شوماشتي ژبه ده، که لهجه؟

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۹:۵۱
څېړندوی فرید الله فرحان

“علمي- څېړنيز کنفرانس”

د افغانستان دعلومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبياتو مرکز، د ورونو قومونو ژبو او ادبياتو انسټيټوټ علمي غړي ښاغلي څېړندوی فريدالله فرحان نن ‌پیلنۍ(شنبه) د ۱۴۰۴لمریز کال د عقرب میاشتې په ۲۴مه نېټه (شوماشتي ژبه ده، که لهجه؟) تر سرلیک لاندې علمي-څېړنيز کنفرانس وړاندې کړ.

کنفرانس د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو؛ ورپسې څېړندوی فرید الله فرحان ته د کنفرانس د وړاندې کولو بلنه ورکړل شوه. نوموړي د کنفرانس په پیل کې لومړی د څېړنې پر اهميت او مبرميت، موخې او مېتود باندې خبرې وکړې او ورپسې یې د شوماشت پر لنډې پېژندنې او څلور خواوو بحث وکړ چې د کونړ ولايت نورګل ولسوالۍ مزار درې کې موقعت لري.

په دې کنفرانس کې څېړونکي د ساحوي څېړنې پر بنسټ په اکاډمیک ډول د موضوع د سپړنې او ثابتولو په موخه د شوماشت او شاوخوا د پشه¬يي ژبې د چوګني لهجې د بېلابېلو سیمو ترمنځ ژبني مواد، لکه: خپلواک ضميرونه، ناخپلواک ضميرونه، اشاروي ضميرونه، مبهم ضميرونه، مصدرونه، شمېر نومونه، خپلوانو نومونه، د بدن د غړو نومونه، حيواناتو نومونه، کورني وسایلو نومونه، زراعتي وسايلو نومونه او طبيعي نومونه په پرتلیز ډول څېړلي وو چې په پایله کې یې دا موضوع روښانه شوه چې شوماشتي ځانګړې ژبه نه، بلکې د پشه‌يي ژبې د چوګني لهجې اړوند لهجه ده چې د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ په شوماشت کې ویل کېږي. د پشه¬يي ژبې چوګني لهجه د کونړ ولايت په آريت (آرېڵ)، شوماشت (شوماش)، وامه ګل، شولت، چلس،کوړنګل، د نورستان په کوردر او هم د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ په شېمل او کنداک کلیو کې ويونکي لري.

یاد علمي – څېړنیز کنفرانس د ګډونوالو پر پوښتنو او د ښاغلي فرحان په مثبتو ځوابونو پای ته ورسېد او د کنفرانس د ارزیابۍ کمېسون له لوري د رایو په اتفاق مثبت او بریالی وارزول شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۲۱:۲۸
Background image

افغانستان او سیمه؛ فرصتونه او ننګونې

نن چهارشنبه/ څلورنۍ د ۱۴۰۵ ل کال د سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ هـ ق کال د محرم الحرام ۱۵مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت، د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز په نوښت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۱۲
Background image

مشواڼي په سوېلي پښتونخوا کې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمي غړي او د پښتنو تاریخ او فرهنګ انسټیټوټ آمر څېړندوی حمایت الله ښاد د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د سیمینارونو په تالار کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۶
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ ل کال د غبرګولی میاشتې پر ۲۶ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

BACK TO NEWS