"د کابل حوزې د هایدروګرافیکي ځانګړتیاوو څېړنه " اثر چاپ شو

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۹:۳۳
د کابل حوزې د هایدروګرافیکي ځانګړتیاوو څېړنه

دافغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د ځمکپوهنۍ  مرکز علمی غړی ښاغلي څېړنوال عبدالرحمن لطیف عـلمي-¬ څېړنیزه رساله چې (د کابل حوزې د هایدروګرافیکي ځانګړتیاوو څېړنه) تر سرلیک لاندې لیکل شوې ده، موخه یې د یادې حوزې د هایدروګرافیکي ځانګړتیاوو پېژندل دي. د اوبیزو حوزو د هایدروګرافیکي ځانګړتیاوو پېژندل موږ سره مرسته کوي چې په راتلونکو کې له یادې حوزې څخه د انرژۍ،کرنې، مالداري، بڼوالۍ او صنعت په برخو کې په ښه شان سره ګټه پورته کړو.

په هېواد کې د روانو اوبو د نه مدیریت او سپما له امله څنګه چې لازمه ده، د اوبو له سرچینو څخه سمه ګټه نه اخستل کېږي چې دا ډول وضعیت د هېواد په زیان تمامېږي.له بلې خوا، په هېواد کې د وګړو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي چې ورسره د اوبو لګښت هم زیات شوی او د هېواد سطحي او تر ځمکې لاندې اوبو زېرمو سطحه ټېټه شوې ده، د بېلګې په ډول کــېدای شي د کابل ښار یادونه وکړو؛ ځکه یاد ښار کې مېشت وګړي پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی نه لري او له سختو ستونزو سره مخامخ  دي.

دغه رساله په پینځو څپرکو کې ترتیب او تنظیم شوې چې دلته په لنډ ډول هر څپرکی په جلا ډول پېژندل کېږي.

په لومړي څپرکي کې د کابل حوزې په اړه د کورنیو او بهرنیو متخصصینو په مرسته په تر سره شوو څېړنو بحث شوی، د هغو پر پایلو او لاسته راوړنو رڼا اچول شوې او ورسره د سیندونو په نومولو کې چې کوم طبیعي او تاریخي لاملونه شامل دي په ګوته شوي دي.

په دویم څپرکي کې بیا د سیندونو، هایدورګرافیکي شبکو، د کابل حوزې جغرافیايي موقعیت، د ورښتونو ډول، اندازه، هوایي کتلې، د سیمې جیولوجیکي او جیومورفولوجیکي جوړښت په اړه بحث شوی دی او داســې کوښښ شوی چې د یادو مسایلو ځانګړنې په ګوته شي چې موږ د کابل حوزې له طبیعي حالت سره په ډېر ښه شان اشنایي پیدا کړو .

په درېیم څپرکي کې بیا د دویم څپرکي د څېړل شوو موضوعګانو په ا‌ړه د کابل حوزې د تخليې او تغذیې ځانګړتیاوې، رژیمونه، د سیمې په اب و هوا، کرنه، مالدارۍ او د وګړو په معیشت باندې د دغې حوزې اغېزې څېړل شوي  دي. د انتخاب شوو سیندونو د رژیمونو له مطالعې دا ثابته شوه چې موږ کولای شو په یاده حوزه کې ډېرې انکشافي پروژې پلي کړو، چې دا په خپل وار سره د کابل اوبیزې حوزې له ښو هایدروګرافیکي ځانګړنو څخه شمېرل کېږي.

په څلورم څپرکي کې د اوبیزې انرژۍ، د بکرو او بایرو ځمکو په پراختیا، د خاورو  پر ایرژون او د سېلابونو د مخنیوي په لارو چارو باندې څېړنه شوې ده، ستونزې په نخښه شوي او د حل لارې چارې یې په ګوته شوي دي. داسې ښکاري چې په دغه حوزه کې د انرژۍ د تولید ډېر لوی پوتانسیل موجود دی چې بايد ګټه ترېنه واخستل شي؛ نو په همدې خاطر یو شمېر طرحې او وړاندیزونه وړاندې شوي چې موږ وکولای شو په کور دننه انرژي تولید کړو.

د رسالې په پای کې پنځم څپرکی ځای لري، په نوموړي څپرکي کې بیا له روانو اوبو څخه د سمې ګټې اخستنې په موخه د ځمکو د انکشاف او پراختیا لپاره پر یو شمېر نوو طرحو او وړاندیزونو بحث شوی دی چې د کانالونو او ویالو تر څنګ، په اوبیزو شبکو کې له پایپي شبکو څخه ګټه اخیستل په خاصه توګه په غرنیو سیمو او هغو ځایونو کې چې د کانالونو او ویالو کیندلو امکانات نه وي، ښه بلل شوی دی، رساله د ځینو محاسباتو لاسته راوړنو، وړاندیزونو او ضمیمې په راوړلو سره پای ته رسېږي.

د دې علمي – څېړنيز اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2023-09/Investigation%20of%20the%20Hydrographic%20Characteristics%20of%20the%20Kabul%20Basin.pdf

یادونه : پر دغې موضوع د لاښه پوهاوي لپاره دغه ګټور اثر د افغانستان د علومو اکاډمۍ، د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه په مناسبه بيه  تر لاسه کولای شئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۱۷۹

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۹:۷
Background image

د افغانستان د علومو اکاډمي او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ترمنځ د علمي، تحقیقي او تخنیکي همکاریو د پراخېدو، د نواورۍ د ظرفیت لوړولو او د علمي منابعو د تبادلې لپاره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

نن له غرمې مخکې د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علوم د معاونیت په دفتر کې د افغانستان د علومو اکاډمي د معاون شیخ الحدیث مولوي امیرجان ثاقب په مشرۍ د تخنیکي او مسلکي زده کړو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۴:۵
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۴ ل کال د زمری میاشتې پر۱۴ مه نېټه ترسره کړه.

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۹:۲۷
Background image

د کابل مجلې د ۱۴۰۴ لمریز کال لومړۍګڼه چاپ شوه

کابل مجله چې د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت پښتو ادبیاتو ته ځانګړې شوې مجله ده چې تازه یې د ۱۴۰۴ لمریز کال لومړۍ ګڼه چاپ شوه. کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي، د. . .

BACK TO NEWS