د طبیعت علمي- څېړنیزې مجلې لنډه مخینه

د طبیعت علمي- څېړنیزه درې میاشتنۍ مجله په ۱۳۶۸ ل. کال کې د طبیعي – تخنیکي علومو د معاونیت په چوکاټ کې په فعالیت پیل کړی دی. د طبیعت علمی- څېړنیزې مجلې لومړی مسئول مدیر ښاغلی محقق سید ذبیح‌الله ساویز و، چې په خپلو نه‌ستړي کېدونکو هڅو او هاند سره یې د مجلې بنسټ کېښود او د راتلونکې لپاره یې د کارونو روښانه تګ لوری وټاکه. د مجلې چاپ څو ځلې د ځینو سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او نورو لاملونو له امله د ځنډ سره مخامخ شوی دی؛ خو په هېواد کې د نسبي ثبات له ټینګېدو وروسته، مجلې یو ځل بیا په ټینګو ګامونو خپل فعالیت ته دوام ورکړی او څېړونکو د علمي – څېړنیزو مقالو په خپرولو کې یې خپل مهم رول لوبولی دی.

د طبیعت علمی- څېړنیزه مجله په لومړي سر کې د علومو د اکاډمۍ د څېړونکو د لیکل شوو مقالو او آثارو د خپرولو چارې ترسره کولې، خو اوس د پوهنتونونو د استادانو، لیکوالانو، څېړونکو او د طبیعي – تخنیکي علومو د متخصصینو علمي – تخنیکي مقالې هم خپروي.

لوستونکي د دې مجلې په پاڼو کې د هغو څېړونکوو پوهانو او استادانو له آثارو، مقالو او مطالبو سره اشنا کېږي چې د طبیعي – تخنیکي علومو په بېلابېلو برخو کې د هغوی د لاسته راوړنو انعکاس ورکوي. تاسې د مجلې په پاڼو کې د نوې علمي پوهې، ټکنالوژۍ، جیولوجي، جیوفزیک، جیو-انجینیري، هایدرو میټیورولوژي، ریاضي، فزیک، تخنیک، ماشین جوړولو، مدني او صنعتي ودانیو جوړولو، د ژوند چاپېریال، انرژۍ، کیمیا، بیولوژي، کرنې، روغتیايي علومو، فارمسي، وترنري او نورو برخو له نویو کشفیاتو او اختراعاتو سره اشنا کېږي.

د طبیعت علمی- څېړنیزې مجلې شمېرې چې په بېلابېلو دورو کې چاپ شوې دي، ۷۳ ته رسېږي او د مجلې د هرې ګڼې تیراژ ۱۵۰ دی.

د تېرو کلونو په اوږدو کې د طبیعت علمی- څېړنیزې مجلې ۸ مسئول مدیران درلودل. په اوسني وخت کې، د طبیعت علمی- څېړنیزه مجله د ۴ کسیز کتنپلاوي تر مشرۍ لاندې خپل فعالیت ته دوام ورکوي. د مجلې مسئول مدیر محترم سید محمد اسماعیل آغا او مهتمم محترم الیاس عمر فرهمند دی.

د مجلې مدیریت له درنو لوستونکو څخه هیله لري، چې خپل نظریات، نیوکې او وړاندیزونه د مجلې د کار د لا ښه والي او د هغې د خپرونو د کیفیت د لوړوالي لپاره په لاندې پته راولېږي:

 

📞 اړیکشمېره: ۰۷۲۸۵۵۰۱۵۰

EO.Farahmand786@gmail.com: 📧 برېښنالیک

📱 واټساپ: ۰۷۸۸۰۵۶۱۷۵