په سوېلي اسیا کې د هستوي وسلو پراختیا او افغانستان ته یې پېښ خطرونه "علمي ـ تحقیقی کنفرانس"

Ezatullah_admin
شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۸ - ۹:۱۷
په سوېلي اسیا کې د هستوي وسلو پراختیا او افغانستان ته یې پېښ خطرونه "علمي ـ تحقیقی کنفرانس"

کابل: په سوېلي اسیا کې د هستوي وسلو پراختیا او افغانستان ته یې د پېښو خطرونو (د ډیټیرینس نظریې پر اساس) تر عنوان لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس د روان لمریز کال د سرطان میاشتې په ۲۵مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز د علمي غړي څېړندوی ضیاءالحق ضیاء له خوا وړاندې شو.

د دې کنفرانس د وړاندې کولو موخه په سوېلي اسیا کې د هستوي وسلو پراختیا، د هستوي ډیټیرینس د نظریې پر اساس د دې پراختیا ګټې او زیانونه او د افغانستان پر ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي امنیت یې د اغېزو څېړل و.

د دې څېړنیز کنفرانس په پایله کې ثابته شوه چې د هستوي ډیټیرینس له نظریې سره سم، که څه هم په سوېلي اسیا کې د هستوي وسلو شتون او پراختیا د هند او پاکستان ترمنځ د لویو شخړو مخه نیولې، خو د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا لپاره خطرناکې پایلې لري او په راتلونکي کې یې بدې اغېزې له ورایه ښکاري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۲۱:۲۸
Background image

افغانستان او سیمه؛ فرصتونه او ننګونې

نن چهارشنبه/ څلورنۍ د ۱۴۰۵ ل کال د سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ هـ ق کال د محرم الحرام ۱۵مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت، د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز په نوښت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۱۲
Background image

مشواڼي په سوېلي پښتونخوا کې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمي غړي او د پښتنو تاریخ او فرهنګ انسټیټوټ آمر څېړندوی حمایت الله ښاد د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د سیمینارونو په تالار کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۶
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ ل کال د غبرګولی میاشتې پر ۲۶ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

BACK TO NEWS