په کلاسیکه دوره کې پښتو ادبي مکتبونه
د تازه چاپ شوي اثر معرفي:
د کتاب نوم: په کلاسیکه دوره کې پښتو ادبي مکتبونه
لیکوال: څېړنپوه عبدالشکور قیومي
د مخونو شمېر 345
د چاپ کال: ۱۳۹۹هـ . ش
خپرونکی: د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست
د څېړنپوه عبدالشکور قیومي علمي – څېړنیز اثر دې چې په ۱۳۹۹ ل کال د افغانستان علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست لخوا د ۵۰۰ ټوکو په شمېر په ښکلي کچه او صحافت په ۳۴۵ مخونو کې چاپ شوی دی.
د پښتو ادبیاتو د تاریخ کلاسیکه دوره د بیلابیلو سیاسي، ملي او مذهبي غورځنګونو تر ژورې اغېزې لاندې رامنځته او د بشپړتیا پړاو ته رسېدلې ده چې په ترڅ کې یې ستر ادبي سبکونه ایجاد شوي او بیا د مخکښو ادبي څېرو په نوښتګرو هڅو د ادبي مکتبونو د رامنځته کېدو لارې چارې برابرې شوي دي او تر بیلابیلو شرایطو لاندې یې د ودې او پرمختیا پړاوونه وهلي دي.
دغه څېړنیز اثر سریزه، شپږ څپرکي، پایله، وړاندیزونه او د ماخذونو فهرست لري.
لومړی څپرکی شالید(پس منظر) دې چې پر تاریخچې سربیره د موضوع په اړه ترسره شوو کارونو جاج هم په کې اخیستل شوی او د هغو لنډه ارزونه هم په انتقادي بڼه ترسره شوې ده.
دوهم څپرکی د ادبي مکتب پېژندنې ته ځانګړی شوی چې په کې د ادبي مکتب او ادبي سبک د توپیرونو پر ښودلو سربیره د ادبي مکتب د جوړښت او پایښت د مسئلې په اړه مفصل بحث راغلی دی.
دریم څپرکي کې د روښاني ادبي مکتب پر بحث سربیره، د دې ادبي مکتب د بنسټګر پیر روښان او دهغه مخکښو پیروانو پر ژوند آثارو او افکارو په بشپړه توګه رڼا اچول شوی او په ترڅ کې یې په ټولیز ډول د دوی د اشعارو هغه ځانګړنې په ګوته شوی چې د روښان د نظریاتو د ژورې اغېزې د منلو په پایله کې ویل شوي دي.
په څلورم څپرکي کې د خوشحال خان د ادبي مکتب د هر اړخیزې پېژندنې ترڅنګ، د ده پر ژوند، آثارو او افکارو په بشپړه توګه څېړنه شوې ده.
په پنځم څپرکی کې د عبدالرحمن بابا تصوفي – عرفاني ادبي مکتب ته ځانګړی شوی چې لومړی د دې ادبي مکتب په اړه د هغو پوهانو نظریات راوړل شوي چې د دې ادبي مکتب اهمیت په ښه توګه څرګندوي بیا د دې ادبي مکتب بنسټګر عبدالرحمن بابا او نومیالي استازي پېژندل شوي او ټولیز ډول د دوې د اشعارو په هغو برخو بحث شوی چې په پایله کې یې ټول د یوه فکر په دایره کې داخلوي.
د دې اثر په شپږم څپرکی کې د نازکخیالۍ د ادبي مکتب د ایجاد پر څرنګوالي سربیره د هغه ځانګړنې هم په ګوته شوي دي، ورپسې د ده د تکړه لارویانو د ژوند او آثارو د معرفی سربیره، د دوی د شعرونو پر هغو ځانګړنو او خصوصیاتو بحث شوی چې د حمید مومند د اشعارو رنګ په کې ښکاره او جوت دی.
همدارنګه په همدې څپرکي کې کاظم خان شیدا د نازکخیالی د ادبي مکتب د بشپړوونکي په توګه معرفي شوی او د کلام هغو برخو ته یې اشارې دي چې د هندي سبک د اغېزو په وجه یې د هغه ټول تعابیر خپل کړي دي ورپسې پایله او وړاندیزونه راغلي او د اثر په پای کې د هغو ۱۲۳ ماخذونو لیکلړ راغلی چې د دې اثر په بشپړولو کې ترې استفاده شوې ده.
هیله مند یو چې دغه اثر د کلاسیکې دورې د پښتو ادبي مکتبونو د پرمختیایي بهیر له بشپړتیا او همدارنګه د پښتو ادبیاتو د تاریخ په لیکلو کې د یوه عمده ماخذ په توګه د ګټې وړ وګرځي.
د دې علمي اثر د محتوياتو لومړني مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او ترلاسه کولی شئ: