د پښتو ژبې په اړه د بهرنیو ژبپوهانو د علمي کارونو څېړنه

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۳:۵۸
نوماند څېړندوی شوکت الله عمر

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت، د ژبو او ادبیاتو مرکز، د لرغونو ژبو انسټیټوټ علمي غړي نوماند څېړندوی شوکت الله عمر (د پښتو ژبې په اړه د بهرنیو ژبپوهانو د علمي کارونو څېړنه) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیزه پروژه دفاع کړه.

یاده پروژه په یوه سریزه، څلور څپرکو، پایلې او وړاندیزونو باندې مشتمله ده. په لومړي څپرکي کې څېړونکي د موضوع په شالید باندې بحث کړی، دویم څپرکی یې د دوو جلا سرلیکونو لاندې (لوېدیځ ژبپوهان او ختیځ ژبپوهان) د بهرنیو پښتو ژبڅېړونکو او ژبپوهانو پېژندنې ته ځانګړی کړی دی، په درېیم څپرکي کې څېړونکي د بهرنیو پښتو ژبپوهانو او ژبڅېړونکو مقالې، کنفرانسونه او کتابونه په شکلي او موضوعي ډول څېړلي او ارزولي دي او په څلورم څپرکي کې یې د پښتو ژبې د منشأ، ګرامر او لهجو په اړه د بهرنیو ژبپوهانو نظرونه په کره کتنیز ډول څېړلي دي. په پای کې څېړونکي د څېړنې پایله او وړاندیزونه ذکر کړي دي.

څېړونکي د یادې پروژې په دفاعیه غونډه کې د حاضرینو پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه ورکړل او د نوموړي دفاع، د ټاکل شوي کمیسیون د ټولو غړو د رایو په اتفاق سره له نوماند څېړندوی څخه څېړندوی علمي رتبې ته تأیید شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴
Background image

د معارف القرآن او احسن الکلام تفسیرونو پرتله‌ییزه څېړنه

نن پنځنۍ / پنجشنبه د ۱۴۴۸هـ ق کال صفر المظفر ۱۵مه (۸/۵/۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز علمي غړي، څېړنوال عبد الرحمن حامد، د څېړنپوهۍ علمي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۸:۴۷
Background image

نړیوالتوب او پر افغانستان یې اغېزې

نن درېنۍ / سه ‎شنبه د ۱۴۴۸ هـ ق کال د صفر المظفر ۱۳مه (۱۴۰۵/۵/۶) نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د عقیدې او ثقافت مرکز په نوښت د (نړیوالتوب او پر افغانستان یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۵۶
Background image

هند او پاکستان د دوامدرو شخړو د رېښو، لاملونو او اغېزو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ آمر معاون سرمحقق ضیاءالحق ضیا د بشري علومو په معاونیت کې د علمي غړو او د ارزونې د هیئت په حضور کې د. . .

BACK TO NEWS