د پښتو ژبې د ليکدود د يووالي په اړه غونډه

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۷ - ۱۵:۱۱
د پښتو ژبې د ليکدود د يووالي په اړه غونډه

کابل: د پښتو ژبې د ليکدود د يووالي په اړه غونډه د ۱۳۹۹هـ. ش کال د وږي مياشتې په ۱۶مه او ۱۷مه نېټه د افغانستان په علومو اکاډمي کې ترسره شوه.

په دې علمي غونډه کې د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتوت علمي غړو، د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمي غړو، د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون او کابل پوهنتون استادانو او ځینو نورو څانګوالو برخه اخیستې وه.

په دې دوه ورځنۍ غونډه کې چې د تېرو څو غونډو په دوام ترسره شوه، په کې د پښتو ژبې د ليکدود د يووالي په اړه بحثونه وشول او په پايله کې په دې اړه اړينې پرېکړې وشوې.

په پام کې ده چې دغه پرېکړې به په نږدې راتلونکي کې له ټولو هېوادوالو او رسنيو سره شريکې شي.

بايد يادونه وکړو چې ځينې پوهان په انلاين ډول په غونډه کې موجود وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۲
Background image

تست

بببب

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۹
Background image

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزې مجلې نوي (۴۷) ګڼه چاپ شوه

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزه مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت اړونده د لرغون پېژندنې څېړنیز مرکز علمي څېړنیزه مجله ده؛ چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې یاد مرکز له لورې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۵۸
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل کال د غبرګولي او چنګاښ مياشتې دوه ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند علمي خپرنيز ارګان دی. دا خپرنيز ارګان له نن څخه نهه اتيا (۸۹) کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی. . .

BACK TO NEWS