

نېټه: ۱۴۰۲ ل کال د مرغومي ۱۳مه

د پښتو ژبې او ادبياتو انستيتوت د متنپوهنې څانګې علمي غړي ښاغلي څېړندوی فضل الرحمن عليزي «د شيدا په شاعرۍ کې د کره کتنې د تيورۍ تومنه» تر سرليک لاندې علمي – څېړنيز کنفرانس وړاندې کړ.

په دې علمي ـ څېړنيز کنفرانس کې د پښتو ادبياتو د کلاسيکې دورې د وتلي او نوميالي شاعر کاظم خان شيدا په آثارو کې د ادبي کره کتنې د وړاندې شويو تيوريو په اړه بحث وشو. څېړندوی فضل الرحمن عليزي د دې علمي ـ څېړنيز کنفرانس په ترڅ کې وويل: «کاظم خان شيدا نه يوازې د هندي سبک له پياوړو شاعرانو څخه دی، بلکې د دې سبک په شاعرانو يوه بله ځانګړنه دا هم لري، چې په شعرونو کې يې د نورو شاعرانو پر شعرونو د کره کتنې ترڅنګ د کره کتنې د تيورۍ په برخه کې هم پياوړي نظريات وړاندې کړي دي»

ښاغلي عليزي د خپل علمي ـ څېړنير کنفراس په ترڅ کې د کاظم خان شيدا په شعرونو کې د ادبي کره کتنې د وړاندې شوې تيورۍ په اړه مفصل بحث وکړ او د نوموړي په شعرونو کې يې بېلابېلې ادبي تيورۍ په نښه او تشريح کړې. د نوموړې په خبره: «که د کاظم خان شيدا شعرونه په غور ولوستل شي، د معاصرې ادبي کره کتنې له تيوريو سره برابرې ځينې داسې تيورۍ وړاندې کړې، چې له کره کتونکي سره د يوې بريالي کره کتنې په تر سره کولو کې نه يوازې مرسته کولای شي، بلکې برياليتوب ته يې هم رسولای شي.»

څېړندوی فضل الرحمن عليزي په دې علمي ـ څېړنيز کنفرانس کې د وړانديز په ډول وويل‎: «د افغانستان علومو اکاډمۍ ته مو وړانديز دا دی چې د کلاسيکې دورې د شاعرانو د آثارو د منځپانګې د هر اړخېزې څېړنې او سپړنې لپاره دې علمي - څېړڼيز کنفرانسونه داير کړي، تر څو د څېړونکو له لورې د پښتو ادبياتو د کلاسيکې (دويمې) دورې د شاعرانو او د دوی د آثارو پر منځپانګه بېلابېلې څېړنې ترسره او ځينې هغه موضوعات را وسپړل شي چې تر اوسه لا هم په ګرد او غبار کې پټ دي او په اړه يې څېړنې نه دي شوې.»

د کنفرانس په پای کې د څېړونکو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول او د علمي کميسيون له خوا وړاندې شوی کنفرانس مهم او مثبت و ارزول شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۲
Background image

تست

بببب

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۹
Background image

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزې مجلې نوي (۴۷) ګڼه چاپ شوه

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزه مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت اړونده د لرغون پېژندنې څېړنیز مرکز علمي څېړنیزه مجله ده؛ چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې یاد مرکز له لورې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۵۸
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل کال د غبرګولي او چنګاښ مياشتې دوه ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند علمي خپرنيز ارګان دی. دا خپرنيز ارګان له نن څخه نهه اتيا (۸۹) کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی. . .

BACK TO NEWS